د ایکنا د راپور له مخې، چې د Italiatelegraph له قوله خپور شوی راغلي دي، د ایټالیا د دینونو ترمنځ د خبرو اترو لومړنی ملي منشور د دغه هېواد ۱۵ دیني ډلې تر یوه چتر لاندې ټولې کړې. دا تاریخي ګام د سولې، ټولنیز یووالي او مدني ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره د ګډ کار او همکارۍ نوی پړاو پرانیزي.
د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۵ د ایټالیا پلازمېنه روم د «د دینونو ترمنځ د خبرو اترو لپاره ایټالیائي تګلاره» په نوم د منشور د رسمي لاسلیک شاهده وه. دا د خپل ډول لومړنی ملي منشور دی چې د ایټالیا ۱۵ دیني ټولنې ئې په یوه ګډ سند کې سره یوځای کړې.
دا مهم اقدام د هغو درې کلنو غونډو او خبرو اترو پایله وه چې له ۲۰۲۳ کال څخه پیل شوې وې. د دغو خبرو موخه د متقابل تفاهم فرهنګ رامنځته کول، د یو بل درناوي ته وده ورکول او د ایټالیا د ټولنې د خدمت لپاره د دیني بنسټونو ترمنځ د همکارۍ پراخول وو.
د ایټالیا اسلامي کلتوري مرکز او د روم ستر جومات هم په دې ملي مراسمو کې ګډون درلود. د دغه مرکز مشر، نعیم نصرالله، د همدې مرکز په استازیتوب منشور لاسلیک کړ.
د لاسلیک له مراسمو وروسته، د ایټالیا ولسمشر، سرجیو ماتاریلا، د هغو دیني ډلو استازي چې منشور ئې لاسلیک کړی و، د کویرینال ماڼۍ ته ومنل او هلته یې د منشور رسمي نسخه ترلاسه کړه.
دا اقدام ښئي چې د ایټالیا حکومت د دینونو ترمینځ د خبرو اترو رسمي ملاتړ کوي او دا بهیر د ټولنیز یووالي او د سولهییز ګډ ژوند د فرهنګ د پیاوړتیا بنسټیز اصل ګڼي.
دا منشور لومړنی ملي ګډ سند دی چې په ایټالیا کې یې د ګڼ شمېر دیني مشرانو او مذهبي بنسټونو ترمنځ د خبرو اترو او همکارۍ لپاره ئې ګډ لیدلوری رامنځته کړی دی.
ایټالیا شاوخوا ۵۹ میلیون نفوس لري چې اټکل کېږي کابو ۲.۸ میلیون یې مسلمانان وي، یعنې د ټول نفوس شاوخوا ۴.۷ سلنه جوړوي.
د روم ستر جومات او د ایټالیا اسلامي کلتوري مرکز د دغه هېواد له مهمو اسلامي بنسټونو څخه دي، چې له حکومتي او دیني ادارو سره د خبرو اترو او په عامه ژوند کې د مسلمانانو د شتون د پیاوړتیا په برخې کې مهم رول ترسره کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4360804