IQNA

 کربلا د اربعین د زائرینو د هرکلي لپاره له چهارشنبې تر دوشنبې پورې رخصت ده

19:20 - July 30, 2026
د خبر لمبر: 3493105
حسینی اربعین
ایکنا - د کربلا ولایت مسئولانو د اعلان له مخې، دغه ولایت به د حسینی اربعین د زائرینو د مناسب هرکلي او خدمت لپاره له چهارشنبې څخه تر دوشنبې پورې په رسمي توګه رخصت وي.

د ایکنا خبري آژانس د راپور له مخې، چې د عراقي رسنیو له قوله ئې خپور کړی راغلي دي، د کربلا ولایت له پرون چهارشنبې، پنجشنبې او یکشنبې په ورځو کې د امام حسین (ع) د اربعین د زائرینو د غوره میلمه‌پالنې په موخې سره  رسمي رخصتي ولري.

په همدې تړاو، د عراق د امنیتي اطلاعاتو مرکز د امام حسین (ع) د اربعین له زائرینو وغوښتل چې د شخصي ګاډو پر ځای له عامه ترانسپورټ څخه ګټه واخلي.

دغه مرکز په هغه اعلامیې کې، چې د عراق رسمي خبري آژانس واع خپره کړې وئيلي دي، له زائرینو غوښتنه شوې چې د شخصي وسایطو پر ځای د عامه ترانسپورټ وسایل وکاروي، څو د تګ راتګ چارې په ښه ډول تنظیم شي.

یاد مرکز همدارنګه د عراق د ترافیکو اداره پابنده کړې چې د هوا د تودوخې له زیاتوالي سره سم، د سړکونو د خوندیتوب او امنیتي تدابیرو پر پلي کېدو خپله څارنه نوره هم پیاوړې کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4366570

captcha