ایکنا د سویډن د اطلاعاتو د مرکز په حواله راپور ورکوي چې، د عراق جنجالي څېرې سیلوان مومیکا یو ځل بیا په ستاکهولم کې د قرآن کریم د نسخې د سوځولو لپاره، خو دا ځل د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مخې ته د خپل ناوړه نیت اعلان کړی.
د سټاکهولم پولیسو د جنجالي لاریون او د اجازې لپاره نوې غوښتنه ترلاسه کړې. دا غوښتنه سیلوان مومیکا کړې، چې تر دې مخکې یې د ستاکهولم د مرکزي جومات او د عراق د سفارت مخې ته د قرآن کریم نسخه سوځولې وه.
په سویډن کې د اسلامي هېوادونو لخوا د ډیپلوماتیکو تعقیب او په بهر کې د پراخو غندنې سره سره، عراقي الاصله "سلوان مومیکا" چې په سویډن کې ژوند کوي د قرآن سوځونې تراژیدي تعقیبوي.
دې کړنو نړیواله غوسه راپارولې او د سویډن او اسلامي هېوادونو ترمنځ یې په اړیکو کې لوی ډیپلوماتیک کړکېچ رامنځته کړی دی. د عربستان، قطر او ایران په څېر هېوادونو د سویډن سفیران د اعتراض لپاره احضار کړي دي. په عراق کې د سویډن پر سفارت د اعتراض کوونکو له خوا برید وشو او ایران هم خپلې خاورې ته د سویډن نوی سفیر له ننوتو مخنیوی وکړ.
د سویډنې رسنیو په حواله، په سویډن کې د ایران سفارت په دې اړه د سویډن له حکومت څخه د وضاحت غوښتنه کړې، خو تر اوسه د سویډن له لوري په دې اړه کوم معلومات نه دي خپاره شوي.
خو د دغه سپکاوي لامل څه دی؟
له صهیونیسټانو څخه ترلاسه شوي معلومات چې د ایران اسلامي جمهوریت ترلاسه کړي دي په ډاګه کوي چې «سلوان مومیکا» له اروپايي هېوادونو څخه د اوسېدو له ترلاسه کولو څخه ناهیلي شوی او د بیت المقدس له نیواکګر رژیم سره د تماس پراخې هڅې پیل کړي دي د صهیونیسټانو جاسوسي دستګاه او د خپل موثریت د ثابتولو لپاره په هر ډول چې وي هڅه کوي په اسلامي هېوادونو او د مقاومت په محور په تېره بیا ایران او عراق کې کړکېچ او ګډوډي رامنځته کړي. ځکه چې له دې مخکې هم د عراق د مقاومت د ډلو د مرکزونو او مشرانو څخه جاسوسي په تېره بیا په نینوا ولایت کې د سیلوان مومیکا له ماموریتونو څخه وه.
مومیکا چې صهیونیسټي جاسوسي ادارې ته له ډېرو خدمتونو وروسته، یوه اروپايي هېواد ته د لېږلو غوښتنه کړې او په بدل کې یې هر ډول ماموریت ته غاړه ایښې ده، په سویډن هېواد کې د اوسېدو او تابعیت په لټه کې، یعني د اسرائیلو د جاسوسۍ په ځانګړي ځای (موساد) کې د مېشت کېدو په لټه کې دی.
مسلمانان باید هوښیار و اوسي
اوس چې صهیونیسټي رژیم له ډېرو بحرانونو سره مخامخ او د سقوط په حال کې دی؛ هغه به د پخوا په پرتله لا ډېر د قرانکریم په سوځولو او داسې اعمال لاس پوري کړي. د اسلامي نړۍ وېښتیا باید د ټولو مسلمانانو مشترک ټکی وي؛ ټول مسلمانان په ځانګړې توګه، نړیوال اسلامي سازمانونه او بنسټونه، علمان او پوهان، مفکرین او د اسلامي نړۍ د علمیه حوزو او د پوهنتونونو پوهان دا ښکارنده غندي او د صهیونیسټي رژيم پر وړاندې یو موټي دي. هوښیارتیا او یووالی په نړۍ کې د مسلمانانو لومړۍ دنده ده، ځکه چې اسلام تل د خبرو اترو، تعامل او سوله ایز ژوند غوښتنه کوي.
په مقابل کې، د سویډن دولت هم باید پوه شي چې د بیان او افکارو د آزادۍ د دفاع په پلمه د جواز صادرول، په دې معنا دي چې په عملي توګه یې د نړۍ د څه باندې دوه میلیارده مسلمانانو د سپېڅلو عقایدو او پاکو احساساتو پر خلاف ځان اچولی دی.
یقینا د ستاکهولم د حکومت پروړاندې د اسلامي هېوادونو د غوسې او د سیاسي اړیکو له پرې کولو څخه نیولې تر اقتصادي بندیزونو پورې، د ټولې نړۍ د لسګونو میلیونو مومنو مسلمانانو سپېڅلې قهر او غصه به د بیان او فکر د آزادۍ د دفاع دریځ د ساتلو په پرتله به لا زیاتې بدې اغېزې سویډن ته ولري.