ایکنا- د ایران یوه نړیوال قاري حامد شاکرنژاد په ټولنیزو رسنیو کې د یوه پیغام له لارې اعلان وکړ چې د قرآن کریم د ټول متن د سټوډیويي تلاوت یوه ستره پروژه یې بشپړه کړې ده.
د ایکنا د راپور له مخې، حامد شاکرنژاد د ربیعالاول میاشتې له رارسېدو سره هممهاله اعلان وکړ چې د قرآن کریم د ټول متن د بېلابېلو مقاماتو له مخې د سټوډیويي تلاوت پروژه ئې پای ته رسولې ده.
شاکرنژاد په ټولنیزو رسنیو کې ویلي چې دغه پروژه د قرآن کریم د بشپړ تلاوت د وړاندې کولو په موخه ترسره شوې ده.
د دغه نړیوال قاري د معلوماتو له مخې، په دغې پروژې کې د قرآن کریم ټول آیتونه، له فاتحةالکتاب څخه تر سوره الناس پورې، په سټوډیو کې او په بېلابېلو قرآني مقاماتو کې تلاوت شوي دي. ټاکل شوې چې د دې ټولګې ثبت شوي تلاوتونه سوکه سوکه په بېلابېلو رسنیزو پلیټ فارمونو کې خپاره او د لیوالو لپاره د لاسرسي وړ وګرځول شي.
حامد شاکرنژاد د زمري په ۲۳مه، د جمعې په ورځ، په خپل خپاره کړي پیغام کې لیکلي:نن، د ۱۴۰۵ کال د زمري ۲۳مه، زما د ژوند تر ټولو مهم کار بشپړ شو.
د قرآن کریم د تلاوت یوه بشپړه سټوډیوئي مرحله، له «فاتحةالکتاب» څخه تر «الناس» پورې. د هغه خداي تعالی شکر ادا کوم چې ماته ئې د دې ستر کار توفیق راکړ.
هیله لرم چې دا ټولګه د رسول اکرم(ص) او د هغه د پاکې کورنۍ د پاملرنې وړ وګرځي؛ او له خپلې کورنۍ او د محفل له ټولو ملګرو څخه مننه کوم چې په دې لاره کې یې زما ملتیا وکړه.
همدارنګه لازم ګڼم د هغه چا یادونه وکړم چې آن د خپل عمر تر وروستیو ورځو پورې زما او د دې خاورې د ټولو قرآني کسانو لپاره د سترې هیلې او شوق سرچینه و؛ شهید آیتالله سیدعلي حسيني خامنهای. د هغه لپاره د جنت تر ټولو لوړې درجې او د الله تعالی له غوره بندګانو سره د ملګرتیا هیله کوم.
انشاءالله چې دا عمل د قرآن کریم په دربار کې قبول او د امام زمان عجلالله تعالی فرجهالشریف د رضایت سبب وګرځي.
https://iqna.ir/fa/news/4369726