ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د ولسمشرۍ ددریم کال له پيلیدا سره په یووخت د اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید مجتبی حسینی خامنه اي سره وکتل.
یکنانیوز د د اسلامی انقلاب د نشر دآثارو او حفظ د دفتر د اطلاع رسونې د څانګې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ډاکټر مسعود پزشکیان د خپلې ولسمشرۍ ددریم کال له پيلیدا سره همهاله د اسلامی انقلاب معظم لاښود حضرت آیت الله العظمی سید مجتبی حسینی خامنه یی سره وکتل او د هیواد اقتصادي چارو او نظامي مسئلو په باب ئې ورسره خبرې و کړې.
په راپور کې وئيل شوي دي، په دغې کتنې کې د هیواد د مشکلاتو او مسئلو په تیره بیا د خلکو د معیشتي اړتیاؤ د تامینولو ، د دریم تپلي جنګ د موجوده شرائطو او راتلونکي ، د پوځي حوزې د بدلونونو ، د سرچینو په تامینیدا او د ریالي ،اسعاري او انرژئ د مصرف په مدیریّت باندې دڅارونکو لارو چارو او همداراز له بهرنیو لورو سره د اقتصادي تعامل په باب د نظر تبادله وشوه او د اسلامی انقلاب معظم لارښود دراتلونکو حالاتو او بدلونونو په باب ځیني سپارښتنې وکړې.
https://iqna.ir/fa/news/4368876/