مسلمانان - پاڼه 24

IQNA

بچوې
ایکنا-(کینیډا)له اسلامه د ویرونې له پروسې سره  د مبارزې پاره لومړنۍ کینیډائي  چارواکې په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی دی  په وروستیو کلونو کې په کینیډا کې  له اسلامه  ویرونه ،تر یو اویافیصدو پورې  زیاته شوې ده .
د خبر لمبر: 3487970   خپرونې تاریخ : 2023/09/18

ایکنا-(اسلام اباد)  د پاکستان د مسیحیانو یو شمیر استازو په اسلام اباد کې د  ایران دسفارت په کلتوري خونې په شتون سره  په  اروپائي هیوادونو کې  دقرآن کریم آسماني مقدس کتاب  سپکاوي محکوم کړل او  وار د واره ئې د دغه آسماني کتاب قصدا سپکاوي څخه خپله کرکه او  نفرتاعلان کړ.
د خبر لمبر: 3487966   خپرونې تاریخ : 2023/09/17

ایکنا-(بیروت) د لبنان په بیروت کې د صبرا او شتیلا د نسل وژنې دشهیدانو د یو څلویښتمې کلیزې د درنښت دستورې په پرتم او ولولې سره ترسره شوې او یو ځل بیا ئې د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه غیر انساني او سترظلم وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487965   خپرونې تاریخ : 2023/09/17

ایکنا-(هندوستان) دهند افراطي لومړی وزیر نریندرا مودي نیّت لري دراتلونکي کال په جنورۍ میاشت کې  دهندوانو هغه درمسال  چې د بابري جومات د کنډوالو دپاسه جوړشوی،افتتاح کړي.
د خبر لمبر: 3487964   خپرونې تاریخ : 2023/09/17

ایکنا-(عربستان) د مسجد الحرام او مسجدالنبي منجوَر عبدالرّحمن السدیس د قران د کړیو په پیاوړتیا او پراختیا په تیره بیا  خاصو اړتیاؤ لرونکو کسانو  په خدمت رسونې ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487948   خپرونې تاریخ : 2023/09/13

ایکنا-(هند ) په هندوستان په تیره بیا په هاریانه صوبې کې افراطي زوړپالو هندوانو اقدامات، د فلسطین دخلکو د تاریخ اومیراث دحذفولو لپاره په هڅې کې د صهیونیسټي رژيم د سیاستونو انعکاس دی. داسې ښکاري  چې د مودي سرکار  دحکومت چارواکي له تل ابیب سره  د نزدو اړیکو پر ټينګولو سربیره د مسلمانانو د ځپلو لپاره ددغه وحشي رژيم  له اقداماتو آئيډیا  اخلي.
د خبر لمبر: 3487934   خپرونې تاریخ : 2023/09/10

ایکنا-(تهران)په اروپائي  هیوادونو کې مسلمانان له اسلامه د ویرونې له پروسې سره د مقابلې په خاطر  د داسې فیلمونو تولیدولو ته  مخه کړې ده چې  داسلام او مسلمانانو سم  انځور وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3487923   خپرونې تاریخ : 2023/09/07

ایکنا-(کربلا) د حسینی اربعین د میلیوني لاریون په لاره کې د مسیحیانو موکب هم دحسینی زیارتوالو په خدمت کې د مسلمانانو ترڅنګ په موکب کې خدمتونه کوي.
د خبر لمبر: 3487920   خپرونې تاریخ : 2023/09/07

ایکنا-(کشمیر) د کشمیر د هنر حسینی مینه والو پخپلو هنری نظرونو کې  په دغه نندارتون  د عاشورا د پاڅون  او د حسینی اربعیّن  د پلي لاریون  داهمیّت  انځور نندارې ته وړاندې کړي دی.
د خبر لمبر: 3487908   خپرونې تاریخ : 2023/09/05

ایکنا-(سټاکهم) د سویډ عراقي توکمه خبیث مومیکا په لاس د قرآن کریم یوې نخستې د اور اچونې په سپک اقدام پسې پاریدلو مسلمانانو غبرګون وښود او دسویډ د پولیسو او پاریدلو مسلمانانو ترمینځ  د اخ وډب شو.
د خبر لمبر: 3487906   خپرونې تاریخ : 2023/09/05

