IQNA

په امام علی(ع)حرم کې د شهید رهبر د طواف او جنازې لمونځ د میلیونونو مینه والو په شتون کې ترسره شو.

15:32 - July 08, 2026
د خبر لمبر: 3493001
شهید رهبر په نجف اشرف کې
ایکنا-  په  نجف اشرف په ښار کې د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې د لمانځه په مراسمو کې د عراق د خلکو پراخ شتون، یو ځل بیا د ایران او عراق د ولسونو ژوَرې اړیکې او یووالی نندارې ته وړاندې کړ. دغه مراسم د میلیونونو ویرجنو خلکو، سیاسي او مذهبي شخصیتونو په ګډون او د پراخو امنیتي او خدماتي تدابیرو په ړنا کې ترسره شول.

د ایکنانیوز له راپور سره سم، د اسلامي انقلاب د شهید رهبر امام خامنه اي د جنازې دلمانځه  مراسم نن سهار په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام په سپېڅلي  حرم کې د عراق د میلیونونوخلکو، زیارتوالو، سیاسي او مذهبي شخصیتونو او د عراق له بېلابېلو ولایتونو څخه د ګڼ شمېر  ویرجنو خلکو په ګډون، د پراخو امنیتي او خدماتي تدابیرو تر سیوري لاندې ترسره شول.

 وروستي راپورونه ښئ چې د شهید رهبر امام خامنه اي سپيڅلی جنازه د کربلا په لور خوځيدلې او  د عراق دمیلیوني  مینه والو په بدرګې کې  به کربلا ته ورسول شي او ټاکل شوې ده د ستر دیني مرجع آیت ا... سیستاني استازی عبدالمهدی الکربلایي به د حضرت امام حسین علیه السلام په سپېڅلي حرم ،ددغه لوي شهید د جنازې لمونځ  اقامه کړي.

د اسلامي انقلاب د شهید رهبر او د هغه د کورنۍ د څو غړو سپېڅلي پیکرونه بیګا،  د نجف نړیوال هوايي ډګر ته  ورسیدل او د ایران او عراق د لوړپوړو چارواکو  ئې رسمي هرکلی وکړ.  

 

https://iqna.ir/fa/news/4362843

captcha