IQNA

د کربلا د «طویریج قبیلي» د ماتم په مراسمو کې د «یا حسین»  شعارونو  انګازې(فیلم)

14:19 - June 28, 2026
د خبر لمبر: 3492964
کربلا او ویر او ماتم
ایکنا- د حضرت امام حسین(ع) د شهادت د کلیزې په ورځ، په کربلا معلی کې د حسيني  عزادارئ په دستورو کې میلیونونو ګډونوالو د «رکضة طویریج» تاریخي او پرتمینې دستورې په پلي تګ او منډو سره ترسره شوي، په داسې حال کې چې د «یا حسین»  چغو انګازو د بین‌الحرمین فضا لړزوله.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د الکفیل له قوله یې خپور کړی راغلي دي، د رکضة طویریج مراسم د نړۍ له سترو بشري غونډو څخه شمېرل کېږي، چې هر کال د عاشورا د ورځې د ماسپښین پر مهال د امام حسین(ع)، د هغه د کورنۍ او وفادارو ملګرو د شهادت په یاد ترسره کېږي.

د طویریج قبیلې ویر او  ماتم د طویریج ښار د خلکو کلنی عزاداري ده، چې له خپل ښار څخه د امام حسین(ع) تر سپېڅلي حرم پورې د عاشورا په ورځ ترسره کېږي. دغه مراسم عموماً د ماسپښین له لمانځه وروسته د  چټک منډه وهلو په بڼه ترسره کېږي.

شعارونه

عزادارانو د لارې په اوږدو او همدارنګه د امام حسین(ع) او حضرت ابوالفضل العباس(ع) حرمینو ته د واریدیدا پر مهال دا شعارونه ورکول

«واحسینا»

«لبیک یا حسین»

«یا لثارات الحسین»

«لبیک یا داعي الله»

«اَبد والله ما نَنْسی حسینا» (پر خدای قسم، موږ به هېڅکله امام حسین(ع) هېر نه کړو.)

«یا عباس، جي بالمای لسکینه» (ای عباس(ع)! د سکینه لپاره اوبه راوړه.)

«الیوم الیوم نعزّي فاطمه» (نن حضرت فاطمه(س) ته د تسلیت ورځ ده.)

«واویل علی العباس»

د طویریج د مراسمو مخینه

د ځینو سرچینو له مخې، د طویریج قبیلې د موکب بنسټ او د  منډو په بڼه د دغه ماتمي کاروان پیل د سید صالح قزویني له خوا شوی دی.

هغه د محرم د لومړۍ لسیزې پر مهال په طویریج کې  خپل کور د دوو کلونو لپاره د امام حسین(ع) د عزادارۍ مرکز ګرځولی و.

 

سید صالح به د عاشورا د ورځې په سهار، د لسګونو زرو ګډونوالو په شتون کې د سید ابن طاووس مقتل لوسته. وروسته له دې چې ګډونوالو ناشته کوله، ټول به په پلي ډول د کربلا پر لور روانېدل.

کله چې به د باب الطویریج سیمې  ته (چې د کربلا ښار له دروازو څخه یوه ده) ورسېدل، د ماسپښین لمونځ به یې ادا کړ، او وروسته به یې د منډې په بڼه د امام حسین(ع) او حضرت عباس(ع) د سپېڅلو حرمینو پر لور د «رکضة طویریج» مراسم پیل کړل.

د ماسپښین له تېرېدو لږ وروسته، چې د امام حسین(ع) د شهادت وخت ګڼل کېږي، پیاده زائران کربلا ته واریدیدل، خو سید صالح په آس سپور و او د زرګونو زائرانو په منځ کې ئې حرکت کاوه.

له ۱۳۰۴ هجري قمري کال کې د سید صالح له وفات وروسته، د دغو مراسمو مشري د هغه زامنو او اولادونو ته ورسیدله. له هغه وخته بیا د څوارلسمې هجري پېړۍ تر وروستۍ لسیزې پورې، د طویریج د موکب مشري د سید صالح د کورنۍ پاتې شونو ترسره کوله.

د درې سوه کلن تاریخ ادعا

سید صالح شهرستاني (وفات: ۱۳۹۵ هـ.ق) په خپل کتاب تاریخ النیاحه کې لیکي چې د طویریج هروله له درو پېړیو څخه زیاته مخینه لري، او ګډونوال باور لري چې دا مراسم د ۶۱ هجري قمري کال د عاشورا په ورځ د بني اسد د قبیلې د حرکت سمبولیکه بیلګه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4360464

captcha