ایکنا-(تهران)آیت الله سیستاني په افغانستان کې د ملی پیوستون،وحدت ،داخلی انسجام اوله درستو ملیّتونو اوډلو ټپلو سره د ګډ سوله ایز ژوند په نظر کې د نیولو په ضرورت ټینګار وکړ او وې وئيل، د افغانسان له اوسنیو واکوالانو سره په چلند کې باید له تاؤتریخوالي ډډه وشي.
د خبر لمبر: 3486706 خپرونې تاریخ : 2023/01/05
ایکنا-(تهران)نن د سه شنبې ورځ د دوه زره درویشتم(۲۰۲۳) میلادي کال کښې د جنورۍ د میاشتې دریمه او د څوارلس سوه لومړي(۱۴۰۱) هجري لمریز کال د مرغومي د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت له کلیزې او د مقاومت له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.
د خبر لمبر: 3486698 خپرونې تاریخ : 2023/01/03
ایکنا-(تهران)د مصر یوه تکړه او مشهور قاری عبدالرحمن الخولی په هغو دستورو کې چې د شهید قاسم سلیماني او شهید ابومهمدي المهندس د شهادت دکلیزې په مناسبت ترسره شوې د قرآن کریم دآيتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3486682 خپرونې تاریخ : 2023/01/01
دعراق داهل سنت عالمانو د شورا مشر؛
ایکنا-(تهران)د عراق د اهل سنتو د عالمانو شورا مشر ووئيل، امریکا له شهیدقاسم سلیمانی او شهید ابومهدی المهندس سره مقابله ونه کړائ شوه،نو ځکه ئې هغوي په یولړ ناځوانمردانه ااو بزدلانه عملیاتو کې ټارګټ کړل.ځکه دغو شهیدانو د لویدیځ ټوله دسیسې او نقشې شنډې کړې.
د خبر لمبر: 3486681 خپرونې تاریخ : 2023/01/01
ایکنا-(تهران)د افغانستان د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د خصوصي موسسو د رسنیو د څانګې مشر محمد کریم ناصري وايي چې د دغو پوهنتونونو له ۳۰ تر ۳۵ فیصده محصلین نجونې دي.
د خبر لمبر: 3486668 خپرونې تاریخ : 2022/12/28
ایکنا-(تهران)پاکستان په وروستیو کلونو کې د سورئې د یوه دودیز دوست هیواد په توګه،تل د خبرواترو او ډيپلوماسۍ له لارې د سورئې د بحران دحل یو پلوی دی او د ځينو لویدیځي قدرتونو پّ تیره بیا د فارس خلیج د حوزې د ځينو عربو هیوادونو له دباؤنو سره سره دبشار اسد د حکومت په ضد د هرډول پلان سره ئې خپل مخالفت اعلان کړی او دخپلو اصلي دریځونو بدلولو ته هیڅکله هم تیار شوی نه دی.
د خبر لمبر: 3486661 خپرونې تاریخ : 2022/12/27
ایکنا-(تهران)د ایران د پوځ لوی درستیز سردار محمد باقري بیګا د پاکستان د پوځ نوي عمومی قوماندان جنرال عاصم منیر سره په ټيلیفوني تماس کې د پاکستان د پوځ دنوي مشر قوماندان په توګه په ټاکل کیدا مبارکي ووئیله.
د خبر لمبر: 3486633 خپرونې تاریخ : 2022/12/21
ایکنا-(تهران)ستر دینی مرجع آیت الله العظمی سیستاني د داعش د جنایتونو د تعقیبونې به زمینې کې د ملګروملتو د څيړنیزې کمیټې له مشر سره په کتنې کې په سورئې کې د داعش ي جنایتکارو په لاس د اسیر شوو میرمنو د آزادولو لپاره دهڅې په ضرورت په ټينګار سره ووئيل،پر داعش پریکنده بریالیتوب پرته د دوي د باقي پاتې عناصرو سزاکول ممکن نه وو.
د خبر لمبر: 3486628 خپرونې تاریخ : 2022/12/20
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د خراسان جنوبی د نهبندان ولسوالۍ دخلکو په ټول کې ووئیل،،د ایران اسلامی جمهوریت د همدغه ټاټوبي د ښځو اوسړیو په لاس جوړ شوی او پرمختګ کوي.
د خبر لمبر: 3486607 خپرونې تاریخ : 2022/12/16
د استانبول ځان مرګي حمله
ایکنا-(تهران)د مصر الازهر اسلامی مرکز د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ترکیې د استانبول په تقسیم چوک کې وروستۍترهه ګره حمله محکومه کړې او ټينګار ئې کړی دی،د عامو خلکو په نښه هکول فساد فی الارض او له دیني او انسالني ارزښتونو سره په توپیر کې دی.
