زمونږخبریال د خبرو سرچینو له قوله راپور راکړ، نن سهار کابو اته نیمې بجې د افغانستان په مزارشریف کې د سه دکان جومات سره نزدې چې د هزارګانو ټولنې جومات دی ، او زیاتره هزارګان په دغې سیمې کې اوسیږي، بم چاودنه شوې ده.
د عیني شاهدانو په وینا، ددغې چاودنې په نتیجې کې یوه میرمن وژل شوې او درې تنه نور ټپیان شوي دي. شاهدان وائي دغه چاودنه په سه دکان سیمې کې له مخکې د کیښودل شوو چاودیدونکو توکو له امله شوې ده ، سه دکان سیمه د مزارشریف دوهم ښار په شاوخوا کې واقع سیمه ده .
دخبر تر مخابیره کیدا پورې ددغې حملې پړه چا په غاړه نه ده اخستې او د بلخ ولایت ځاي طالب مسئولانو هم تروروستیو پورې ددغې پيښې په باب کوم څه نه دي وئيي . په سه دکان سیمې کې له دې مخکې هم مرګونې حملې شوي دي.
په ۲۰۲۲کال کې ددغې سیمې جومات باندې یو ځان مرګی برید شوی ؤ چې په هغه کې په لسګونو کسان شهیدان او ټبیان شوي وو. همداراز په تیرو وختونو کې په کرتو په دغې سیمې کې پر مسافري ګاډو بریدونه شوي دي.
د افغانستان د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار ددغه هیواد په شمال کې ترټولو ستر ښار او دبلخ لرغونی ښار لویدیځي ګاونډی ښار دی . ددغه ښار نامه او موقعیّت په شپږمې قمري پيړئ کې له حضرت امام علی (ع) سره منسوب یوه قبر د پیدا کیدا په خاطر او وروسته په هغه د پاسه د یوه مرقد په جوړیدا پسې او د سلطان حسین بایقرا او د هغه د وزیر علی شیرنوائي په فرمان سره په نهمې قمری پیړئ کې دغه مرقد په شاوخوا کې زیات شمیر خلک هستوګن شول . د وخت په تیریدا سره مزارشریف په یوه مشهور ځاي او او د پرمختګ په لاره کې په یوه چوک بدل شو.
په ۱۸۶۶ کال کې د بلخ ولایت مرکزیّت له بلخ څخه دغه ښار ته منتقل شو.
https://iqna.ir/fa/news/4276384/