د ایکنا د راپور له مخې، د تهران د حضرت محمد رسولالله (ص) د ۲۷ فرقې قوماندان، سردار حسن حسنزاده، د چنګاښ د ۶ نېټې په ماښام له خبري چینل سره په ځانګړې مرکې کې وویل؛د ایران د شهید رهبر د مبارک مړي د الوداع مراسم به د چنګاښ په ۱۳ او ۱۴ د تهران په مصلی یا عیدګاه کې ترسره شي.
هغه زیاته کړه، د چنګاښ د ۱۳ نېټې د سهار له شپږو بجو څخه به د مصلی دروازې د خلکو پر مخ پرانیستل شي او دا مراسم به د چنګاښ د ۱۴ نېټې د ماښام تر اتو بجو پورې دوام وکړي.
د شهید رهبر د جنازې مراسم به د چنګاښ د ۱۵ نېټې تر ماښامه دوام وکړي
سردار حسنزاده وویل: د هوا د تودوخې له امله به د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۴ ، د شهید رهبر پر مبارک پیکر د جنازې لمونځ په مصلی کې ادا شي، چې دقیق وخت او څرنګوالی به ئې وروسته اعلان شي.
هغه زیاته کړه، پلان دا دی چې د شهید رهبر د جنازې مراسم د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ تر ۱۵ نېټې د ماښام تر وخته بشپړ شي.
نوموړي همدارنګه اعلان وکړ چې د شهید رهبر د کورنۍ پاک مړي هم له هغه سره یوځای تشییع کېږي.
د ده په وینا، د شهید امام او د هغه د کورنۍ مبارکې جنازې به د الوداعي مراسمو لپاره د تهران د مصلی په یوه لوړ ځای کې کېښودل شي، څو د مصلی له انګڼ، صحنونو او د شبستان له بامه د ټولو ګډونوالو لپاره د لیدو وړ وي.
د تهران د حضرت محمد رسولالله (ص) د ۲۷ فرقې قوماندان د جنازې دغه دستورې یوه تاریخي پېښه وبلله او وې ویل:
د مصلی د محدود ظرفیت او د خلکو د اوږدې مودې د پاتې کېدو د نه امکان له امله، داسې پلان جوړ شوی چې خلک به له یوې ټاکلې لارې داخلېږي، د شهیدانو مبارکې جنازې به ویني او له شاوخوا شلو دقیقو وروسته به له مصلی ووځي.
په پلازمېنې تهران کې دکابو شل میلیونه کسانو د ګډون اټکل
سردار حسنزاده وویل، اټکل کېږي چې د شهید رهبر د جنازې په مراسمو کې به کابو شل میلیونه کسان ګډون وکړي.
هغه زیاته کړه، د راتلونکې اوونۍ د جنازې مراسمو تر ټولو مهمه موضوع د هواتودوخه او د ځِل وهلو احتمال دی.
له همدې امله ئې له خلکو وغوښتل چې له ډېرې ګڼې ګوڼې څخه ډډه وکړي، د تګ راتګ پر مهال له سیوري لرونکو لارو استفاده وکړي او له ځان سره اضافي توکي رانۀ وړي، څو د ګرمې هوا او اوږده مزل له امله له ستونزو سره مخ نه شي.
سردار حسنزاده خلکو ته نورې سپارښتنې هم وکړې او ویې ویل: هر ګډونوال دې له ځان سره د اوبو بوتل او ګیلاس ولري، او که امکان وي، د چفيې، خولۍ یا لمرنیوي وسایلو څخه دې د ځان لپاره سیوری برابر کړي.
هغه همدارنګه سپارښتنه وکړه چې ماشومان او شیدېخوري کوچنیان دې ډېر ګڼهګوڼه لرونکو ځایونو ته نه راوستل کېږي او دې ته دې پام وشي چې سپینږیري هم له ډېرې ګڼې سیمې لیرې وساتل شي.
د شهید رهبر د الوداع ، تشییع او تدفین د مراسمو قوماندان له خلکو وغوښتل چې د اصلي سیمې له پرېښودو وروسته د مصلی شاوخوا ساحه ژر تر ژره پرېږدي.
هغه زیاته کړه، د مصلی شاوخوا پنځه د «زائر ښار» په نوم ځایونه چمتو شوي، چې پکې د روغتیائي خدمتونو، لمونځځای، د څښاک اوبو، مناسبو خوړو او طبي خدمتونو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
زیارت کوونکي کولای شي تر استراحت او له دغو خدمتونو له ګټې استفادې وروسته د خپلو استوګنو ځایونو په هلور وخوځيږي.
https://iqna.ir/fa/news/4360728