iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران) ددحضرتاباعبدالله الحسین علیه السلام د ویر او ماتم دستې هماغه د تیرو کلونو په څير دحسینی اربعین په درشل کې ، دحضرت اباالفضل العباس علیه السلام د حرم  او دبین الحرمیّن له لارې  دحضرت سید الشهّداء سپيڅلي حرم صحن ته  واریدیږی.
د خبر لمبر: 3486165    خپرونې تاریخ : 2022/08/31

ایکنا-(دعراق په بصرې ولایت کې  په فاؤ سیمې کې  واقع په ؛راس البیشه ؛ سیمې کې  د حسینی اربعین  د پیاده روئ درستورو ګډون کونکو د ؛له بحره تر نحره ؛ په شعار سره  دغې دستورې  وارمخکې پیل کړي دي.
د خبر لمبر: 3486149    خپرونې تاریخ : 2022/08/28

ایکنا-(تهران)د کربلا دعباسی مقدس آستان دقرآن کریم دعلمی ټولنې سره  اړونده د قرآن چاپ مرکز د ؛ثقلین جایزې ؛ په عنوان سره  دقرآن کریم د خوشخطۍد لومړنۍ سیالۍ د ترسره کولو  خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3486140    خپرونې تاریخ : 2022/08/25

ایکنا-(تهران) اربعین دم رکزی کمیټې مشر سید مجید امیر احمدي  پرون د حسینی اربعین د مرکزی کمیټې په شپږنویمې ناستې کې  ووئیل  افغانستاني ښاریز، له ویزو پرته  او د قانوني مدرکونو په درلودلوسره  دحسینی اربعین ددستورو لپاره عتبات عالیات ته تللی شي.
د خبر لمبر: 3486135    خپرونې تاریخ : 2022/08/24

ایکنا-(تهران) دحسینی مقدس آستان سره اړونده  دقرآن دتبلیغ نړیوال مرکز  د قم په مقدس ښار کې په نړیوال مشارکت سره د حفظ په څانګې کې د قرآني متخصصانو دزده کړې دپلان  ددوهمې مرحلې د ترسره کیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3486132    خپرونې تاریخ : 2022/08/23

ایکنا-(تهران)د حسینی اربعین او دعراق په کربلا معلی کې د اامام حسین علیه السلام د میلیونونو زیارتوالو د شتون په درشل کې د شلمچې په نړیوال سرحد کې د زیارتوالو د خدماتي او هوساینې د امکاناتو  او موکبونو تیاریانې پيل شوي  او حسینی زیارتوال په ډيرې مینې او ولولې سره له دغې پولې دتیریدا شیبې ګڼي .
د خبر لمبر: 3486129    خپرونې تاریخ : 2022/08/22

ایکنا-(تهران ) د حضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون د فلسفې د بیانولو په خاطر  د حسینی حماسی پاڅون په مناسبت  ددینونو د شاعرانو دشعرونه شپه د پاکستان په پيښور کې دایران په کلتوري خونې کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3486124    خپرونې تاریخ : 2022/08/21

ایکنا-(تهران) دافغانستان د فریاب ولایت د میمنې ولسوالۍ تکړه دیني عالم او دجمعې لمانځه امام حجت الاسلام محمد ظاهر حسینی وويل،د عاشورا د ورځې په مراسمو کښې ٩٠ فيصده ګډونوال سني وروڼه وو چې د ميمنې ښار له شاوخوا سيمو څخه د ګډون لپاره ورغلي وو.
د خبر لمبر: 3486085    خپرونې تاریخ : 2022/08/09

ایکنا-(تهران)په کربلا کې د حسیني مقدس آستان مسئولانو دیوې اعلاميې په صادرولو سره ووئيل،په کربلا معلی کې سږکال دتاسوعا او عاشورا په ولولناکو دستورو کې د ګډون لپاره دحسینی مینه والو شمیر له ۲۰۰۳کاله راپه دې خوا تر دې دمه  بې مخینې دی.
د خبر لمبر: 3486084    خپرونې تاریخ : 2022/08/09

ایکنا-(تهران) دحضرت امام حسین علیه السلام دشهادت  دکلیزې  او د حسینی تاسوعا په شپه  ولولناکې او پرتمینې دستورې د سید الشهداء په سپيڅلی حرم کې د اهل بیت علیهم السلام  د لکونو عاشقانو په شتون سره ترسره شوې او یو ځل ئې بیا نړۍ ته وښودله چې د  حسیني پاڅون مینه وال به تر قیامته د ظالم او استبداد په ضد خپله چغه پورته کوي  او د مظلوم ملاتړ به کوي .
د خبر لمبر: 3486083    خپرونې تاریخ : 2022/08/09

