iqna

IQNA

بچوې
د اماراتو د سلطنتي محکمې مرستیال
ایکنا-(تهران) په دیني چارو کې د متحده عربی اماراتو د سلطنتی دیوان سلاکار علی الهاشمي له خوارجو سره په مخامخیدا کې د حضرت امام علی(ع)سیرت ته په اشارې  سره ووئيل،امام علی خپلو بیروکارو ته ټینګر کړی چې  خوارج له زیات انحراف پرته کافر نه ګڼي  او دا چاره باید د مونږ لپاره بیلګه شی.
د خبر لمبر: 3488047    خپرونې تاریخ : 2023/10/02

ایکنا-(تهران) د انډونیشیا په پلازمینې جکارته کې د اسلامی کتاب  یویشتم نړیوال نندارتون ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3488046    خپرونې تاریخ : 2023/10/02

ایکنا-(تهران) د یمن لوی مفتي شمس الدین شرف الدین ،د اسلامی وحدت په نړیوال سمینار کې پخپلې وینا کې امریکا او اسرائيل په پاکستان کې د وروستیو بوږنونکو حملو پشمول  په اسلامی هیوادونو کې  دترهه ګرو حملو تر شا وبلل او وې وئيل، د خدای کتاب  او د رسول الله(ص)  دسنت ارزښتونو ته د اسلامی امت پابندي  له ترهه ګرۍ او تکفیریّت سره  دمقابلې لاره ده .
د خبر لمبر: 3488045    خپرونې تاریخ : 2023/10/02

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت په تهران کې د اسلامی وحدت داوه دیرشم نړیوال کنفرانس پرانیستونکي دستورې نن سهار د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر ابراهیم ریئسی په شتون او وینا سره    د سرمشریزې په  هال کې پرانیستل شو.
د خبر لمبر: 3488043    خپرونې تاریخ : 2023/10/01

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر ددي  خبري په کولو سره چې د ټولو متفکران ادراک  باید دمذهبونو  د نزدیکت  او  له تفکیریّت څخه د نفرت په اساس وي، ووئيل مسلمان ملتونه باید پوهه شي چې  له صهیونیسټي رژيم او د اسلام له دښمنانو سره  داړیکو عادي کول هماغه د جاهلیّت دوران ته بیرته ستنیدا او د ارتجاعي لارې کچ کول دي .
د خبر لمبر: 3488041    خپرونې تاریخ : 2023/10/01

ایکناـ(ریاض) په عربستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر  په ریاض کې د دغه هیواد دکتاب دنړیوال نندارتون چې د ریاض ښار په ملک سعود پوهنتون کې ترسره شوی،مختلف سټالونه ولیدل او د  نندارتون په باب ئې معلومات ترلاسه کړل.
د خبر لمبر: 3488037    خپرونې تاریخ : 2023/10/01

د اسلامی  وحدت نړیوال کنفرانس
ایکنا-(تهران) د اسلامی وحدت داوه دیرشم نړیوال کنفرانس  چې د وبینار له لارې ترسره کیږي، په دوهمه ورځ د ایران او اسلامی هیوادونو  یو شمیر شخصیّتونوپخپلو ویناؤ کې خپل نظرونه او  نظرئې وړاندې کړې.
د خبر لمبر: 3488035    خپرونې تاریخ : 2023/10/01

ایکنا-(تهران) د ګانا افریایقائي هیواد د اهل سنت یو لوی دیني عالم ووئيل،د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت الله.العظمی سید علی خامنه اي په رهبرۍ اسلامی وحدت د ستاینې وړ دی او د  مسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالی بیلګه  دی.
د خبر لمبر: 3488032    خپرونې تاریخ : 2023/09/30

ایکنا-(تهران) د اسلامی وحدت  د اوه دیرشم نړیوال کنفرانس کې  ګډونوالو د اسلامی وحدت د اونۍ په مناسبت چې له پڼجشنبې ورځې راهسې پیل شوي ، په دې مناسبت په وبینار ویډیوئي کنفرانس کې په ډاګه  کړې چې د سوډان د جنوب بیلیدا او د عراق د کرستان سیمې ویشل کیدا د وحشي صهیونیسټانو او  استعمار ګرو دسیسې دي، دوي غواړي درسته اسلامی  نړۍ ټوټه ټوټه کړي، چې باید اسلامي نړۍ ورته ځيره ووسي.
د خبر لمبر: 3488028    خپرونې تاریخ : 2023/09/30

ایکنا-(تهران) د اسلام د ګران پيغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د میلاد ورځ،د نړۍ د درستو مسلمانانو په نزد یوه ترټولو مهمه او پځوانۍ پيښه شمیرل شوې ده چې انساني تاریخ لیدلې ااو له دې امله تل په دې نیکمرغه ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ولولناک او پرتمین جشنونه جوړيږي.
د خبر لمبر: 3488027    خپرونې تاریخ : 2023/09/30

