IQNA

د افغانستان په بامیان ولایت کې د حسینی اربعین ولولناکې دستورې ترسره شوې

8:14 - August 05, 2026
د خبر لمبر: 3493142
ایکنا- د افغانستان په بامیان کې د حسینی اربعین په دستورو کې ویناوالو په زغرده ووئيل؛ لوېدیځي استکباري هېوادونه د اسلامي هېوادونو پر وړاندې په ظالمانه او غیرانساني ډول  سرزوري  کوي، خو د ایران اسلامي جمهوریت د امام حسین (ع) له مکتب څخه په الهام اخیستو سره  د ظلم او استکبار پر وړاندې ټینګ ولاړ دی او د عاشورائي استقامت په برکت ئې لوېدیځ، له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.

ایکنانیوز د آوا خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان په بامیان   ولایت کې د حسيني اربعین په دستورو کې ویناوالو ددغو ولولناکو او معنوي دستورو په  درناوي؛ د  اهل بیت علیهم السلام  د مکتب پر پیروۍ او د ظلم پر وړاندې پر درېدو ټینګار وکړ

د بامیان ولایت اوسېدونکو د دغه ولایت په ټولو جوماتونو او امامباړو کې د  مجلس، ماتم او د امام حسین (ع) د فضیلتونو په بیانولو سره د حسيني اربعین درناوی وکړ. د بامیان ښار د سرآسیاب سیمې د فاطمه  جومات په مراسمو کې لمونځ کوونکو د علماوو ویناوې واورېدې او د نذر او خیرات په وېشلو سره ئې له سیدالشهدا حضرت امام حسین (ع) سره خپله مینه او عقیدت څرګند کړ.

د افغانستان په بامیان ولایت کې د حسینی اربعین ولولناکې دستورې ترسره شوې

د راپور په اساس، د  افغانستان د بامیان  ولایت تکړه دیني عالم  حجت‌الاسلام والمسلمین سید مصباح ذکي په خپلو خبرو کې د اوسنۍ زمانې د حق او باطل جبهو ته په اشارې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا د عاشورا د مکتب د پیروانو یوه بېلګه دی او د زمانې د یزیدیانو، لکه امریکا او اسرائیلو، پر وړاندې ولاړ دی.

هغه زیاته کړه، چې لوېدیځي استکباري هېوادونه د اسلامي هېوادونو پر وړاندې په ظالمانه او غیرانساني ډول  سرزوري  کوي، خو د ایران اسلامي جمهوریت د امام حسین (ع) له مکتب څخه په الهام اخیستو سره  د ظلم او استکبار پر وړاندې ټینګ ولاړ دی او د عاشورائي استقامت په برکت ئې لوېدیځ، له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.

سید مصباح ذکي د عاشورا د پیغام په خپرولو کې د حضرت زینب (س) رول ته په اشارې وویل،  هغې  بزرګوارې بی بی د بندي کیدا  په حالت کې هم دغه وضعیت په یوه فرصت بدل کړ او د حضرت  امام علي (ع) په څېر پیاوړې وینا ئې د یزید او یزیدیانو څېره بربنډه کړه او د امام حسین (ع) د حقانیت پیغام ئې خلکو ته ورساوه.

سید مصباح ذکي  د دیني مبلغینو مسؤلیت مهم وباله او ټینګار ئې وکړ، چې علما باید د سیدالشهدا (ع) له مکتب څخه په پیروۍ د معصومو امامانو (ع) فضیلتونه او سیرت د ټولنې په ټولو برخو کې خلکو ته بیان او دود  کړي.

https://www.avapress.com/fa/gallery/362463/1

captcha