عراق - پاڼه 6

IQNA

بچوې
ایکنا-(نجف) د عراق په شمال کې  دمسیحیانو په   یوه واده په دستورو کې چې په یوه هال کې ترسره کیدې،په مرګوني اور پسې  په دغه هیواد کې عمومی ویر اعلان شوی او د رسول اکرم(ص) دمیلاد جشنونه هم  وځنډيدل.
د خبر لمبر: 3488019   خپرونې تاریخ : 2023/09/28

ایکنا-(سویډ) په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي عامل سلوام مومیکا ورور  د خپل ورور دا اقداماتو په محکومولو سره د نړۍ له درستو مسلمانانو بخښنه وغوښته.
د خبر لمبر: 3487887   خپرونې تاریخ : 2023/09/02

ایکنا – (عراق) د عراق د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې تر نن ورځې پورې د هغو زیارت کوونکو شمېر چې له ځمکې او هوا څخه عراق ته داخل شوي، یو میلیون او ۳۰۰ زرو تنو ته رسېدلی دی. په همدې حال کې په عراق کې ټولو اړوندو ادارو او د زيارت کوونکو د امنيت د تامينولو او هغوى ته د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره جدي هلې ځلې کړې دي.
د خبر لمبر: 3487873   خپرونې تاریخ : 2023/08/29

ایکنا – (پاکستان) د پاکستان د حسیني اربعین زیارتوالو د اربعین په لاریونو کې د ګډون کولو او په بین الحرمین کې د شتون لپاره کربلا ته د رسېدا لپاره د ایران لاره انتخاب کړې ده.
د خبر لمبر: 3487870   خپرونې تاریخ : 2023/08/29

ایکنا – (عراق) په عراق کې د شیعیانو ستر مرجع د اهل بیت (ع) په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې د هغوی په اړه له مبالغې څخه د ډډه کولو غوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3487866   خپرونې تاریخ : 2023/08/28

ایکنا – (افغانستان) په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د اربعین د سفر لپاره ایران ته د تګ په موخه د ویزو ورکړه، یوازې د هغه معتبرو زیارتي کاروانونو له لارې ممکمنه ده، چې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لورې تأیید شوي وي.
د خبر لمبر: 3487857   خپرونې تاریخ : 2023/08/26

ایکنا – (کربلا) د نور مبین انسټیټیوټ او د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د مؤسسې په هڅو او د ایران او عراق د دولتي او عامه ادارو په ګډون، د اسلامي زده کړو د فعالانو لومړۍ غونډه د روان کال په اربعین کې په کربلا کې ترسره کېږي.
د خبر لمبر: 3487851   خپرونې تاریخ : 2023/08/26

ایکنا – (عراق) د عراق حزب الله امریکایي پوځیانو ته په خبرداري سره ویلي چي په عراق کې د امریکایانو طرحې او پروژې د ټولې سیمې امنیت له منځه وړي.
د خبر لمبر: 3487846   خپرونې تاریخ : 2023/08/24

ایکنا - (تهران) د عاشورا زیارت یو فضیلت لرونکې دعا ده، چې له امام محمد باقر (ع) څخه نقل شوې ده. د محرم د میاشتې په مناسبت د «غم نامې» په نوم د دغه سپېڅلي زیارت د څو برخو ویډیو ټیپونه ترتیب او چمتو شوي دي، چې د دې لړۍ یوولسمه برخه د « خدایه د حسین (ع) شفاعت زما په نصیب کړه» تر عنوان لاندې د ایکنا ګرانو مخاطبانو ته وړاندې کېږي.
د خبر لمبر: 3487816   خپرونې تاریخ : 2023/08/20

ایکنا – (عراق)  د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد الصحاف وویل، عراق د پاکستان ، لبنان ، افغانستان او یمن وګړو لپاره د حضرت امام حسین (ع) د اربعین په مراسمو کې د ګډون لپاره وړیا ویزه ورکوي.
د خبر لمبر: 3487813   خپرونې تاریخ : 2023/08/20

