فلسطین - پاڼه 30

IQNA

بچوې
د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون د غزې د بدلونونو په هکله ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.
د خبر لمبر: 3488658    خپرونې تاریخ : 2024/02/01

   ایکنا- د کلتور او اسلامی ارشاد وزیر د قرآن اوعترت د چارو مرستیال د نوروز اختر په چټیانو کې د قرآن دنړیوال نندارتون د یودیرشم پړاؤ د ترسره کیدا خبر ورکړ او وې وئيل، د قرآن نړیوال نندارتون به د راتلونکی لمریز کال له لومړۍ تر څوارلسمې ڼيټې پورې دتهران په امام خمیني عیدګاه کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3488653    خپرونې تاریخ : 2024/01/31

ایکنا- د لبنان د حزب لله ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصرالله ډير مخکې پخپلې یوې په زړه پورې وینا کې هغه مهال،چې لا د فلسطین د مقاومتي مبارزانو او ددنیا د پتمنو مبارزانو ترمینځ دومره یووالی او پيوستون نه درلود، ددنیا استعماري او استکباري قدرتونو او دهغوي ټولو تالی څټو ته چې د اسلامی امت د ویشلو او د شیعه او سني ترمینځ ئې اختلافاتو ته لمن وهله  وئيلی وو چې د علی ابن ابی طالب شیعیان به هیڅکله هم د فلسطین مظلوم ولس یوازې پرې نږدي او دوي سره به مټ په مټ جنګیږي،څو د دوي لومړني حقوق او خپل ټاټوبی بیرته ونه ګرځول شي.
د خبر لمبر: 3488635    خپرونې تاریخ : 2024/01/28

ایکنا- ځينو هیوادونو له صهیونیسټي رژيم څخه دملاتړ په لړ کې د فلسطین یو کډوالو سره مرسته کونکي د ملګروملتو د مرستندویه ادارې آنروا سره خپلې مالی مرستې غوڅې کړې او عملا په غزې کې د بې څوکه خلکو په نسل وژنې کې خپل ګډون اثبات کړ.
د خبر لمبر: 3488632    خپرونې تاریخ : 2024/01/28

دیکنا-ځوان فلسطین ی  وئام بدوان دغزې د کډوالو په خیمو کې  پر خلکو  دقرآن دویشلو لپاره یو نوښت راپنځولی دی . په دې امید سره چې ددغو کډوالو له خوا د قرآن ختم  د دوي دغمونود آرامښت او د جنګ  پاي لپاره  یو سبب شي.
د خبر لمبر: 3488627    خپرونې تاریخ : 2024/01/27

ایکنا- د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادئې د اسلامی او عربی نړۍ پر رهبرانواو د نړۍ پر درستو پتمنو خلکو غږ  کړی څو له لوږې د کابو یونیم میلیون فلسطین یانو د ژغورنې لباره  فوری اقدام وکړي.
د خبر لمبر: 3488622    خپرونې تاریخ : 2024/01/25

ایکنا- د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي زیاته کړه: د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو بریالیتوب پریکنده دی او متعال خدای به دغه بریالیتوب په نږدې راتلونکي کښې اسلامي امت ته وروښيي او د مسلمانانو چې په سره کښې یې د فلسطین او د غزې تړانګې خلک دي خوشحاله شي.
د خبر لمبر: 3488613    خپرونې تاریخ : 2024/01/23

ایکنا- د فلسطین په غزې او لویدیځي غاړې کې د طوفان الاقصی ناڅاپی عملیاتو پسې د وحشي صهیوینسټي رژیم جنایتونه او وحشیتوب تر دې دحده دی چې په دغو سیمو کې ئې په لسګونو زره ماشومانو ژوند له خاورو سره خاورې کړی او دعمل مشالونه ئې خاموش کړي دي.
د خبر لمبر: 3488607    خپرونې تاریخ : 2024/01/22

ایکنا- د نړیوال صره صلیب کمیټې مرستیال مشر مانوئل بسلر په غزې کې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په تشریح کولو سره،په غزې کې د اوربند او دمرسته رسونې لباره د جدي هلوځلو پر ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3488604    خپرونې تاریخ : 2024/01/22

ایکنا- فلسطین ي ماشومان د کډوالۍ له شرائطو  سره سره ، هماغه شان د غزې تړانګې په جنوب کې د رفح ښار په کیمپونو کې د قرآن کریم زده کړو ته دوام ورکوي.ایکنا د العربی ۲۱ له قوله راپور راکړ، د طوفان الاقصی   دعملیاتو یعني د اکتوبر له اومې نیټې څخه په غزې تړانګې د صهونیستي  جنایتکار رژيم د دوامدارو  تیریوپه وړاندې له ځان ه د محافظت لباره یو شمیر ماشومان ، له خپلو کورنیو سره یو ځای یوه مدرسې ته پناه وړې ده.
د خبر لمبر: 3488600    خپرونې تاریخ : 2024/01/21

