iqna

IQNA

بچوې
ایکنا – د کینیډا مسلمانان په دغه هیواد کې د اسلامی ضد نفرت خورونې د مردونو په زیاتیدا چې د طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو وروسته زیاتې شوي دي،اندیښمن دي.
د خبر لمبر: 3489293    خپرونې تاریخ : 2024/05/28

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د خدای بخښلي ولسمشر شهید آیت الله ابراهیم رئیسي او ورسره د ملګرو شهیدان و ددرنښت دستورې د ایران د قرآني ټولنې له خوا په تهران کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3489291    خپرونې تاریخ : 2024/05/28

ایکنا – په یویشتمې پيړۍ کې د جمعیت اسلام ټولنې په همت سره  د ؛اسلام او د آزادۍ او سولې لارې چارې؛ نومې نړیوال سمینار  د ۲۰۲۴کال د مئ په ۲۸ او ۲۹ نیټه  د پاریس  په لویدیځي نړۍ  فاؤنډیشن کې  ترسره کیږی.
د خبر لمبر: 3489289    خپرونې تاریخ : 2024/05/28

ایکنا – د ایران د فعال  او مجاهد خارجه وزیر  خدای بخښلي  شهید حسین امیر عبداللهیان  ګټه ورو خدمتونو  په تیره بیا دطوفان الاقصی  ناڅاپي عملیاتو په بهیر کې  د هڅو  او د   په نړیوالو ټولنو کې د غزې د کړیدلو ماشومانو او د فلسطین دمظلوم ملت د حق په پوره کیدا کې د  هغه دنړیوالو نه ستړیکیدونکو هڅو   په ستاینې کې  د ؛ فلسطینیو ماشومانو د مظلومیّت چغه ؛ نومې مډل خپور شو.  
د خبر لمبر: 3489288    خپرونې تاریخ : 2024/05/27

ایکنا -  د هغه لپاره د خلکو رضایت او صلاح  چې د الهي رضایت ښودنه کوي، پر ټولو شیانو ترجیح درلوده ، له دې امله د بدغواړو ،پيغورونه او نهیلی کونکو چغو څخه د هغه  کړاؤ او درد، د چارو د اصلاح او پرمختګ  لپاره د هغه د شپې ورځې  د هڅې خنډ نه کیدل. [د اسلامی انقلاب ستر لارښود،31/02/1403]
د خبر لمبر: 3489287    خپرونې تاریخ : 2024/05/27

ایکنا – د لبنان د اسلامی عمل  جبهې عمومی غږملونکي ټيڼګار کړی؛شهید رئیسي د خپل نیکه رسول الله(ص)په تعلیماتو  او اسلامی اصولو ته پابند یو مسئول واقعي بیلګه او یو استثنائي شخصیّت او د نړۍ ددرستو مستضعفینو اوپتمنو او دهغو په سر کې د فلسطین د ملت ملاتړی ؤ.
د خبر لمبر: 3489283    خپرونې تاریخ : 2024/05/27

ایکنا -   د اسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر د حج له چارواکو سره په کتنې کې چې دغواي د میاشتې په ۱۷نیټه ترسره شوې وفرمائيل؛په تیره بیا سږکال حج؛ د برائت حج دی دهغه څه په خاطر چې نن سبا په غزې او فلسطین کې روان دي.
د خبر لمبر: 3489280    خپرونې تاریخ : 2024/05/26

ایکنا – د خداي بخښلی ولسمشر شهید آیت الله ابراهیم ریسی، د تبریز د خداي بخښلي جمعې امام حجةالاسلام آل هاشم، خداي بخښلي خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان،د آذربایجان شرقي ګورنر خدای بخښلي مالک رحمتي، د ولسمشر د ساتونکو  سرټیم  سردار سید مهدي موسوي، او ورسره د چورلکې دعملې د شهادت دستورې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي له خوا پرون سهار اته بجې دحضرت امام خمیني په امامباړې کې د سیاسی او پوځي چارواکو، بهرنیو میلمنو، سیاسی او کلتوري شخصیَتونو او د خلکو د مختلفو پرګنو په شتون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3489276    خپرونې تاریخ : 2024/05/26

ایکنا – په قرآن کریم کې د ؛شهد؛ او د؛شهدا؛ ټکی 55 ځله ذکر شوی دی چې ټول د ګواه ،حجت ،حاضر او پوه په معنا دي او یوازې په یوه مورد کې د خدای په لاره کې د مقتول  په معنا  ذکر شوی دی.
د خبر لمبر: 3489275    خپرونې تاریخ : 2024/05/26

ایکنا – د آیت الله ابراهیم ریسی او د هغه د ملګرو شهیدان و  په یاد او  درنښت کې  دقرآن کریم د ختم دستورې د اصفهان   ولایت کې د حضرت امام رضاعلیه السلام د ګرانې خور حضرت زینب(س) په سپيڅلي حرم کې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3489274    خپرونې تاریخ : 2024/05/25