ایکنا – (کربلا) د حسیني د نړیوالو آثارو د ملاتړ جشن به د « جائزة الطف » په نوم د اربعین په پلي تګ لاره کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3487808   خپرونې تاریخ : 2023/08/19

ایکنا – (عراق) د اربعین د پلي تګ مراسم په راتلونکي اونۍ کې پیلېږي، عراقي چارواکي د اربعین زیارت کوونکو ته د چوپړتیاوو او د امنیت د ټینګښت لپاره د  امنیتي چمتووالي په حال کې دي.
د خبر لمبر: 3487802   خپرونې تاریخ : 2023/08/17

ایکنا – (بغداد) د عراق د معلوماتو وزیر اعلان وکړ چې دا وزارت د اربعین په شپو ورځوکې داسې سیمکارت وړاندې کوي، چې کورنۍ او بهرنۍ اړیکې او انټرنیټ پکې وړیا دی.
د خبر لمبر: 3487768   خپرونې تاریخ : 2023/08/10

ایکنا – (فارس) د هېواد تر ټولو د تعزیت لوی مراسم (یو مذهبي نندارتون چې پکې د کربلا پېښه د خلکو لخوا چې هر یو یې د اصلي شخصیتونو رول ادا کوي، ښودل کېږي) چې د فارس ولایت په فسا ولسوالۍ کې له غدیر څخه د عاشورا تر پېښې پورې ترسره شول. په همدې تړاو ایکنا تاسو ته انځوریز راپور وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3487755   خپرونې تاریخ : 2023/08/08

په پرلپسې توګه په لسم کال کې
 ایکنا – (کربلا) د آسمان د قندیلونو موکب په پرلپسې لسم کې بین الحرمین ته په ورتلو سره د کربلا شهیدانو د شهادت له درېیمې نمانځنه وکړه.
د خبر لمبر: 3487731   خپرونې تاریخ : 2023/08/03

ایکنا – (عراق) د کربلا او نجف په ګډون د عراق د مختلفو ښارونو شیعه مېشتو تېره شپه د حضرت عبد الله الحسین (ع) او د هغه د شهیدو ملګرو په مناسبت د شام غریبان مراسم ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3487713   خپرونې تاریخ : 2023/07/31

ایکنا – (عراق) په کربلا کې د عاشورا د ورځې په مناسبت په سلګونو زرو کسانو د امام حسین علیه السلام په زیارت کې د مقتل په لوستلو سره،  د ماتم کوونکو ډلو د امام حسین علیه السلام د زیارت په لور پیاده روان شول او د امام حسین (ع) په سپېڅلي حرم کې یې د تویریج مراسم پیل کړل.
د خبر لمبر: 3487707   خپرونې تاریخ : 2023/07/30

قرآن ته د سپکاويو دوام
ایکنا – (سویډن) په سویډن او ډنمارک کې د قرآن کریم د پرلپسې سپکاويو وروسته، د عراق یوې جنجالي څېرې سیلوان مومیکا د سویډن له پولیسو غوښتې چې په ستاکهولم کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مخې ته د قرآن کریم یوې نسخې ته د اور اچولو لپاره، راتلونکې شنبه د راغونډېدو اجازه ورکړي.
د خبر لمبر: 3487691   خپرونې تاریخ : 2023/07/26

ایکنا – (کراچي - پاکستان) پاکستاني مسلمانانو په کراچۍ ښار کې د مظاهرو په کولو سره، په یو شمېر اروپايي هېوادونو کې د قرآنکریم د سپکاوي په اړه خپله غوسه څرګنده کړه.
د خبر لمبر: 3487689   خپرونې تاریخ : 2023/07/26

ایکنا-(بغداد) د عراق د مختلفو ډلو ټپلو په زرګونو پلویانو په بغداد کې په مظاهرې جوړولو سره د سویډ سفارت ته وارد شول  او په هماغو شیبو کې ئې ورته اور واچوه او تور لوګي ئې ترې  پورته کړل.
د خبر لمبر: 3487658   خپرونې تاریخ : 2023/07/20