ایکنا- آیتالله شیخ محمد یعقوبي، چې د اهل تشیّع یو دیني مر جع دی، په اوسنۍ زمانې کې د رسنیو د مسؤلیت پر حساسیت ټینګار وکړ او د پېښو په رامنځته کولو او بڼه ورکولو، د عامه افکارو په لارښوونه او د ټولنو د پوهاوي په لوړولو کې یې د رسنیو رول ټاکونکی وباله.
د ایکنا د راپور له مخې،یو ستر دیني مرجع آیتالله شیخ محمد یعقوبي، له یو شمېر هغو محتوا جوړوونکو سره په لیدنې کې، چې د امام حسین(ع) د اربعین د زیارت له شپو ورځو سره هممهاله د امیرالمؤمنین حضرت امام علي(ع) د سپېڅلي حرم د زیارت لپاره نجف اشرف ته تللي وو، وویل:رسنۍ نن سبا له یوې خوا د بدلون له مهمو وسیلو څخه ګرځېدلې او له بلې خوا د نرمې جګړې یوه تر ټولو خطرناکه وسیله ده. دا هغه وسیله ده چې د خلکو د باورونو او کلتورونو د بدلون او د عامه افکارو د لوري د ټاکلو په برخې کې یې اغېز ښائي کله ناکله له پوځي جګړو هم زیات وي؛ تر دې کچې چې کېدای شي ملتونه د خپلو دښمنانو دفاع وکړي او په مقابل کې خپل ځان د باطل په ځای کې وویني.»
نوموړي د اوسمهاله پېښو ځینو بېلګو ته په اشارې سره وویل چې په ځینو مو ردونو کې د رسنیو اغېز هغو پایلو ته د رسېدو لامل شوی چې پوځي جنګ ئې په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی وي.
آیتالله یعقوبي په ټینګار سره وویل چې د محتوا تولید او په مجازي فضا کې فعالیت کوم ساده او لنډمهاله کار نه دی، بلکې دا یوه ستره شرعي، اخلاقي او مسلکي دنده ده؛ ځکه هره خبره او هره محتوا چې خپرېږي، د افرادو او ټولنو پر ژوند ژورې اغېزې ولرل شي.
نوموړي د قرآن کریم په دې مبارک آیت استناد وکړ:
«وَلا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْؤُولًا»
(اسراء، ۳۶)
؛د هغه څه پیروي مه کوه چې پرې علم نه لرې؛ ځکه د غوږ، سترګې او زړه، د ټولو په اړه به پوښتنه کېږي.
هغه د رسنیزو فعالانو لپاره پر تقوا، دقت، انصاف او مسلکي اخلاقو د مراعاتولو پر اړتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه رسنۍ باید د باج اخیستنې، د شخصیت د تخریب، له نورو سره د حساب تصفیې یا د لنډمهاله دنیاوي ګټو د ترلاسه کولو پر وسیلې بدلې نه شي.»
https://iqna.ir/fa/news/4368510