ایران - پاڼه 22

IQNA

بچوې
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د امریکا لخوا د ایران پر سوله‌ییزو ایټمي تاسیساتو له برید وروسته په خپل ټولنیز چینل ایکس پاڼې کې لیکلي: د ملګرو ملتو د منشور او د هغه د اصولو  او قواعدو په اساس  چې د ځان د دفاع په چوکاټ کې د  روا او جایز ځواب اجازه ورکوي، ایران د خپل حاکمیت، ګټو او د خلکو د دفاع لپاره ټولې ټاکنې خوندي ساتي.
د خبر لمبر: 3491299   خپرونې تاریخ : 2025/06/22

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو له خوا د جنایتکارو او صهیونیسټي رژیم په خلاف د عده ۳ عملیاتو شلمه څپه او مرحله د دښمن له دفاعي ډال او توغندوي دفاعي سسټموو څخه د تیریدا  له نوو تاکتیکونو څخه په استفادې او دغه رازپه ویجاړونکي سرجنګي قدرت سره  له مایع اوجامدو سونګ لرونکو توغندیو څخه په استفادې سره غورا جوړه کړې ده.
د خبر لمبر: 3491298   خپرونې تاریخ : 2025/06/22

ایکنا -  د محمد رسول الله(ص) مداحي همخوانئ ډلې غړو  د آل عمران سورې د ۱۴۶آیت په ګډه تلاوت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3491296   خپرونې تاریخ : 2025/06/21

ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن  او معارف چینل  په ژوندئ بڼه په دغو شپو و رځو کې له کتونکو سره یو ځ اي د قران کریم د آیتونو دتلاوت او دعاګانو  خپرول پیل کړي دي.
د خبر لمبر: 3491295   خپرونې تاریخ : 2025/06/21

ایکنا – د کربلا د جایزې  قرآن نړیوالو سیالیو څلورم پړاؤ نتیجې اعلان شوې او د  ټول قرآن کریم د حفظ په څانګې کې  دایران دا سلامی جمهوریت دوو نمایندګانو لومړی او دوهم مقام خپل کړ.
د خبر لمبر: 3491294   خپرونې تاریخ : 2025/06/20

ایکنا- د پاکستان خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې ووئيل، د ایران له اسلامی جمهوریت سره ددغه هیواد ټوله مشترکې پولې فعالې دي او له دې سره توپیر لرونکي ادعائي راپورونه دروغ دي.
د خبر لمبر: 3491293   خپرونې تاریخ : 2025/06/19

ایکنا - د ایران اسلامی جمهوریت د ګواښ او تیریو په سیوري کې هیڅکله هم له خبرو اترو سره لیوالتیا نه لري او عمان ته د ایران دخارجه وزارت هیڅ یو پلاوی نه دی تللی
د خبر لمبر: 3491292   خپرونې تاریخ : 2025/06/19

ایکنا - سترد دیني مرجع آیت الله العظمی سید علی سیستاانی وفرمائيل؛حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د سلګونو میلیونونو مومنانو رهبر دی  او مومنان  دخپل رهبر  او لارښود  له ژونده خپل ځانونه د قربانولو په رودو ښه پوهیږي.
د خبر لمبر: 3491291   خپرونې تاریخ : 2025/06/19

ایکنا - د ایران قدرتمنو فتاح  او سجیل نومې ماډرنو توغندیو د تل ابیب پشمول د صهیونیستي رژيم ستر پوځي  او څيړنیز او پوځي مرکزونه په نښه کړل  او د تیریګر رژيم بلاغواړو متحدانو ته ئې  جوَت پيغام واستوؤ
د خبر لمبر: 3491290   خپرونې تاریخ : 2025/06/19

د مصر یو مشهور قاری عبدالفتاح طاروطي  له نیواکګر صهیونیسټي رژيم سره  په مقابلې کې د ایران له ولس سره خپل پیوستون اعلان کړ او له خداوندمتعاله ئې د یران د اسلامی  جمهوریت لپاره د بریالیتوب  او د قرآن کریم په برکت د تائيد دعا وکړه.
د خبر لمبر: 3491288   خپرونې تاریخ : 2025/06/18

ایکنا - د خبیث رژيم او دامریکا دړکه ورکونکی ولسمشر  دې پوهه شي ، چې د ایران له ملت سره بابد په احترام سره خبره وکړي  او ګواښونکي  دړکې هیڅ ګټه نه ورکوي. هغه کسان چې  ایران له تاریخه خبر دي ، ښه پوهیږي چې د ایران ملت د هیڅ ډ،ل تپنو په وړاندې نه تسلیمیږي او په هرډول شرائزطو کې د خپلو حقه حقوقو  دفاع کوي او نورو تپونکو سولې  او دوکې باندې ښه پوهیږي.
د خبر لمبر: 3491287   خپرونې تاریخ : 2025/06/18

ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دعمومی  اړیکو ادارې  د وعده صادق ۳ ویاړمنو او قدرتمنو عملیاتو له یولسمې څپې سره په یووخت په یوې خبرتیا کې ټينګار وکړ، د فتاح اول  ماډل توغندي د شرغواړي صهیونیسټي پوځ د افسانوي دفاعی سسټم د پاي  پیل دی.
د خبر لمبر: 3491286   خپرونې تاریخ : 2025/06/18

ایکنا-  د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکو د توغندیو پر صهیوینسټي سیمو باندې د لګیدا دغه وحشي رژيم لالهانده کړی دی.
د خبر لمبر: 3491285   خپرونې تاریخ : 2025/06/17

ایکنا - د ایران د توغندوي بریدونو اتمه څپې د نیواکي ټاټوبو پراخې سیمې په نښه کړې. 
د خبر لمبر: 3491284   خپرونې تاریخ : 2025/06/17

د بحرین د اهل تشیعَ مشر:
ایکنا - آیت‌الله عیسی قاسم د اسرائیلي رژیم تیریو ته د ایراند ځواب په غبرګون کې وویل:ددغو تیریو په وړاندې د ایران د اسلامي جمهوریت دریځ ، رسالت ډوله او شجاع دریځدی او د عزت خوندي کونکی دی، چې نه یوازې د هغه عزت کمزوری نه کوي، بلکې په بشپړ ډاډ سره د الهي نصرت په  په لاره کې ګام پورته کوي او د خدای په خاطر له هیڅ رټلې او تاوانه  نه وېریږي. 
د خبر لمبر: 3491282   خپرونې تاریخ : 2025/06/17

ایکنا - د یمن انصارالله غورځنګ په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ: د یمن د وسله‌والو ځواکونو توغندوي یونټ په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د فلسطین ۲ هایپرسونیک توغندیو په کارولو سره په بیلابیلو وختونو کې د نیواکي ټاټوبو په یافا په سیمې کې د صهیونیسټي دښمن حساس ټارګټونه په شیشت کې راوستل. 
د خبر لمبر: 3491281   خپرونې تاریخ : 2025/06/16

د امریکائي مسلمانانو شورا غوښته:
ایکنا - د امریکا د مسلمانو ډلو تر ټولو لوي  ایتلاف له ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې د اسرائیلو له ایران سره له  جګړې سره دې یوځای نشي. 
د خبر لمبر: 3491280   خپرونې تاریخ : 2025/06/16

  احمد ابوالقاسمي:
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت یو   نړیوال قاري احمد ابوالقاسمي د الهی  امید د خلکو د روحیې په پیاوړي کولو کې   د قرآن د آیتونو د تلاوت په رول باندې په ټینګار سره وویل؛ له دښمنانو سره د مونږ  بنسټیز توپیرالهي  مرستې او د خداوندمتعال په ژمنو باندې  د اعتماد په امید کې دی ؛ د قرآن د آیتونو تلاوت، نه یوازې آرامښت بخښونکی دی، بلکې د  ملت په زړه  کې تل پاتې  او باطني قدرت  او ځواک هم رامینځته کوي. 
د خبر لمبر: 3491277   خپرونې تاریخ : 2025/06/16

ایکنا – د ایران داسلامی جمهوریت شجاع ولس د جمعې په ورځ  د جمعې لمانځه له اقامه کولو وروسته  د صهیونیسټ رژيم  دحملې او د یوشمیر پوځي قوماندانانو ، ساینس پوهانو او  عامو خلکو په شهادت پسې دغه څاروي ډوله  اقدامات په سخته محکوم کړل.
د خبر لمبر: 3491276   خپرونې تاریخ : 2025/06/15

له محمد بن سلمان سره د ډاکټر پزشکیان خبرې!
د ایران ولسمشر د صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران بریدونه د دې رژیم تجاوزګره ذات ته اشاره وکړه او په ټینګار سره یې وویل: زه له هغه وخته، چې د ولسمشر په توګه مې دنده پیل کړې، په سیمه کې د سولې، ثبات او امنیت د پیاوړتیا په لټه کې وم، خو صهیونیستي رژیم په هر هغه ډګر کې، چې موږ د لاسته راوړنې په لټه کې وو، خنډونه او ستونزې یې رامنځته کړې. 
د خبر لمبر: 3491274   خپرونې تاریخ : 2025/06/15