ایکنا-(تهران) د حسینی عاشورای دشبې دعزادارۍ دستورې اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره په تهران کې په امام خمینی امامباړې کې ترسره شوې
د خبر لمبر: 3486080    خپرونې تاریخ : 2022/08/08

ایکنا-(تهران) په افغانستان کې د طالبانو موقته حکومت د حسیني عاشورا د عزادارۍ په آزادۍ سره د ترسره کیدا په باب د خپلو وعدو په خلاف د بلخ  ولایت په تیره بیا  په مزار شریف ښار کې دعزادارو لپاره  نوی محدودیّتونه اعمال کړي دي.
د خبر لمبر: 3486077    خپرونې تاریخ : 2022/08/07

د عاشورا اصل معنا او مفهوم
ایکنا-(تهران)عاشورا د فاسد سیاسی نظام او د غلطو حکمرانانو د رودې په وړاندې دمقاومت لپاره  یوه بې مخینې او استثنائي بیلګه ده.په نوي پړاؤ کې  مسلمان آزادي غواړي ځواکونه او حتی د ګاندهي په شان هغه کسان چې د آزادي غواړو غورځنګونو رهبري ئې په غاړه درلودلې، د عاشورا له واقعیې ئې الهام اخستی دی.
د خبر لمبر: 3486076    خپرونې تاریخ : 2022/08/07

ایکنا-(تهران) د شهیدانود سردار او د کربلا د حماسې بیرغوال حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ  له شپو ورځو سره په یووخت د محرم الحرام د میاشتې په لومړۍ جمعې ورځې د درستې نړۍ په څير دایران په اسلامی جمهوریت کې هم د تنکیو حسینی  ماشومانو سترې غونډې دایران په پنځه زره اوه سوه ځایونو کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486073    خپرونې تاریخ : 2022/08/06

ایکنا-(تهران)د جنوبی افریقا یو اوسیدونکی  د شیعیّت د مطالعاتو استاد او پادري  هغو روایتونو ته په اشارې سره چې د حضرت امام حسین علیه السلام د شهادت په باب ، د کربلا له واقعې  مخکې اووروسته  موجوددي ووئيل؛دیوه مسیحي څيړاند په توګه زما له نظره په کربلا کې د امام حسین پیغام، د بشریّت دنجات لپاره له ځانه تیریدل وو او  په دې لارې کې ئې  له درست توکمیز ،دیني او ملیَتي سرحدونو څخه تیر شو.
د خبر لمبر: 3486069    خپرونې تاریخ : 2022/08/06

ایکنا-(تهران) د تهران د جمعې لمانځه خطیب ددې خبرې په کولو سره چې مقاومت،استقامت او صبر د کربلا دپاڅون ددرستو فضیلتونو مرکزی ټکی دی ووئیل،کله الهي اهداف او آئيډیاوې غوره کړئ،نو بیا د استقامت وار دی  او ورپسې الهي ځیری درپه برخه کیږي او دا دامام حسین علیه السلام ترټولو لوي درس دی .
د خبر لمبر: 3486068    خپرونې تاریخ : 2022/08/05

ایکنا-(تهران) د محرم الحرام له لومړۍ جمعې سره په یووخت ، نن د حسینی شیرخوارانو نړیوالې دستورې  د ایران په اسلامی جمهوریت کې په پنځه زره اوه سوه ځایونو کې او د نړۍ په ۴۵هیوادونو کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486067    خپرونې تاریخ : 2022/08/05

ایکنا-(تهران)یو ابله پښې هندی په مجازي معنا نه،بلکې په حقیقي معنا سره،دهندوستان له لکهنؤ روان شوی او تهران رارسیدلی او د امام علی دغدیر د پيښې په مناسبت په یوه سیمنار کې ګډون ته بلل شوی دی
د خبر لمبر: 3486047    خپرونې تاریخ : 2022/07/31

ایکنا-(تهران )د محرم الحرام د شپو ورځو له رارسیدا سره په یووخت د طشت ګذارۍ(بالټي)پخوانۍ او دودیزې دستورې هم پرن ناوخته په تهران کې د امام حسن مجتبی  په اعظم امامباړې کې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3486045    خپرونې تاریخ : 2022/07/31

ایکنا-(تهران) په کربلا کې د حضرت امام حسین علیه السلام  مقدس حرم اوضریح  ددغه مقدس آستان د خادمانو په همت سره ، ووینځل شو او د ویرجنو دستورو لپاره تیار شو .
د خبر لمبر: 3486042    خپرونې تاریخ : 2022/07/30