ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان په کابل کې د اسلامي ملګرتیا موسیسې سفیر «محمد سعید العیاش» د طالبانو دحکومت د کډوالو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره په لیدنې کې د دغې موسیسې په ژمنې باندې ټینګار وکړ چې د افغان کډوالو لپاره به د بشري مرستو د جلبولو لپاره خپلو دوامداره او اغېزشیندونکو اقداماتو ته ادامه ورکړي.
د افغان کډوالو ملاتړ او د عامالمنفعه پروژو ځینې پروژې د دغو خبرو اترو اصلي موضوعګانې بلل شوي دي.
د افغانتسنان د کډوالو د چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په دې لیدنې کې د اسلامي ملګرتیا موسیسې د اسلامي هېوادونو ترمینځ د اړیکو یو مهم بنسټ وباله او له دغې موسیسې او نورو مرستندویه بنسټونو ئې وغوښتل چې د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره دې د ښارګوټو په جوړولو کې ملګرتیا وکړي.
له بلې خوا، په کابل کې د اسلامي ملګرتیا موسیسې سفیر وویل چې له افغان کډوالو سره ناسم چلند او د هغوی جبري ایستل د دغې موسیسې لپاره د ژورې خواشینۍ او اندېښنې سبب شوي دي.
تر دې مخکې، د افغانستنان د طالبانو د روغتیا وزارت له پاکستانه د ستنېدونکو افغانانو د روغتیا او درملنې وضعیت باندې د غور په موخه ټینګار کړی ؤ چې په افغانستان کې ستنو شوو کډوالو ته د مرستو او خدماتو د وړاندې کولو لپاره نړیوال ملاتړ ته اړتیا ده.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/02/14/3305111