iqna

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران د اسلامی جمهوریت دکتلوري مرکز په همت سره د زړونو د سردار حاج قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت د مقاومت په چورلیز کې د ددغه لوي شید د میړنتوبونو یو انځوریز نندارتون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3486700    خپرونې تاریخ : 2023/01/04

 ؛شهید سلیماني،د امت د اقتدار او وحدت شهید؛وبینار؛
ایکنا-(تهران)د ؛شهید سلیماني، دامت داقتدار او وحدت دشهید ؛نومې وبینار ویناوالو  شهید قاسم سلیماني د امام خمینی د مکتب ترټولو غوره فارغ التحصیل وباله او ټينګار ئې وکړ، ددغه لوي شهید ترټولو مهم هدف،په لویدیځي اسیا کې د صهیونزم بشپړ نادولو او له صهیونزم څخه د قدس د ټاټوبي پاکول وو.
د خبر لمبر: 3486699    خپرونې تاریخ : 2023/01/04

ایکنا-(تهران)نن د سه شنبې ورځ د دوه زره درویشتم(۲۰۲۳) میلادي کال کښې د جنورۍ د میاشتې دریمه او د څوارلس سوه لومړي(۱۴۰۱) هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت له کلیزې او د مقاومت له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.
د خبر لمبر: 3486698    خپرونې تاریخ : 2023/01/03

ایکنا-(تهران)د مصر یوه قاري په هغو دستورو کې چې د  شهید جنرال قاسم سلیماني او د شهید ابو مهدی المهندس دشهادت د کلیزې په مناسبت ترسره شوې ، د قرآن کریم د یو شمیرآیتونو تلاؤت وکړ.
د خبر لمبر: 3486689    خپرونې تاریخ : 2023/01/02

ایکنا-(تهران)د زړونو د سردار د شهادت له دریمې کلیزې سره په یووخت د مرغومې یا جدې  د میاشتې په دیارلسمه نیټه د ؛شهید سلیمااني په  مکتب کې د  عزت،امنیت،آزادي؛نومې نړیوال وبینار د  قرآن  دنړیوال خبری آ ژانس (ایکنا) له خوا د داخلی او بهرنیو شخصیّتونو او متفکرانو په شتون او ویناؤ سره ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3486688    خپرونې تاریخ : 2023/01/02

ایکنا-(تهران)د مصر یوه تکړه او مشهور قاری عبدالرحمن الخولی په هغو دستورو کې چې د شهید قاسم سلیماني او شهید ابومهمدي المهندس د شهادت دکلیزې په مناسبت ترسره شوې د قرآن کریم دآيتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3486682    خپرونې تاریخ : 2023/01/01

دعراق داهل سنت عالمانو د شورا مشر؛
ایکنا-(تهران)د عراق د اهل سنتو د عالمانو شورا مشر ووئيل، امریکا له شهیدقاسم سلیمانی او شهید ابومهدی المهندس سره مقابله ونه کړائ شوه،نو  ځکه ئې هغوي په یولړ ناځوانمردانه ااو بزدلانه عملیاتو کې ټارګټ کړل.ځکه دغو شهیدانو د لویدیځ ټوله دسیسې او نقشې شنډې کړې.
د خبر لمبر: 3486681    خپرونې تاریخ : 2023/01/01

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ مرستیال غږملونکي  دغه راز ټينګار وکؤ،  د ذوالفقار ۱۴۰۱ګډې پوځي مانورې بریالۍ اجرا دښمنانو ته ښئ  چې  هروخت او هرچه  د اسلامی ایران د ټاټوبي په ضد اقدام وکړي ،نو پښمانه کونکی ځواب به ترلاسه کړي.
د خبر لمبر: 3486679    خپرونې تاریخ : 2022/12/31

ایکنا-(تهران)د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام کاظم صدیقي پخپلې یوې خطبې کې د لیندۍ دنهمې دحماسې دکلیزې په درنښت سره روښانه کړه، په دغې ورځې د امام او امت ترمینځ انسجام یو ځل بیا خپله پیاوتیا او مضبوتیا نندارې ته وړاندې کړه او  او ثابته ئې کړه ،د امام او امت ترمینځ ارتباط چې د اسلام له لومړنیو وختونو راهسې ترنن ورځې پورې په مومنانو کې موجوددی نه شلیدونکی دی او هیڅوک مومنان له خپل امامه نشي  جلا کولی.
د خبر لمبر: 3486675    خپرونې تاریخ : 2022/12/30

