ایکنا- د حضرت امام علي(ع) د سپېڅلي حرم اړوند د قرآن کریم دارالقرآن، د ګډونوالو د مهارتونو د لوړولو او د قرآني مقاماتو په اړه د هغوي د پوهې د زیاتولو په موخه، د ۱۲۰ تنکیو زلمیانو په ګډون یوه تخصصي سیالي ترسره کړه.
د ایکنا د راپور له مخې، د حضرت امام علي(ع) د سپېڅلي حرم د دارالقرآن کریم یوه مسؤل امیر کسار په دې اړه وویل: دغه سیالي د علوي مقدس حرم د تولیت یا منجوَر تر څارنې لاندې د یکشنبې په ورځ، یعنی د زمري د میاشتې په ۱۸ نېټه، پیل شوه. د دغې سیالۍ موخه د قرآني مقاماتو په اړه د ګډونوالو د پوهاوي ژوَرَول او د تنکیو زلمیانو په کچه د دارالقرآن د قرآن زدهکوونکو د تلاوت او اجرايي مهارتونو لوړول دي، چې د دغه مرکز له روانو روزنیزو کورسونو سره همغږي لري
هغه زیاته کړه چې په دغې سیالۍ کې به ګډونوال د قرآن کریم یوه برخه ټاکي او هغه به د بېلابېلو قرآني مقاماتو په کارولو سره تلاوت کوي.
نوموړي د ۱۲۰ قرآن زدهکوونکو ګډون ته اشاره وکړه او وې ویل چې د دغه مرکز د قرآني مقاماتو په برخې کې د متخصصو کارپوهانو له ډلې جوړه شوې یوه تخصصي کمېټه د سیالۍ بهیر څاري او د ګډونوالو کړنې ارزوي.

د غوره ګډونوالو ستاینه
کسار وویل، دغه سیالي چې د زمري د میاشتې تر ۲۰مې نېټې پورې یې دوام وکړ، د درو غوره ګډونوالو په ستاینه او هغوی ته د نغدي جایزو په ورکولو سره پای ته رسېږي. دا اقدام د هغوی د وړتیاوو د قدردانۍ او د دې لپاره ترسره کېږي چې دوی خپلو قرآني مهارتونو ته د لا زیات پرمختګ ورکولو ته وهڅول شي.
دغه سیالۍ د علوي مقدس حرم تر ملاتړ لاندې د روزنیزو او فرهنګي پروګرامونو د یوې برخې په توګه ترسره کېږي. د دغو پروګرامونو موخه د قرآني فرهنګ دودول او د زدهکوونکو د تلاوت او د قرآن کریم د اجرا په علومو کې د مهارتونو پیاوړي کول دي.


https://iqna.ir/fa/news/4369167