IQNA

د کینیا د مسلمانو ښځو نوښت؛ د خپلې خوښې کار او د قرآن کریم خدمت یوځای کوو

11:23 - July 02, 2026
د خبر لمبر: 3492983
کینیا او قاریانې او حافظانې
کینیا - د کینیا په شمال ختیځ کې یوې ډلې مسلمانو ښځو په یوه بریالي نوښت کې  د خپلې خوښې کار پر داسې پرمختیائي پروژې بدل کړی چې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، د قرآن کریم خدمت او د ټولنیز یووالي پیاوړتیا په ګډه پر مخ وړي.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د Muslims Around the World له قوله خپور شوی، په هغو ټولنو کې چې له مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي، هغه سیمه‌ییز نوښتونه د بدلون تر ټولو اغېزمن ځواک بلل کېږي چې د خلکو له اړتیاوو څخه سرچینه اخلي او د هغوی په دیني او کلتوري ارزښتونو ولاړ وي. د دغو نوښتونو ارزښت هغه مهال لا زیاتېږي چې اقتصادي پراختیا او ټولنیز خدمتونه په یوه واحد چوکاټ کې سره یوځای کړي او داسې عملي او دوامدارې حللارې وړاندې کړي چې د دودیزو خیریه مرستو له چوکاټه واوړي.

د کینیا په شمال ختیځ کې، چې مسلمانان د سیمه‌ییزې ټولنې لویه برخه جوړوي، ښځو داسې نوښتونه پیل کړي چې په بریالیتوب سره یې رضاکارانه کار پر یوه هر اړخیزه پرمختیايي پروژه بدل کړی دی. دغه پروژه د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، د قرآن کریم خدمت او د ټولنیز پیوستون پیاوړتیا سره یوځای کوي او د ملاتړ او تقلید وړ بېلګه ګڼل کېږي.

د دې طرحې د پراختیا لپاره رسمي ملاتړ

د کینیا په پلازمېنې نایروبي کې، د دغه هېواد د روغتیا وزیر، آدن دوالف، د «راتلونکې ګنډل او د اخداي د کتاب خدمت» په سرلیک سره  د مرستو د ټولولو د مراسمو مشري وکړه.

دا د ښځو پروژه د کینیا د شمال ختیځ له ماندرا ولسوالۍ، چې د سومالیا او ایتوپیا پر پوله پرته ده، پیل شوې او موخه یې د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، د قرآن کریم خدمت او ټولنیز فعالیتونه سره یوځای کول دي.

دغه ملاتړ د هغو سیمه‌ییزو پروژو د پیاوړتیا لپاره کېږي چې د دوامدار اقتصادي، دیني او بشري اغېز لرونکو پرمختیايي پروژو له لارې یې د ټولنې د اړتیاوو لپاره د عملي حل لارو د وړاندې کولو وړتیا ثابته کړې ده.

د دې پروژې له لارې نجونو او ښځو ته د خیاطۍ مسلکي زده‌کړې ورکول کېږي، څو د عاید یوه دوامداره سرچینه ترلاسه کړي. همدارنګه، د قرآن کریم زړې او زیانمنې شوې نسخې ترمیم او  او د  هغوي ځاي نیسي او د مړو د کفن برابرولو چارې هم ترسره کېږي. دا پروژه یو ځانګړی ماډل وړاندې کوي چې اقتصادي پیاوړتیا، د قرآن کریم خدمت او د انساني کرامت ساتنه د اسلامي لارښوونو له مخې سره نښلوي.

د کینیا د روغتیا وزیر د دې نوښت په ستایلو سره وویل، دغه پروژه په یوه وخت کې معنوي، ټولنیزو او اقتصادي اړتیاوو ته ځواب وایي، اسلامي ارزښتونه پیاوړي کوي او ښځو ته نوې لارې پرانیزي، څو د خپلو ټولنو په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.

دا نوښت په ۲۰۱۳ کال کې پیل شوی او تر اوسه یې ۱۵۵ فعال غړي جذب کړي دي.

د یادونې وړ ده چې په کینیا کې نږدې شپږ میلیونه مسلمانان ژوند کوي، چې د دغه هېواد د شاوخوا ۵۶ میلیونه نفوس نږدې ۱۱ سلنه جوړوي.

https://iqna.ir/fa/news/4361287

captcha