ایکنا- د ایران د پیام نور پوهنتون مشر په دوغارون پولې کې د یوې نړیوالې څانګې د جوړولو خبر ورکړ چې موخه ئې د افغان محصلینو جذب دی.
ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ، د ایران د پیام نور پوهنتون مشر محمدهادي امین ناجي د افغانستان په پولې کې د دوغارون په دروازې کې د دغه پوهنتون د یوه نړیوال یونټ یا څانګې د جوړولو د پلان خبر ورکړ او وې ویل چې دغه مرکز د افغان محصلینو د جذب زمینه برابرولی شي.
د پیام نور پوهنتون مشر تایباد ولسوالۍ ته د خپل سفر او د دغې ولسوالۍ له ولسوال سره د لیدنې پر مهال وویل، له افغانستان، په ځانګړې توګه له هرات سره د دوغارون پولې نږدېوالی، په ایران کې د زدهکړو د لېواله محصلینو د جذب لپاره مناسب فرصت برابروي.
هغه زیاته کړه چې په دوغارون کې د پیام نور پوهنتون د نړیوالې څانګې د جوړولو لپاره اړین بنسټونه او امکانات د برابرېدو په حال کې دي او هیله ئې څرګنده کړه چې دغه یونټ به د روان کال تر پایه خپل فعالیت پیل کړي.
امین ناجي وویل، وروسته له دې چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل او په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز ولګېد، د ایران په پیام نور پوهنتونونو کې د هغوی د لوړو زدهکړو د دوام لېوالتیا زیاته شوې ده.
د پیام نور پوهنتون رئیس همداراز د دغه مرکز جوړول د ایران او افغانستان ترمنځ د تعلیمي اړیکو د پراختیا لپاره یو فرصت وباله او وې ویل چې دغه څانګه د افغان نجونو او هلکانو د لوړو زدهکړو د دوام زمینه برابرولی شي.
له بلې خوا، د خراسان رضوي د پیام نور پوهنتون مشر علي منظم اسماعیلپور هم دوغارون د ایران په ختیځ کې له مهمو اقتصادي مرکزونو څخه وباله او وې ویل چې هره ورځ له درې زرو او ۵۰۰ څخه ډېر ایراني او بهرني مسافر له دې پولې څخه تګ راتګ کوي.
هغه زیاته کړه چې هرات له دوغارون څخه د ۱۳۰ کیلومترو په کمه فاصله کې موقعیت لري او په دې پولې کې د پیام نور پوهنتون د نړیوالې څانګې جوړول د افغان محصلینو په جذب کې مهم رول لوبولی شي.
د خراسان رضوي د پیام نور پوهنتون د رئیس په وینا، د تایباد په پیام نور پوهنتون کې له ۱۴۰۰ څخه ډېرې نجونې او هلکان زدهکړې کوي.
https://www.tasnimnews.ir/fa/news/1405/05/20/3668931