ایکنا- د فلسطین دغزې تړانګې د مظلومو خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژیم  جنایتونه لامل شوي دي ډیری لویدیځي ځوانان د مسلمانانو له دیني اعتقاداتو سره له بلدتیا سره دلچسپی پيدا کړي .له هغو  ډير ځوانان د قرآن کریم دمقدس کتاب په مطالعې اود میرمنو دحقوقو، ژواک چاپيریال او له ظلم سره د مقابلې په څير د موضوعګانو په نسبت په دغه آسماني کتاب  له کړچار سره بلدتیا اسلام ته د  ګروهنې سبب شوې ده.اوس البته د غزې له جنګ وروسته د  اسپانیا خلک د اسلام د دین په باب ډير حساس او کنجکاؤ شوي دي او له  هغوي ډيرو زیاتو خلکو له اسلام سره مینه پیدا کړې ده.
د خبر لمبر: 3488587    خپرونې تاریخ : 2024/01/18

ایکنا- د یمن دپوځ یندوي جنرال یحیی سریع پرون ماښام  په دې باب په یولړ څرګندونو کې ووئيلو د یمن سمندری ځ واک   په یولړ عملیاتو کې ؛زوګراویا ؛ کشتۍ چې په نیواکي فلسطین کې دبندرونو په لور روانه وه په شیشت راوسته او ټارګټ ئې کړه.
د خبر لمبر: 3488581    خپرونې تاریخ : 2024/01/17

ایکنا - په لوېدیځې آسیا ، مرکزي آسیا او د افریقا په ختیځ کې دیره د امریکا د ترهګرو ځواکونو قومندانۍ یعني سینټکام پرون په یوې بیانیې کې ویلي وو چې د یمن پوځ په یوه بالسټیک توغندي سره د مارشل جزایرو تر بیرغ لاندې امریکا ته په یوې اړونده باروړونکي کښتۍ « جیبرالټر ایګل» باندې حمله کړې ده.
د خبر لمبر: 3488579    خپرونې تاریخ : 2024/01/16

ایکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ټول ایران د جمعې لمانځه له خطیبانو سره په کتنه کښې ټینګار وکړ: د فلسطین د غزې تړانګې مظلوم او مقتدر خلک وتوانیدل دنیا د خپلو مبارزو تر اغیز لاندې ورولي.
د خبر لمبر: 3488578    خپرونې تاریخ : 2024/01/16

ایکنا- دترکیې په فوټبال لیګ کې په لوبو بوخت  یو اسرائيلي لوبغاړی  له صهیونیسټ رژيمه د ملاتړ له اعلان وروسته له ټيمه وویستل شو.
د خبر لمبر: 3488576    خپرونې تاریخ : 2024/01/16

ایکنا-د امریکا په سلګونو سترو پادریانو د ملګروملتو په امنیت شورا  په غونډیدا سره په غزې کې د جنګ ددریدا او له ا سرائيلي تیریګرو څخه د امریکا د حکومت دملاتړ د ختمولوغوښتنه وکړه.
د خبر لمبر: 3488557    خپرونې تاریخ : 2024/01/11

ایکنا- د افغان طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست سره په کتنه کې، له فلسطین څخه ملاتړ د دواړو هېوادونو ګډ هدف وباله.
د خبر لمبر: 3488553    خپرونې تاریخ : 2024/01/10

ایکناد  فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  دسیاسی دفتر مشر  ووئيل، صهیونیسټي دښمن  دغزې په جنګ کې پخپلو ټولو جنایتونو او وحشیتوب سره سره د خپلې یوې سپیرې موخې په پوره کولو کې   هم بریالی شوی نه دی .
د خبر لمبر: 3488550    خپرونې تاریخ : 2024/01/10

ایکنا- انجینر نجم عبدالعقابی ووئيل، او د مونږ چغه پورته شوې ده او د فلسطین دمظلومیّت او دغزې چغه  د امریکا او صهیونیسټ رژیم او دهغوي د متحدانو له چغو لا لوړه چغه  ده .  دغزې میړني اتلان او هغه جنایتونه چې  وحشي صهیونیسټي رژيم په غزې کې کړي دي ، د درستو نړیوالو غوږونو ته رسیدلي  او هغه انخورونه چې  دنړیوالو په ذهنونو کې  د صهیونیسټي رژيم ا دقدرت او باؤؤ  انځور شوي وو، له مینځه تللي دي.
د خبر لمبر: 3488545    خپرونې تاریخ : 2024/01/09

ایکنا- د فلسطین په رفح ښار کې د فلسطین یانو د ډيرو کډه په سر شوو کورنیو بچیان  د ژوند د تیرولو لپاره د لومړنیو امکاناتو د کمښت او دبوږنونکو جنګي شرائطو سره سره ، په دغې  سیمې کې په منظمو شوو قرآنی خیمو کې په شتون سره د قرآن زده کولو او د اسلامی عقایدو او اخلاقو درسونو ته ئې ملا تړلې ده.
د خبر لمبر: 3488539    خپرونې تاریخ : 2024/01/08