د خدمت د شهیدان و د جنازو  دستورې د تهران د ولس په ولولناک او پرتمین او میلیوني شتون  سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3489273    خپرونې تاریخ : 2024/05/25

ایکنا - د حج تمتع په درشل کې  د مختلفو هیوادونو او په مختلفو توکمو او ژبو سره په لسګونو زره  حاجیان په مدینې منورې کې د نبوي حرم په داخل او شاوخوا کې  په زیارتونو او عبادتونو بوخت دي او له دغه معنوي اوروحاني فرصته  نهایته استفاده کوي او یوه ډیر ه معنوي او روحاني  او له ولولې ډکه فضا ئې رامینځةکړې ده.
د خبر لمبر: 3489258    خپرونې تاریخ : 2024/05/22

ایکنا – یوه امریکائي ډاکټر له خپلو هغو همکارانو سره د پيوستون د اعلان لپاره چې  له غزې نشي تللی ، ووئيل، چې له دغې سیمې به لاړ نشي  او د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو د زخمیانو  مرستې ته به دوام ورکړي.
د خبر لمبر: 3489248    خپرونې تاریخ : 2024/05/20

ایکنا -  د ایران د  اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل، هغه ښکارنده چې  نن سبا  د فلسطین په دفاع کې  په نړۍ کې لیدل کیږي،  دنړۍ د عادلانه نظام د رامینځةکیدا لپاهر د دنیا د پتمنو انسانانو د جدي غوښتې ښودنه کوي.
د خبر لمبر: 3489222    خپرونې تاریخ : 2024/05/15

ایکنانیوز – د ډنمارک پاچا په لاس کې د فلسطین د بیرغ په نیوللو سره د غزې  دخلکو له ملاتړو مظاهره چیانو سره خپل پیوستون اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3489216    خپرونې تاریخ : 2024/05/13

ایکنا – د پاکستان پوهنتوني محصیلینو ددغه هیواد په مختلفو ښارونو کې مظاهرې کړي  او په غزې تړانګې کې ئې د اسرائيلی وحشي رژيم  د جنایتونو د دریدا او د اوربند د ټینګیدا غوښته کړې ده.
د خبر لمبر: 3489213    خپرونې تاریخ : 2024/05/13

ایکنا – د یمن د انصار الله ولسی غورځنګ رهبر په یوې وینا کې ټينګار وکړد حسین بدرالدین  الحوثي له خوا وړاندې شوي قرآني پلان ته توجه  د امریکا او صهیونیسټي رژيم  له یرغلونو سره د مقابلې لپاره  یو ضرورت دی.
د خبر لمبر: 3489207    خپرونې تاریخ : 2024/05/12

ایکنا – په عمان کې د قرآن کریم د زده کونې د پړاؤ په وروستیو دستورو کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د پوځي څانګې  عزالدین قسام دکنډکونو د ویندوي ابو عبیده له وینا او بیان  څخه په الهام اخستو سره د عمان د یوه ماشوم د خبرو ویډیو د ټولنیزو چینلونو د زیاترو کارؤنکو له پراخ هرکلی سره  مخ شوې ده.
د خبر لمبر: 3489182    خپرونې تاریخ : 2024/05/07

ایکنا – د افغانستان د اهل تسنن یو دینی عالم مولوی عبدالرّوف  توانا  لیکلی دي،داحزاب غزا یا جنګ   داسې چې  له نامې ئې معلومه ده ، داسې جنګ ؤ چې  په هغه کې د  اسلام ددښمنانو مختلفو ډلې او ټول قبایل  د تازه اسلام  د ټکوَلو لپاره  سره متحد   ؤؤ،د غزې جنګ   هم  دمکې د مشرکانو اوکافرانو او دمدینې د یهودیانو  د هماغه ائيتلاف  په شان لیدل کیږي ، چې د احزاب په غزوې مشهور دی.
د خبر لمبر: 3489177    خپرونې تاریخ : 2024/05/06

ایکنا – د ماشوم وژونکي صهیونیسټي رژیم  په ضد د ؛وعده صادق؛ رټونکو عملیاتو په  درشل کې د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په یوې اړونده غونډې کې  د هغه غزل یو بیت  چې  څو کاله مخکې  ئې  له فرعون او  له فرعوني جادوګرانو سره  د حضرت موسی علیه السلام  د مخامخیدا او ډغرې په باب د قرآن مجید  د ځینو آیتونو په بیانولو سره  وئيلي وو،بیا تکرار کړ.په همدې اساس  او  د د وعده صادق  او یا ریښتوني ژمنې  په نامې سره په رټونکو عملیاتو کې د کنیسټ( د صهیونیسټ رژيم پارلیمان) د پاسه  دایرانیو ډرونز او توغندیو  دتیریدا  له انځور  څخه په  اقتباس سره ، د ؛ عصا یا لکړَه وغورځوه؛(عصا بیفکن)  لوح او میډال  خپور کړ.
د خبر لمبر: 3489170    خپرونې تاریخ : 2024/05/05