ایکنا ـ د ترکیې د عدلیې وزیر د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو د نیولو د حکم د صادرېدو خبر ورکړ.
یکنانیوز د آناتولی له قوله راپور راکړ، د ترکیې د عدلیې وزیر آکین ګورلیک د جمعې په ورځ په ټولنیزچینل «ایکس» کې اعلان وکړ چې ترکیې د صهیونیسټي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او یوه بل اسرائیلي وګړي لپاره د نټرپول له لارې د نیولو حکم صادر کړی دی.
د هغه په وینا، دغه اقدام د هغو څېړنو په چوکاټ کې ترسره شوی چې د «صمود» بېړۍ د انسان دوستۍ د کاروان د نیولو او وروسته په دغه کاروان کې د سپَرو فعالانو د نیول کېدو په اړه روانې دي. دغه کاروان د مئ په میاشت کې د غزې تړانګې پر لور روان و.
د ترکیې د عدلیې وزیر ټینګار وکړ: د «صمود» بېړۍ د انسان دوستۍکاروان پر هغو فعالانو د برید په تړاو چې په نړیوالو اوبو کې یې غزې ته د بشري مرستو د رسولو لپاره سفر کاوه، قانوني اقدامات په بشپړ جدیت سره روان دي.
https://iqna.ir/fa/news/4371057