د خبر لمبر: 3486462 خپرونې تاریخ : 2022/11/15
ایکنا-(تهران)د اکتوبر دمیاشتې په شپږویشتمه نیټه ماښام یوه جنایتکار وسلوال، دایران په شیراز کې د حضرت احمد بن موسی شاهچراغ حرم ته په داخلیدو سره پر لمونځ ګوزارو او زیارتوالو ړندې ډزې وکړې ،چې په نتیجې کې ئې پنځلس کسان شهیدان او کابو ۲۶نور ټپیان شول او په سبا ددغه وحشي ډوله اقدام پړه هم داعش تکفیری ډلې په غاړه واخسته.
د خبر لمبر: 3486390 خپرونې تاریخ : 2022/10/30
ایکنا-(تهران) د ایران د شیراز پشمول د فارس ولایت په لکونو خلکو د احمد بن موسی شاهچراغ د غمیزې د شهیدانو د جنازو دستورې د شیراز له امام حسین چوکه پيل کړي او د حضرت شاهچراغ حرم ته په رسیدو سره پاي ته ورسیدې او د شهیدانو په یاد کې ئې ویر او ماتم وکړ.
د خبر لمبر: 3486380 خپرونې تاریخ : 2022/10/29
ایکنا-(تهران) دتهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام حاج علی اکبری د نهج البلاغې ۱۷۶خطبې په استناد سره دکلامي اوزباني تقوا اهمیّت ته په اشارې سره ووئيل ، امام علی علیه السلام فرمائي ؛که انسان بریالی شي،خپله ژبه کنټرول کړي او دخپل ګفتار مدیریّت وکړي او په تقوا ئې ښکلی کړي،نو هغه مهال له تقوا په نورو ډګرونو کې استفاده کوي او که داسې نه وي ،نو په ژبې تقوا دانسان دتقوا درسته حوزه له خطرې سره مخامخ کولی شي.
د خبر لمبر: 3486378 خپرونې تاریخ : 2022/10/28
ایکنا-(تهران)د تهران پشمول د ایران درست ولس په میلیوني لاریونونو کې د شیراز د حضرت احمد بن موسی شاهچراغ زیارت دبوږنونکي پيښې د شهیدانو له کورنیو سره دخواخوږۍ په څرګندولو سره دایران د اسلامی نظام له د ښمنانو خپله جدي کرکه اونفرت یو ځل بیا نندارې ته وړانډې کړ.؛
د خبر لمبر: 3486377 خپرونې تاریخ : 2022/10/28
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ: په شیراز کښې د حضرت احمد بن موسي علیه السلام په سپیڅلي حرم کښې د بې رحمانه جنایت عاملان به یقینا سزا شي.
د خبر لمبر: 3486376 خپرونې تاریخ : 2022/10/28
ایکنا-(تهران)د ایران اسلامی جمهوریت چې په تیرو څو لسیزو کې ئې له داخلی جنګ او بهرني نیواک سره دافغانستان په مخامخیدنې کې تل ددغه هیواد د ولس د ګټو پر تامینولو ټينګار کړی دی ،په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کار په پیلیدا سره ئې،د ټولو قومونو په مشارکت سره د ټولشموله حکومت جوړیداله سیاسی ،اقتصادي او امنیتی ترینګلتیاؤ او بحرانونو څخه ددغه هیواد د وتلو یوازینۍ لاره معرفی کړې ده.
د خبر لمبر: 3486284 خپرونې تاریخ : 2022/10/03
د افغانستان په سلګونو ښځو او انجونو زده کونکو دکابل په لویدیځ کې په دشت برچي سیمې کې په مظاهرې جوړولو سره،د هزارګانو به ضد د هدفمنو ترهه ګرو حملود دریدا او د انصاف غوښته وکړه.د طالبانو دحکومت امنیتی مامورانو په ډزو او وهلو ټکولو سره دغه مظاهره په سخته وځپله.
د خبر لمبر: 3486277 خپرونې تاریخ : 2022/10/02
ایکنا-(تهران) د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا مرستیال محمد اکبري پرون ددغه هیواد دطالبانو د موقته حکومت له مرستیال مشرمحمدعبدالکبیر سره په کتنې کې د افغانستان د اهل تشیّع نظرونه اومشکلات بیان کړل .
د خبر لمبر: 3486262 خپرونې تاریخ : 2022/09/24
ایکنا-(تهران) د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پرون ناوخته دتهران په مهرآباد هوائي ډګر کې له نیویارکه دبیرته ستنیدا په وخت ووئيل،ددښمنانو هلې ځلې ناکامې شوې او د ایران د ملت چغه او د مظلومیّت آواز د درستو نړیوالو غوږونو ته ورسید.
د خبر لمبر: 3486261 خپرونې تاریخ : 2022/09/24
ایکنا-(تهران) دپاکستان په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ددیني عالمانو غونډه په داسې حال کې ترسره شوي،چې په تیر یوه کال کې د پاکستان پوله ساتونکی او طالب ځواک په کرتو سره ښکر په ښکر شوي دي.
د خبر لمبر: 3486249 خپرونې تاریخ : 2022/09/20