ایکنا- د سویډن په پلازمېنې ستاکهولم کې د جامع جومات په بهرني انګڼ کې یو ځل بیا د قرآن کریم د یوې نسخې سپکاوی وشو. دا له ۲۰۲۵ کال له دسمبر راهیسې دغه ډول دریمه پېښه ده.
ایکنا نیوز د «الکومبس» په حواله راپور راکړ، د ستاکهم د جامع جومات امام او مدیر محمود الخلفي د دې خبر په اعلانولو سره وویل چې د جمعې په سهار، د زمري په ۲۳مه، د جومات په بهرني انګڼ کې یو ځل بیا د قرآن کریم د یوې نسخې سپکاوی شوی دی. د نوموړي په وینا، دا له ۲۰۲۵ کال د ډسمبر راهیسې د ورته پېښو درېیمه قضیه ده.
الخلفي په فېسبوک کې له خپل خپاره کړي پوسټ سره یو عکس هم شریک کړی و چې په کې د قرآن کریم یوه نسخه ښکاره کېده. د قرآن کریم پر پوښ باندې سوري شوي وو او دغه نسخه په زنځیر او قلف سره د جومات له دباندې یوې کټارې ته ځړول شوې وه.
د جومات امام وائي د اسلام ضد بریدونه تکرارېږي
الخلفي وویل چې دغه پېښه د ورځې کابو ۱۱ بجې رامنځته شوې ده. هغه زیاته کړه چې دا پېښه د جومات مخې ته د قرآن کریم پر وړاندې د پرلهپسې بریدونو د لړۍ یوه برخه ده.
هغه وویل، د ده په اند، دغه پېښې داسې پیغامونه لري چې موخه ئې د قرآن کریم سپکاوی، د مسلمانانو وېرول او د هغوی پر وړاندې د کرکې خپرول دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې دا پېښې نورې جلا او تصادفي پېښې نه دي، بلکې په سویډن کې د مسلمانانو پر وړاندې د هغه څه له زیاتېدو سره هممهاله رامنځته کېږي چې ده یې «توکمپاله او پاروونکې څرګندونې» بللې دي.
الخلفي له سویډني چارواکو او ټولنې وغوښتل چې د دغو بریدونو په وړاندې روښانه دریځ غوره کړي. هغه ټینګار وکړ چې له دغو کړنو سره مبارزه یوازې د مسلمانانو دفاع نه ده، بلکې د سولهییز ګډ ژوند، متقابل درناوي، د توکمپالنې، پارونې او مذهبي کرکې د ردولو لپاره هم اړینه ده.
تر اوسه پورې سویډني پولیسو د دې پېښې د جزئیاتو یا د عامل د هویت په اړه کوم رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
نړیوال څارونکي باور لري چې په سویډن کې افراطي زوړ پال او ښي پال ګوندونه د مسلمانانو د سپکاوي پر اساس د یوه منظم بهیر په رامنځته کولو سره، د قرآن کریم د سپکاوي او سوځولو په څېر اقدامات کاروي، څو د دغه هېواد موجودې ستونزې د مسلمانانو له شتون سره وتړي، په پایله کې سویډن ته د مسلمانانو د کډوالۍ کچه کمه او له دغه هېواده د مسلمانانو د ویستلو زمینه برابره کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4369859