IQNA

د امام حسین (ع) د حرم د ګنبد د بیرغ د بدلولو وخت اعلان شو

6:37 - June 16, 2026
د خبر لمبر: 3492918
ایکنا- د محرم میاشتې د رارسېدو په درشل کې، د حضرت امام حسین (ع)د  سپېڅلې آستان  د حرم د ګنبد د بیرغ د بدلولو د مراسمو نېټه اعلان کړه.

یکنانیوز د بغداد د «جدار» خبري وېبپاڼې له قوله  راپور راپور راکړ، د محرم میاشتې له رارسېدو سره هممهاله، د امام حسین (ع) سپېڅلې آستان  د سیدالشهدا حضرت امام حسین (ع) د حرم د ګنبسئ د بیرغ د بدلولو د مراسمو نېټه اعلان کړې ده.

د امام حسین (ع) سپېڅلې آستان  په اعلامیې کې  ویلي چې د حرم د ګنبسئ د بیرغ د بدلولو مراسم به نن   جون په ۱۶مه،   سه شنبې په ورځ، د ماښام له لمانځه وروسته د حرم په انګڼ (صحن) کې ترسره شي.

د آستان  عمومي دارالانشاء ټینګار کړی چې د بیرغ د بدلولو مراسم د امام حسین (ع) د پاڅون د یادغونډو او د محرم الحرام د میاشتې د پیل د مراسمو رسمي پیل بلل کېږي.

باید ووئیل شي ، چې نن په  ایران کې د محرم الحرام  د میاشتې لومړئ نیټه ده  او په عراق کې سبا  د محرم الحرام لومړئ نیټه اعلان شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4358237

captcha