IQNA

د داعش جنایتکار اقدامات او په راپنځولو کې ئې د آمریکاپه مشرۍد نړیوالاستکبار رول (مقاله)

15:03 - October 30, 2022
د خبر لمبر: 3486390
ایکنا-(تهران)د اکتوبر دمیاشتې په شپږویشتمه نیټه ماښام یوه جنایتکار وسلوال، دایران په شیراز کې د  حضرت احمد بن موسی شاهچراغ حرم ته په  داخلیدو سره پر لمونځ ګوزارو او زیارتوالو ړندې ډزې وکړې ،چې په نتیجې کې ئې پنځلس کسان شهیدان او کابو ۲۶نور ټپیان شول او په سبا ددغه وحشي ډوله اقدام  پړه  هم داعش تکفیری ډلې په غاړه واخسته.

 شواهد ددې ښودنه کوي چې د امریکاپه مشرۍ نړیوال استکبار،د سیمې د مرتجعو په ملګرتیا سره د مقاومت له چورلیز سره دمقابلې په لړ کې د داعش تکفیري ترهه ګرې ډلې په پنځيدا او پراختیا کې اساسی رول لوبولی دی.په دې زمینې کې پراخ او مستند  شواهد شته چې په عراق،سورئې  او ورپسې په افغانستان کې دداعش تکفیری ترهه ګرې ډلې د فعالیت په  پنځولو او پراختیا کې امریکا مهم رول لوبولی او مهمې پلانونې ئې کړي دي.

په حقیقت کې اوس امریکا دداعش په پنځونې کې پر خپل رول  برغولی نشي  کیښودلی.داعش ډله،په پیل په عراق کې د بعثي ګوند د باقي پاتې عناصرو او دهغو سلفیانو اوتکفیریانو په ګډون سره چې دنړۍ له ګوټ ګوټه په عراق کې غونډ کړئ شوي وو،جوړه شوه او په تیزۍ سره ئې د خپلو فعالیتونو لمن له عراقه سورئې ته هم وغزوله.امریکا د لویدیځ د سرغنې په توګه له خپلو لویدیځي او عربی متحدانو سره یوځاید داعش پشمول  له تکفیری ترهه ګرو څخه پراخه پشتیباني او ملاتړ ته مخه کړه.د واشنګټن هدف د سورئې د قانوني حکومت نسکورول او دمقاومت د چورلیز کمزوری کول وو او دغو ترهه ګرو ډلو ته ئې خپلو سپیرو موخو ته درسیدا لپاره د یوه آوزار په توګه  فکر کوۀ.د امریکا  پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ د داعش په پنځولو کې د امریکا د پخوانی ولسمشر باراک اوباما او د پخوانۍخارجه وزیر هیلري کلینټن دمستقیم رول په باب جنجالی ویناوې کړي دي. ټرمپ د ۲۰۱۶کال په جنورۍ کې د خپلو انتخاباتو په کمپاین کې په یوې وینا کې وئیلي،دوي(یعني اوباما او هیلری کلنټن) دروغجن کسان دي.دوي داعش راوپنځوله.هیلري کلنټن له اوباما سره یوځاي داعش د پنځولو لپاره ډيرې هلې ځلې کړي او دا ډله ئې اوسني پوزیشن ته رسولې ده.د  ټرمپ څرګندونې  په حقیقت کې د هغو تورونو تائيدؤ چې په کرتو د داعش په پنځولو او اقداماتو کې د سپینې ماڼۍ د مستقیم رول په باب د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په څير د نړۍ د ځینو هیوادونو  د مشرانو له خوا  بیان شوي دي.

د امریکا زیاتره موخه په یوه کنټرول شوي چوکاټ کې د داعش ساتل دي څو  له دوي د سورئې ،عراق او دغه راز دمقاومت دچورلیز په ضد ددباؤ داړم په توګه  استفاده وکړي. په دې توګه نه یوازې له داعش سره دمبارزې په بابد امریکایانو صداقت تر پوښتنې لاندې ورغلی،بلکې مشخصه شوې چې د واشنګټن له ملاتړ پرته،داعش هیڅکله هم دخپلو جنایتونو وس نه لري.په عراق او سورئې کې د داعش له دوامدارو ناکامیو وروسته، واشنګټن په افغانستان کې ددغې وحشي ترهه ګرې ډلې پیاوړتیا ته مخه کړهڅو په دې توګه د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې دناکراریو د رامینځةکیدا زمینه برابره کړي.

جالب ټکی دا چې حتی امریکائي رسندویو هم له داعش سره د امریکا د ارتباط په باب ایشواکونې کړي دي. واشنګټن پوسټ امریکائي ورځپاڼې د ۲۰۲۱ کال په اپریل کې  په یوه راپور کې لیکلي دي،د امریکاپوځي ادارې  منظم شوي او خپرۀ شوؤ سندونو ایشوا کړې ده ،چې د داعش پخوانی سرغنه ابو ابراهیم القریشي مخکې په عراق کې  دامریکائي پوځیانو زندانی او جاسوس پاتې شوی دی. هغه په ۲۰۰۸کال کې په عراق کې نیول شوی او وروسته  په عراق کې د امریکائی پوځیانو په جاسوس بدل شو. په عراق کې له امریکا سره د داعش دپخوانئ سرغنې د ارتباط ایشواکیدا چې د ۲۰۲۲کال په فرورئ  کې دسورئې په شمال کې هلاک شوی،ښئ چې امریکایان نه یوازې  د خپلو موخو لپاره ددغې ترهه ګرې ډلې په وسلو سنبالولو اقدامات کړي، بلکې په یوه حساب شوي توګه ئې ددغې جنایتکارې ډلې له لوړپوړو مسئولانو د جاسوسانو په توګه استفاده هم کړې ده  او حتی د الهاشمي په خوشي کولو سره ئې هغه  ددغې ډلې دسرغنې تر مقامه  په رسولو کې  بشپړ رول لوبولی دی.

اوس امریکاد داعش دملاتړ په دوام سره په تیره بیا په  ایران،عراق اوسورئې د ګوزار  کولو نیّت لري او په دې لړ کې دسیمې مرتجعین هم ددغې تکفیري ترهه ګرې ډلې په پشتیبانئ کې له واشنګټن سره ملګرتیاکوي.د واشنګټن نهائي هدف،په لویدیځي آسیا کې د مقاومت د چورلیزدکمزوري کولو په خاطر ورځيني استفاده ده .  

captcha