IQNA

15:48 - August 11, 2026
د خبر لمبر: 3493170

د سعودي عربستان په قرآني سیالیو کې د بنګله‌دېشي نابینا ځوان ګډون

ایکنا- محمود حسن اشرفي، د بنګله‌دېش یو ۱۸ کلن نابینا ځوان دی چې د سعودي عربستان د قرآن کریم د ۴۶  نړیوالې سیالۍ په وروستي پړاو کې په مکه مکرمه کې ګډون کوي.

نابینا قاری

 ایکنانیوز د سعودي عربستان د خبري اژانس په حواله راپ،ر راکړ، ۱۸ کلن نابینا بنګله‌دېشی ځوان محمود حسن اشرفي قرآن کریم په ډېر زیار  او د اورېدلو له لارې حفظ کړی او د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت له خوا په مسجدالحرام کې د  «ملک عبدالعزیز» د قرآن کریم د حفظ، تلاوت او تفسیر د ۴۶  نړیوالې سیالۍ په وروستي پړاو کې ګډون کوي.

اشرفي د دغو سیالیو په درېیمې څانګې کې ګډون کوي. نوموړي په بنګله‌دېش کې له کابو ۲۰۰۰ ښځینه او نارینه ګډونوالو څخه، چې په مقدماتي پړاوونو کې ئې برخه اخیستې وه، د وړتیا له ترلاسه کولو وروسته په نهایت کې په سعودي عربستان کې په دغې سیالۍ کې د ګډون لپاره د ۲۰ غوره کسانو په نوملړ کې ځای پیدا کړ.

اشرفي له زیږون څخه نابینا دی او د قرآن کریم حفظ یې له اووه کلنۍ څخه پیل کړ. هغه په دو کلونو کې د بېلابېلو قاریانو د تلاوتونو په اورېدو او د آیتونو په تکرارولو سره د قرآن کریم حفظ بشپړ کړ. په دې بهیر کې ئې پلار ورسره مرسته کوله او د حفظ او تکرار په پروسې کې ئې لارښوونه کوله.

نوموړي مکې مکرمې او مسجدالحرام ته د خپل لومړي سفر په اړه خوښي څرګنده کړه او وې ویل: سعودي عربستان ته رسېدل او د قرآن کریم په یو لړ مهمو نړیوالو سیالیو کې ګډون کول د ده له اوږدمهالو هیلو څخه وو.

اشرفي ټینګار وکړ چې نابینایي یې د قرآن کریم له خپل سفر څخه د دوام مخه نه ده نیولې او په استقامت او هڅې سره انسان کولی شي پر ننګونو بریالی شي او خپلو هیلو ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې د «ملک عبدالعزیز» د قرآن کریم د حفظ، قرائت او تفسیر ۴۶مه نړیواله سیالي د پنجشنبې په ورځ، د زمري یا اسد دمیاشتې  په ۱۵، په مکې مکرمې کې پیل شوې ده.

په دغو سیالیو کې چې د ربیع‌الاول تر شپږمې، چې د اګست له ۱۹ سره سمون خوري، دوام کوي، د ۱۳۳ هېوادونو ۳۳۴ ښځینه او نارینه ګډونوال پکې برخه لري.دا د دغې سیالۍ په تاریخ کې تر ټولو پراخ نړیوال ګډون بلل شوی دی.

د دغو سیالیو موخه «د مسلمانو ځوانانو هڅول د قرآن کریم حفظ، درک او تدبر ته او د عادلانه سیالۍ رامنځته کول» بلل شوې ده.

دغه سیالۍ پنځه څانګې لري او د ټول ټال جایزې یې ۱۰ میلیونه او ۲۶۰ زره سعودي ریاله ده، چې د دغې سیالۍ له پیل راهیسې تر ټولو لوړه جایزه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4368841

captcha