IQNA

د ایران او عراق د قرآني فعالانو په ګډون

د اربعین د لاریون په لاره د ؛شهید امام د وینې غوښتنې کاروان» غونډه ترسره شوه

7:12 - August 05, 2026
د خبر لمبر: 3493137
ح  سینی اربعین
ایکنا- د حسيني اربعین د پیاده میلیوني لاریون سره هممهاله، د «  شهید امام د وینې غوښتنې کاروان» نومې غونډه د ایران او عراق د قرآني ټولنې د غړو او د نورو اسلامي هېوادونو د یو شمېر زائرانو په پراخ ګډون، د نجف – کربلا د  دمیلیوني ولولناک لاریو پر  لاره  ترسره شوه.

د ایکنا د راپور له مخې، دغه غونډه له  نجف څخه تر کربلا پورې د پلی میلیوني  لاریون   د ۱۰۸۰ او ۱۰۹۰ ستنو (عمودونو) ترمنځ، د ایرانيو او عراقي زائرانو او همدارنګه د نورو اسلامي هېوادونو د اهل‌بیت(ع) د مینه‌والو په پولولناک  ګډون سره ترسره شوه.

په دغې غونډې کې د ایران د قرآني ټولنې غړو هم د پام وړ شتون  درلود. هغوی د نورو زائرانو ترڅنګ د «د شهید امام د وینې غوښتنې» بیرغونه په لاسونو کې نیولي وو او د یووالي شعارونو په ورکولو سره ئې د حق د لارې پر دوام، عدالت‌غوښتنې او د ظلم پر وړاندې د درېدو پر اړتیا ټینګار وکړ.

دا مراسم د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت، د اهل‌بیتو(ع) په ذکر او د عاشورا له آرمانونو سره د بیا ژمنې په کولو مل وو، او د نړۍ په تر ټولو ستره دیني غونډه کې یې د اسلامي امت د یووالي ښکلی انځور وړاندې کړ.

تجمع «دسته خونخواهی امام شهید» در مقابل موکب آستان مقدس حضرت فاطمه  معصومه(س) +تصاویر و فیلم - ابنا

د مراسمو ګډونوالو د اربعین پیاده‌تګ د عاشورا د  غورځنګ  د دوام نښه او د ظلم پر وړاندې د مقاومت سمبول وباله او ټینګار ئې وکړ چې د عاشورا فرهنګ د نړۍ د ازادو ملتونو لپاره د عدالت او انساني کرامت د تحقق په لاره کې الهام‌بخښونکی دی.

د دې غونډې په څنډې کې، قرآني فعالانو او شخصیتونو د قرآن کریم د فرهنګ او د سیدالشهدا(ع) د مکتب ترمنځ ژورې اړیکې ته په اشارې سره، اربعین د الهي معارفو د خپرولو، د اسلامي امت د یووالي د پیاوړتیا او د قرآن او اهل‌بیتو(ع) له آرمانونو سره د بیا ژمنې لپاره یو ارزښتناک فرصت وباله.

ګډونوالو د «د شهید امام د وینې غوښتنې» بیرغونه په لاسونو کې نیولي وو او د دیني شعارونو په زمزمه کولو سره یې د حق لارې  سره ئې  خپله وفاداري او د الهي ارزښتونو د ساتنې لپاره خپل  چمتووالی څرګند کړ.

تجمع «دسته خونخواهی امام شهید» در مقابل موکب آستان مقدس حضرت فاطمه  معصومه(س) +تصاویر و فیلم - ابنا

تجمع «دسته خونخواهی امام شهید» در مقابل موکب آستان مقدس حضرت فاطمه  معصومه(س) +تصاویر و فیلم - ابنا

تجمع «دسته خونخواهی امام شهید» در مقابل موکب آستان مقدس حضرت فاطمه  معصومه(س) +تصاویر و فیلم - ابنا

https://iqna.ir/fa/news/4367936

captcha