ایکنا- یوشمیر اسلامي هېوادونو په جلا جلا اعلامیو کې د کولمبیا هغه اقدام په کلکه غندلی چې له مخې یې د نیول شوې جولان سیمې پر سر د صهیونیستي رژیم حاکمیت په رسمیت پېژندل شوی دی.
د ایکنا د راپور له مخې، د «العربي الجدید» خبري اژانس په حواله ئې راپور کړی، راغلی دي، مصر، ترکیې، کویټ، اردن، سعودي عربستان او د فلسطین خودمختاره ادارې په جلا اعلامیو کې د کولمبیا له خوا د سورئې د نیول شوي جولان پر سر د اسرائیلو د حاکمیت په رسمیت پېژندل وغندل.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیې کې د کولمبیا د حکومت دغه اقدام په کلکه محکوم کړ او ویې ویل چې د نیول شوي جولان په اړه د اسرائیلو د حاکمیت په رسمیت پېژندل د نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پرېکړهلیکونو سره په ټکر کې دي او د سورئې حقونه زیانمنوي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم د کولمبیا اقدام وغنده او هغه ئې د صهیونیستي رژیم له خوا د سوریې د خاورې نیولو ته د مشروعیت ورکولو هڅه وبلله.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې د جولان لوړې د سورئې نه بېلېدونکې برخه ده او د کولمبیا اقدام د نړیوالو قوانینو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۴۹۷م پرېکړهلیک ښکاره سرغړونه ده.
کویت هم د کولمبیا له خوا د سورئې د نیول شوي جولان پر سر د اسرائیلو د حاکمیت په رسمیت پېژندل وغندل او ویې ویل چې دا اقدام د نړیوال قانون او د امنیت شورا د ۴۹۷م پرېکړهلیک په ګډون د نړیوالو پرېکړهلیکونو خلاف دی.
د کویت د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار وکړ چې جولان د سوریې نیول شوی ټاټوبی دی او د هر هغه اقدام مخالفت کوي چې موخه ئې د نیواک تثبیتول یا مشروعیت ورکول وي.
د فلسطین خودمختارې ادارې هم د کولمبیا دغه اقدام وغنده او ویې ویل: «مونږ دا اقدام د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه او د نیواکګر اسرائیلي رژیم د سیاستونو د نه منلو وړ ملاتړ ګڼو.»
اردن هم د کولمبیا هغه اعلامیه وغندله چې په کې یې د سورئې د نیول شويجولان پر سر د صهیونیستي رژیم حاکمیت په رسمیت پېژندلی دی.
د اردن د «المملکه» چینل د راپور له مخې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو او د کډوالو وزارت ویاند «فؤاد مجالي» د کولمبیا اعلامیه د نړیوالو قوانینو او نړیوالو پرېکړهلیکونو خلاف وبلله او د اردن پر کلک مخالفت ئې ټینګار وکړ.
تر دې مخکې عراق او د سوریې موقته حکومت هم د کولمبیا له خوا دد سورئې د نیول شوي جولان لوړو پر سر د اسرائیلو د حاکمیت په رسمیت پېژندل په کلکه غندلي وو.
له امریکا وروسته، چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د نیول شوي جولان پر سر د تلآویو حاکمیت په رسمیت پېژندلی و، کولمبیا دویم هېواد بلل شوی چې دغه حاکمیت یې په رسمیت پېژندلی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4369383