ایکنا-(نجف اشرف) دحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها صحن  په نجف اشرف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام  په حرم کې واقع  دی او په دغو شپو ورځو کې  د لسګونو زره اربعیني زیارتوالو منونکی دی.
د خبر لمبر: 3487901   خپرونې تاریخ : 2023/09/04

ایکنا-(کربلا) د حسینی اربعیّن د میلیوني لاریون د پیلیدا په درشل کې په لکونو بلکې په میلیونونو حسینی مینه وال  ځانونه له مختلفو سیمو د نجف اشرف  سپيڅلي علوي حرم ته رسوي او د مومنانو د امیر د سپيڅلي حرم له زیارت وروسته  په پلي توګه د کربلا معلی په لور خوځيږي  چې یوه ډیره په زړه پورې ولوله او معنوي فضا  رامینځةکوي.
د خبر لمبر: 3487898   خپرونې تاریخ : 2023/09/03

ایکنا-(کربلا) د حسینی اربعیّن په شپو ورځو کې دنجف او کربلا ترمینځ په لاره کې حسینی عزادارانو د مقاومت په چورلیزتوب سره د بینرونو په لیکلو او د بیرغونو په لاسونو کې په اوچتولو سره د استبداد او ظالم په وړاندې د  اقتدار او مقاومت له بیلګې حضرت امام حسین علیه السلام  سره پر امید ټینګار وکړ او د فلسطین له آرمان سره  بیعت نوی کوي. 
د خبر لمبر: 3487895   خپرونې تاریخ : 2023/09/03

ایکنا(سټاکهم) د هغې نظر غوښتنې په اساس چې د سویډ سیفو نظر غواړي شرکت په وسیله ترسره شوي ، د قرآن سوځونې او د مقدساتو له سپکاویو سره د مخالفت کونکو سویډي خلکو شمیر  لازیات شوی دی.
د خبر لمبر: 3487888   خپرونې تاریخ : 2023/09/02

ایکنا-(سویډ) په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي عامل سلوام مومیکا ورور  د خپل ورور دا اقداماتو په محکومولو سره د نړۍ له درستو مسلمانانو بخښنه وغوښته.
د خبر لمبر: 3487887   خپرونې تاریخ : 2023/09/02

ایکنا-(ماسکو)د روسیې د ولسمشرد مینځني ختیځ د چارو سلاکار او د اربعیّن د میلیوني لاریونیوه مسیحي زیارتوال ټینګار وکړ چې معنوي دودونو او دستورو له نظره  د شیعیانو او ارتودکسو مسیحیانو ترمینځ ډیر مشترکات شته دي،چې د حسیني اربعیَن دستورې ئې یو مثال دی.
د خبر لمبر: 3487883   خپرونې تاریخ : 2023/08/31

قراني سورې/110
ایکنا-(تهران) د قرآن کریم ځیني برخې د راتلونکي په باب خبرې دي؛ د مثال په توګه هغه خبرې چې په درستې نړۍ کې د اسلام د پراختیا او د مسلمانانو د بریالیتوبونو په باب بیان شوي دي.
د خبر لمبر: 3487881   خپرونې تاریخ : 2023/08/31

ایکنا – (عراق) د عراق د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تر نن ورځې پورې د هغو زیارت کوونکو شمېر چې له ځمکې او هوا څخه عراق ته داخل شوي، یو میلیون او ۳۰۰ زرو تنو ته رسېدلی دی. په همدې حال کې په عراق کې ټولو اړوندو ادارو او د زيارت کوونکو د امنيت د تامينولو او هغوى ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره جدي هلې ځلې کړې دي.
د خبر لمبر: 3487873   خپرونې تاریخ : 2023/08/29

د قرآن سورتونه/ 109
ایکنا – (تهران) د قرآنکریم په یوه آیت کې خدای تعالی د اسلام پیغمبر (ص) ته امر کوي چې له کفارو څخه وغواړي چې خپل دین ولري. ځینې ​​په دې باور دي چې دا آیت له دیني کثرت ګرايي سره د اسلام د موافقې ثبوت دی.
د خبر لمبر: 3487871   خپرونې تاریخ : 2023/08/29

ایکنا – (میانمار) د روهینګیا کډوالو د خپلو بې ځایه کېدو د شپږمې کلیزې په مناسبت، د خپل تابعیت حق پر رعایت ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487867   خپرونې تاریخ : 2023/08/28