ایکنا- د الجزایر د قسنطینې ولایت په حامه بوزیان سیمې کې د «غزه» نومې قرآني مدرسه ۲۴ کلن تاریخ لري. دغې مدرسې خپل فعالیتونه د قرآن کریم د زدهکړې او حفظ د اسانتیا لپاره ځانګړي کړي او د علم او شخصیت جوړونې په یوه مرکز بدله شوې ده چې تر اوسه ئې سلګونه نارینه او ښځینه حافظان روزلي دي.
د ایکنا د راپور له مخې، چې د «النصر» په حواله ئې خپور کړی راغلي دي، هر کال د اوړي په موسم کې د الجزایر سلګونه کورنۍ د خپلو ماشومانو لپاره له کوڅو او د برېښنائي سکرینونو له بوختیاوو لیرې، په قرآني مدرسو کې نوملیکنه کوي. دوی باور لري چې دغه ډول بنسټونه د ماشومانو د رخصتیو یا چټیانو د وخت د ګټورې استفادې او د دیني او اخلاقي ارزښتونو د ټینګښت لپاره مهم دي.
په دغو بنسټونو کې د الجزایر د قسنطینې ولایت د «حامه بوزیان» سیمې د «غزه» نومې قرآني مدرسه ځانګړی ځای لري. دغې مدرسې له ۲۴ کلونو راهیسې خپل فعالیتونه د قرآن کریم د زدهکړې او حفظ د اسانتیا لپاره وقف کړي او د علم او شخصیت جوړونې په یوه مرکز بدله شوې ده چې سلګونه نارینه او ښځینه حافظان ئې روزلي دي.

د غزه قرآني مدرسې له پرانیستل کېدو راهیسې د حامه بوزیان سیمې او د قسنطینې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه قرآنزدهکوونکي جذب کړي دي.
د قرآن په وسیله د وزګار وخت تېرول!
د مدرسې مدیر، محمد طاهر مراد، ټینګار وکړ چې دغه بنسټ له دوو لسیزو څخه زیات وخت کېږي چې خپل ښوونیز رسالت ترسره کوي. د هغه په وینا، دا مدرسه یوازې د قرآن کریم د حفظ لپاره یو ځای نه دی، بلکې داسې ښوونیز مرکز دی چې د اسلامي اخلاقو او ارزښتونو پر بنسټ د نسلونو روزنې ته ځانګړې شوې ده.
هغه څرګنده کړه چې مدرسه د بېلابېلو عمرونو زدهکوونکي مني او د هر قرآنزدهکوونکي د وړتیا او کچې له مخې ورته مناسب ښوونیز پروګرامونه وړاندې کوي.

له ۱۵۰ څخه د زیاتو ښځینه حافظانو روزنه!
د مدرسې مدیر محمد طاهر مراد وویل چې د دې مدرسې له جوړېدو راهیسې تر اوسه د هغو ښځینه حافظانو شمېر چې له مدرسې څخه فارغې شوې دي، له ۱۵۰ تنو څخه اوښتی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4369225