ایکنا- د یونان پخواني ستر مفتي د مدینې منورې له «ملک فهد قرآن کریم چاپ کمپلیکس څخه لیدنه وکړه او د دغه قرآني بنسټ د فعالیتونو ستاینه ئې وکړه.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د عکاظ په حواله خپور کړی راغلی دي، د یونان پخواني ستر مفتي، شیخ جهاد خلیل د مدینې منورې د ملک فهد قرآن کریم چاپ ټولګئې څخه د لیدنې پر مهال، شاوخوا دوه لسیزې مخکې په مدینه منوره کې د خپلې استوګنې له وخت څخه ځینې خاطرې بیان کړې.
د شیخ جهاد خلیل دغه لیدنه، چې د یونان د جمهوریت د پوهنې او مذهبي چارو وزارت سلاکار او پخوانی ستر مفتي دی، د خادم الحرمین الشریفین د عمرې او حج د مېلمنو له یوې ډلې سره د ترسره شوي فرهنګي پروګرام یوه برخه وه. دغه پروګرام د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت له خوا تنظیم شوی و.
هغه د ملک فهد قرآن کریم چاپ مجمع له هغو تالارونو څخه لیدنه وکړه چې د خپلې زدهکړې یوه برخه یې پکې تېره کړې وه او په دغه ځای کې یې د قرآن کریم د یوناني ژباړې د بیاکتنې کلونه یاد کړل. نوموړي دغه دوره د خپل علمي ژوند له مهمو پړاوونو څخه وبلله.
مهمې علمي خاطرې
جهاد خلیل څرګنده کړه چې د قرآن کریم د ژباړې په بیاکتنې کې د هغه ګډون له دوو کلونو څخه زیات دوام وکړ. دا کار ئې د مدینې اسلامي پوهنتون د لیسانس له زدهکړو وروسته، په بن سعود اسلامي پوهنتون کې د ماسټرۍ او دوکتورا له زدهکړو سره هممهاله ترسره کړ.
هغه وویل، دغه دوره له مهمو علمي خاطرو سره مل وه. په دې مودې کې به ئې هره پاڼه او هر آیت په ډېر دقت سره څېړه او له چاپ څخه د ژباړې تر تایید مخکې به ئې د معنا د سموالي او د تفسیر د دقت په اړه ډاډ ترلاسه کاوه.
نوموړي زیاته کړه چې د ملک فهد قرآن کریم چاپ ټولګې له خوا خپره شوې یوناني ژباړه د یونان د مسلمانانو او څېړونکو ترمنځ له پراخ اعتبار او باور څخه برخمنه ده او د علمي دقت او منظمې تګلارې له امله د څېړونکو، مبلغینو او پوهنتونونو لپاره پر یو ارزښتناک علمي بنسټ بدله شوې ده.
هغه وویل، نوم ئې لا هم د دغې ژباړې په سریزه کې ذکر شوی او دغه ژباړه د خپل ځان لپاره یو علمي ویاړ بولي.
جهاد خلیل څرګنده کړه چې د دغې ژباړې اغېز یوازې پر اسلامي بنسټونو او مرکزونو محدود نه دی پاتې شوی، بلکې علمي او پوهنتوني ډګر ته هم غځېدلی دی.
هغه زیاته کړه چې د یونان په ارسطو پوهنتون کې د قرآني علومو او تفسیر په تدریس کې له همدې ژباړې څخه استفاده کېږي. سربېره پر دې، هغه مسلمانان او غیرمسلمانان چې په یوناني ژبه خبرې کوي، د قرآن کریم د زدهکړې لپاره له دې ژباړې څخه د یوه باوري علمي سرچینې په توګه ګټه اخلي.
جهاد خلیل په ۲۰۰۳ کال کې له مدینې منورې څخه د خپلې وتلو خاطرې هم یادې کړې. هغه وویل، په هغه کال کې ئې د ژباړې د بیاکتنې بهیر بشپړ کړ او له مدینې څخه ووت.
نوموړي ټینګار وکړ چې د مدینې اوسنی سفر ئې د خیر او برکت له خاطرو ډک کلونه بیا ور په یاد کړل او له هغه ځای سره ئې اړیکه بیا تازه کړه چې د ده د علمي ژوند د یوه مهم پړاو شاهد و
شیخ جهاد خلیل په پاي کې د مدینې د قرآن کریم چاپ مجمعې څخه خپله مننه او قدرداني څرګنده کړه. دغه مجمع لا هم د قرآن کریم د چاپ، ژباړې او په څه باندې ۸۰ ژبو د خپرولو خپل ماموریت ته دوام ورکوي.
https://iqna.ir/fa/news/4369182