ایکنا-(تهران) داسلامی مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې ټولنې عمومی منشي ؛مشترکو ارزښتونو ته د اسلامی ملګرتیاؤ رسیدا؛شعار د سږکال د اسلامی وحدت د ۳۷ نړیوال کنفرانس عنوان اعلان کړ او وې وئيل، له مسلمانانو سره مینه و محبت،د نورودینونو له پیروکارو سره ګډ سوله ایز ژوند او د مستکبرانو او طاغوت په وړاندې مقاومت  هغه ارزښتونه دي چې قرآن کریم ورباندې ټينګار کړی دی.
د خبر لمبر: 3488017    خپرونې تاریخ : 2023/09/27

ایکنا-(الجزایر) د الجزایر د دینی چارو او اوقافو وزیر یوسف بلمهدي  ددغه وزارت  له اجرائي مدیرانو سره په یوې ناستې کې ، د پیغمبر اکرم (ص) د نیکمرغه میلاد دکلیزې  او په دغه هیواد کې د قرآن  کریم د ملی اونۍ د پنځه ویشتم پړاؤ  د جشنونو د ترسره کولو لپا ره  نهائي اقداماتو باندې بحث او مشورې وکړې.
د خبر لمبر: 3488013    خپرونې تاریخ : 2023/09/26

ایکنا-(مراکش) په مراکش کې د انساني ارتباط دټولنې مشر سناءالوریاشي  له زلزله ځپلو سره  په مرسته رسونې کې ددغه هیواد د مدني ټولنو ا و اورګانونو پر رول په ټينګار سره په زلزله ځپلو سیمو کې د جوماتونو اود قرآن دحفظ دمرکزونو په ځاي د خیمو د لګولو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3487999    خپرونې تاریخ : 2023/09/24

ایکنا-(تهران)د ایران داسلامی جمهوریت  ولسمسشر ابراهیم رئیسي د عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او ددغه هیواد و لی عهد محمد بن سلمان  ددغه هیواد د ملی ورځ د رارسیدا په مناسبت په جلاجلا پیغامونو کې مبارکي ووئيلّه.
د خبر لمبر: 3487994    خپرونې تاریخ : 2023/09/23

ایکنا-(نیویارک) د اسلامی ایران ولسمشر دملګرو ملتو په عمومی اسمبلۍکې ووئیل،په الهی او آسماني کتاب قرآن کریم کې موجود د انساني ټولنو لپاره  تمدن جوړونکي  او د  انسان او ټولنې  دغه الهام بخښونکي لوړتعلیمات  او  وحدت  بخښونکي مفهمونه ،هیڅکله هم نه سوځي .
د خبر لمبر: 3487979    خپرونې تاریخ : 2023/09/20

ایکنا-(اسلام اباد)  د پاکستان د مسیحیانو یو شمیر استازو په اسلام اباد کې د  ایران دسفارت په کلتوري خونې په شتون سره  په  اروپائي هیوادونو کې  دقرآن کریم آسماني مقدس کتاب  سپکاوي محکوم کړل او  وار د واره ئې د دغه آسماني کتاب قصدا سپکاوي څخه خپله کرکه او  نفرتاعلان کړ.
د خبر لمبر: 3487966    خپرونې تاریخ : 2023/09/17

ایکنا-(سویډ) دسویډ خبری سرچینو  په سویډ کې د قرآن آسماني کتاب دسپکاویو دعامل سلوان مومیکا له خوا خبر خپور کړی چې دی نور د قرآن له سپکاویو لاس  په سر شوی او د قرآن کریم د سپکاويو لپاره ئې  خپلې ټوله غوښتې بیرته اخستي دي.
د خبر لمبر: 3487935    خپرونې تاریخ : 2023/09/10

ایکنا-(سټاکهم) د سویډ عراقي توکمه خبیث مومیکا په لاس د قرآن کریم یوې نخستې د اور اچونې په سپک اقدام پسې پاریدلو مسلمانانو غبرګون وښود او دسویډ د پولیسو او پاریدلو مسلمانانو ترمینځ  د اخ وډب شو.
د خبر لمبر: 3487906    خپرونې تاریخ : 2023/09/05

ایکنا-(ډنمارک) له یوې  اونۍ هم په کم وخت کې  په ډنمارک کې یوې افراطي ډلې بیا د   الهي  او آسماني کتاب قرآن کریم سپکاوی کړی او مسلمانان هماغه راز په محکومیّتونو او  د خولې په اعتراضونو بسنه  کوي.
د خبر لمبر: 3487687    خپرونې تاریخ : 2023/07/26

د عمان مفتی وائي؛
ایکنا –(عمان) د عمان ستر مفتی  په یوه ټویت  کې په سویډ کې د قرآن کریم د سپکاوي په غبرګون کې  ټينګار کړی چې له دغه هیواد سره د اسلامی هیوادونو د اړیکو غوڅول یو دینی فرض دی.
د خبر لمبر: 3487676    خپرونې تاریخ : 2023/07/24