د ایکنا د راپور له مخې، د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د جوړولو د کمېټې غونډه د تیرې سهشنبې په ورځ، د قرآن کریم د ۴۹ عمومی سیالیو او د ۴۲ او ۴۳ نړیوالو سیالیو د ترسره کېدو په درشل کې، د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د مشر حجتالاسلام والمسلمین سید مهدي خاموشي، د دغې ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو د مرستیال حجتالاسلام غلامرضا عادل، د هېواد د قرآني سیالیو د عالي همغږۍ د کمېټې د منشي مهدي قرهشیخلو، د اوقافو د قرآني چارو د مرکز د مشر حجتالاسلام سیدناصرالدین نوريزاده او د دې ادارې د یو شمېر مدیرانو په شتون کې ترسره شوه.
حجتالاسلام والمسلمین سید مهدي خاموشي په دې غونډې کې، په دې په ټینګار سره چې قرآني فعالیتونه د ژغورنې لامل دي، وویل: که شرایط برابر وي، د قرآن کریم د ۴۹ عمومی سیالۍ وروستۍ مرحله به په سیستان او بلوچستان ولایت کې ترسره شي، او که شرایط برابر نه وي، تهران به د دغو سیالیو کوربه وي. همدارنګه که د ګډونوالو حضوري شتون ممکن نه وي، نو سیالۍ به په غیرحضوري او انټرنیټي بڼه ترسره شي.
هغه د قرآن نړیوالو سیالیو ته هم اشاره وکړه او وې ویل: دغه سیالۍ به هم د هېواد د شرایطو له مخې، یا حضوري او یا غیرحضوري ترسره شي. د کرونائي بحران پر مهال، د ایران اسلامي جمهوریت یوازینی هېواد ؤ چې د قرآن نړیوالې سیالۍ ئې له ځنډ پرته او په مجازي بڼه ترسره کړې.
ښاغلي خاموشي زیاته کړه، سږ کال د اسلامي انقلاب د شهید رهبر په نه شتون پسې د قرآني سیالیو د ترسره کېدو لومړی کال دی؛ نو باید تر ټولو باعظمته او لوړ کیفیت لرونکي پروګرامونه ترسره کړو، څو دا قرآني رسالت په غوره توګه ترسره شي.
د دې غونډې په بلې برخې کې، د هېواد د قرآني سیالیو د عالي همغږۍ د کمېټې منشي مهدي قرهشیخلو، په سیستان او بلوچستان کې د عمومی قرآني سیالیو د ترسره کولو په اړه خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او د نړیوالو سیالیو د دوو پړاؤنو د ترسره کولو د څرنګوالي په اړه ئې وویل: د دوو نړیوالو پړاؤنو د هممهاله ترسره کېدو له امله، وړاندیز کېږي چې د سیالیو یوه برخه په غیرحضوري ډول ترسره شي؛ په دې ډول چې د تېرې مرحلې لومړنی پړاو په مجازي بڼه او وروستۍ مرحله ئې حضوري بڼه ترسره شي، او د نوې مرحلې لپاره هم لومړی نیمه پای سیالۍ په غیرحضوري ډول او وروسته نهائي مرحله په حضوري بڼه ترسره شي.
https://iqna.ir/fa/news/4365394/