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ مرستیال غږملونکي،نن شپه په جاسک سیمې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ؛ذولفقار۱۴۰۱نومې ګډې پوځې مانورې د پیلیدا خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3486673    خپرونې تاریخ : 2022/12/29

ایکنا-(تهران)د ۱۳۸۸لمریز کال د لیندۍ د میاشتې نهمه نیټه،هغو فتنه ګرو عناصرو ته دپریکنده ځواب او دټولنې له جوړښت ماتونکو څخه د برائت په اعلان کې د ایران د ولس د میلیوني لاریون یادونه کوي،چې د ایران د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د درغلۍ په پلمه  بې لارې شوي وو.
د خبر لمبر: 3486671    خپرونې تاریخ : 2022/12/29

ایکنا-(تهران)د ایران قم ښار د دواړو جهانونود بی بی او دحسنینو د مورحضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها د شهادت دکلیزې په شپو ورځو کې په ویر او ماتم کې ډوب دی او درستې کوڅې،سړکونه او عبادتځایونه او کورونه د نبی اکرم د زړه دټوټې او د ولایت د لومړنۍ دفاع کونکې حضرت فاطمةالزهرا(س) په  غم کې په تورو پرَدو پوښل شوي او خلک ویر او ماتم کوي.
د خبر لمبر: 3486664    خپرونې تاریخ : 2022/12/28

ایکنا-(تهران)د ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ د کمیټیو د مسئولانو غږملونکي غونډه د اوقافو او خیریه  چارو د ادارې په شهید سلیماني ودانۍ کې ترسره شوه.
د خبر لمبر: 3486660    خپرونې تاریخ : 2022/12/27

ایکنا-(تهران)د جمادی الثاني دریمه نیټه  د اسلام دګران پیغمبر حضرت محمد(ص) د ګرانې لور  حضرت فاطمة الزهرا(س)د شهادت کلیزه ده .
د خبر لمبر: 3486659    خپرونې تاریخ : 2022/12/27

ایکنا-(تهران)د حضرت فاطمةالزاهرا سلام الله علیها د شهادت د کلیزې د دوهمې شپې د ویر او ماتم دستورې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه اي په شتون کې په امام خمیني امامباړې کې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486654    خپرونې تاریخ : 2022/12/26

ایکنا-(تهران)د  ایکنا خبری آژانس درست کارکونکي هم د حضرت عیسی مسیح(ع) د نیکمرغه میلاد مناسبت درستو موحدانو ته ددغې نیکمرغه ورځې په مناسبت له پاک خدايه نیک او بریالی ژوند او سلامتیا غواړي.
د خبر لمبر: 3486652    خپرونې تاریخ : 2022/12/25

ایکنا-(تهران)د ایران د خارجه وزیر سلاکار سید رسول موسوي،په شنبې ورځې په تهران کې د  افغانستان دسفارت سرپرست ته په بلنه ورکولو سره دافغانستان په پوهنتونونو کې د انجونو  دزده کړې د ځنډيدا په باب  د ایران   د دریځونو په بیانولو سره،په ایران کې د موجوده بیخ بینائيو څخه د استفادې او  د ویډیوئي لینک پشمول په مختلفو طریقو سره  دانجونو د زده کړې ددوام له مشکلاتو سره د حل لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت چمتووالی اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3486651    خپرونې تاریخ : 2022/12/25

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یوه پیغام کې ګواښ کړی،د ایران له لوری به د نړیوالې ایتمي موافقې کړکې د تل لپاره نه خلاص نه وي او باید له دغه فرصته دې مقابل لوری استفاده وکړي.
د خبر لمبر: 3486648    خپرونې تاریخ : 2022/12/24

ایکنا-(تهران) په ابوظبئ کې پر اروپا او له هغه ځایه ورآخوا د اسلامی نړۍ د کلتوري اوعلمی پوهې داغیزو په چورلیز توب سره نندارتون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3486646    خپرونې تاریخ : 2022/12/24

ایکنا-(تهران)د ایران د اوقافو د ادارې د قرآني چارو د مرکز مشر د اسلامی ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیایو د نهه دیرشم پړاؤ  د مقدماتي او نهائي مرحلو د وخت  جزیات اعلان کړل.
د خبر لمبر: 3486642    خپرونې تاریخ : 2022/12/26