د ایکنا د راپور له مخې، دغه غونډه له نجف څخه تر کربلا پورې د پلی میلیوني لاریون د ۱۰۸۰ او ۱۰۹۰ ستنو (عمودونو) ترمنځ، د ایرانيو او عراقي زائرانو او همدارنګه د نورو اسلامي هېوادونو د اهلبیت(ع) د مینهوالو په پولولناک ګډون سره ترسره شوه.
په دغې غونډې کې د ایران د قرآني ټولنې غړو هم د پام وړ شتون درلود. هغوی د نورو زائرانو ترڅنګ د «د شهید امام د وینې غوښتنې» بیرغونه په لاسونو کې نیولي وو او د یووالي شعارونو په ورکولو سره ئې د حق د لارې پر دوام، عدالتغوښتنې او د ظلم پر وړاندې د درېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا مراسم د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت، د اهلبیتو(ع) په ذکر او د عاشورا له آرمانونو سره د بیا ژمنې په کولو مل وو، او د نړۍ په تر ټولو ستره دیني غونډه کې یې د اسلامي امت د یووالي ښکلی انځور وړاندې کړ.

د مراسمو ګډونوالو د اربعین پیادهتګ د عاشورا د غورځنګ د دوام نښه او د ظلم پر وړاندې د مقاومت سمبول وباله او ټینګار ئې وکړ چې د عاشورا فرهنګ د نړۍ د ازادو ملتونو لپاره د عدالت او انساني کرامت د تحقق په لاره کې الهامبخښونکی دی.
د دې غونډې په څنډې کې، قرآني فعالانو او شخصیتونو د قرآن کریم د فرهنګ او د سیدالشهدا(ع) د مکتب ترمنځ ژورې اړیکې ته په اشارې سره، اربعین د الهي معارفو د خپرولو، د اسلامي امت د یووالي د پیاوړتیا او د قرآن او اهلبیتو(ع) له آرمانونو سره د بیا ژمنې لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله.
ګډونوالو د «د شهید امام د وینې غوښتنې» بیرغونه په لاسونو کې نیولي وو او د دیني شعارونو په زمزمه کولو سره یې د حق لارې سره ئې خپله وفاداري او د الهي ارزښتونو د ساتنې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.



https://iqna.ir/fa/news/4367936