
د ایکنا د راپور له مخې، د ایران د اهل سنتو د دیني زدهکوونکو او روحانیونو لپاره د قرآن کریم د سیالیو دولسمه مرحله به په روان ۱۴۰۵ کال کې ترسره شي.
دغه سیالۍ د لاندې څانګو لپاره پلان شوې دي:
د قرآن کریم بشپړ حفظ
د ۲۰ سپارو حفظ
د ۱۰ سپارو حفظ
د ۵ پسارو یا جزو حفظ
تحقیقي قرائت او دغه راز
ترتیلي قرائت.
د دغو سیالیو ولایتي پړاوونه به د ایران په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۴۰۵ کال له وږي (سنبلې)میاشتی څخه تر سلواغې (بهمن) میاشتې پورې ترسره شي.
د هرې برخې غوره ګډونوال، که اړین نصاب ترلاسه کړي، نو د ۱۴۰۶ کال عمومي پړاو ته به لار ومومي.
د اوسني حساس پړاو د ملي یووالي او همغږۍ د اړتیا، د امت او مقاومت د ستر لارښود امام خامنه ای د شهادت د درناوي، او د امریکا او صهیونیستي رژیم پر وړاندې په دریمه تپلي جنگ کې د بریا د نمانځنې په موخه، د دغې مرحلې لپاره «قرآن؛ د بریالي امت کتاب» په عنوان سره شعار ټاکل شوی دی.
د نوملیکنې اعلان او د دغو سیالیو نور جزئیات به ډېر ژر د اهل سنتو د دیني مدرسو د پلان جوړونې شورا د دارالانشاء د رسمي پاڼو او همدارنګه د ولایتونو د اسلامي مرکزونو له لارې خپاره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4357503