افغانستان - پاڼه 2

IQNA

بچوې
ایکنا- د قرآن کریم د درویشتمې سپارې یا جزوې تلاؤت د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492559    خپرونې تاریخ : 2026/03/13

ایکنا – د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچی د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سرحدي نښتو د زیاتېدو په غبرګون کې دواړه لوري زغم او خبرو اترو ته راوبلل او اعلان یې وکړ چې تهران چمتو دی د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د خبرو اسانتیا برابره کړي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3492521    خپرونې تاریخ : 2026/02/28

ایکنا - نا تایید شوي او غیر رسمي راپورونه وایي چې د افغانستان د طالبانو مشر مولوی هبت‌الله آخوندزاده د پاکستان په هوايي بریدونو کې وژل شوی دی.
د خبر لمبر: 3492520    خپرونې تاریخ : 2026/02/28

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د نړیوال قاری قاسم مقدمي په غږ سره د قرآن کریم د نهمې سپارې یا جزوې په زړه پورې تلاؤت  ترسره شوی دی.
د خبر لمبر: 3492519    خپرونې تاریخ : 2026/02/27

ایکنا– د ایران  د فارس ولایت د اسلامي تبلیغاتو د قرآني چارو د ادارې مشر د ایران په دغه سویلي ولایت کښې د رمضان د مبارکې میاشتې په دوران کښې هره ورځ د قران کریم د سیپارو لوستلو د څه باندې اوو زرو غونډو د جوړیدو خبر ورکړ.
د خبر لمبر: 3492501    خپرونې تاریخ : 2026/02/24

ایکنا – د ایکنانیوز قرانی خبری آژانس درست کارکونکي د بشر د ژغورونکي د ولایت د دولسم ځلانده ستوری حضرت امام مهدی عجل الله تعالی فرجه الشرف نیکمرغه زوکړې په مناسبت ټولو ته د زړه له کومې مبارکي وائي.
د خبر لمبر: 3492405    خپرونې تاریخ : 2026/02/04

ایکنا- د افغانستان د  طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین د کمپاین د پیلېدو خبر ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3492404    خپرونې تاریخ : 2026/02/03

ایکنا - د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې، د اروپائي اتحادئې د بهرنیو چارو وزیرانو هغه پرېکړه په سختو ټکو وغندله چې د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله‌والو ځواکونو پر ضد ئې صادره کړې، او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو پر باعزته  او سرلوړي ځواک  د نوم  په تور لیسټ کې زیاتول ،د ټول ایرانی ملت پر ضد اقدام وباله.
د خبر لمبر: 3492384    خپرونې تاریخ : 2026/01/31

  د قطر او پاکستان له مشرانو سره ټیلیفوني بنډار
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرمسعود پزشکیان د قطر له امیر او د پاکستان له لوری وزیر سره په جلا ـ جلا ټیلیفوني خبرو کې، د سیمې وروستي بدلونونه وڅېړل او د اسلامي هېوادونو ترمنځ  ئې د یووالي د پیاوړتیا او د کړکېچ د کمولو لپاره د دیپلماسۍ پر دوام  ټینګار وکړ.
د خبر لمبر: 3492382    خپرونې تاریخ : 2026/01/31

ایکنا -د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) او د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وایي، چې په افغانستان کې ۲.۲ میلیونه ځوانې نجونې له منځنیو  زده کړو محرومې دي.
د خبر لمبر: 3492358    خپرونې تاریخ : 2026/01/25

ایکنا -  د ترکیې په استانبول کې  د «اسلامي حقوقو او او سمهاله واکوالۍ ؛په عنوان سره  نړیوال کنفرانس((International Conference on Islamic Law and Contemporary Governance – ICILCG-26) به   د روان میلادي کال  د جولائي په ۱۴ او ۱۵ نیټه ترسره شي.
د خبر لمبر: 3492345    خپرونې تاریخ : 2026/01/22

ایکنا- د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ادعا وکړه چې عصري زده کړو ته هم پام شوی او په خبره یې ۱۲ میلیونه زده کوونکې په ښوونځیو کې عصري علوم زده کوي او ښوونیز نصاب هم اصلاح شوی دی.
د خبر لمبر: 3492319    خپرونې تاریخ : 2026/01/15

ایکنا- د  وروستیو اقداماتو په محکومیّت کې په درست ایران کې  په ولسی  میلیوني شتون سره د سولې او دوستۍ تکریم او د ملی پيوستون ننداره یعني میلیوني لاریون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492308    خپرونې تاریخ : 2026/01/13

ایکنا- د افغانستان  او پاکستان  ترمینځ وروستیو ترینګلتیاؤ ددواړو هیوادونو د حکومتونو ترمینځ بې اعتمادي او ناباؤري تر ډيره حده زیاته کړې ده.
د خبر لمبر: 3492260    خپرونې تاریخ : 2026/01/04

ایکنا - طالبان سره د پولې امنیت، اوبه، نشه یي توکي او کډوالۍ برخه کې لویې ننګونې لري، چې د مدیریت لپاره یې خبرې اړینې بولي او ټینګار یې کړی چې د افغانانو او ایران ګټې خوندي شي.
د خبر لمبر: 3492232    خپرونې تاریخ : 2025/12/29

ایکنا - د يلدا شپه يا د چله شپه له هغو لرغونو شپو څخه ده چې هر کال په يو شمېر هېوادونو، لکه ايران او افغانستان کې لمانځل کېږي. په افغانستان کې دا شپه زياتره د «شب‌چله» په نوم ياديږي، ځکه د افغانستان په ځينو سيمو کې د ژمي لومړنۍ څلوېښت ورځې «  لويه چله » او ورپسې شل ورځې « وړه چله» بلل کېږي، او ځکه چې لويه چله له همدې شپې پيلېږي، نو دې شپې ته د « چلې شپه» نامه ورکړل شوی ده.
د خبر لمبر: 3492200    خپرونې تاریخ : 2025/12/22

ایکنانیوز د پارس  ټوډې  له قوله راپورراکړ په پاکستان کې  په یولړ  امنیتی عملیاتو  کې د داعش خراسان  ډلې ویندوي او د دغه ترهه ګر لوري د  رسمي میډیا څانګې "الاعظائم فاؤنډیشن " بنسټ ایښودونکی ترهګر، سلطان عزیز اعظام، نیول شوی دی.
د خبر لمبر: 3492184    خپرونې تاریخ : 2025/12/20

ایکنا- یونیسف ادارې په یوه راپور کې وئيلي دي ،  له دوه لکه دولس زرو زیات افغان ماشومان   د اوبو له لارې خپرېدونکو ناروغیو سره لاس او ګریوان شوي دي .
د خبر لمبر: 3492180    خپرونې تاریخ : 2025/12/18

ایکنا  -  د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې په مرکز  پېښور کې د حضرت فاطمه زهرا(س) د مبارکو القابو او ځانګړنو پر بنسټ د  اوسمهاله ژوندانه د چارو په اړه یو سیمینار د رسول اکرم(ص) د ګرانې لور حضرت فاطمه زهرا(س) د نېکمرغه زوکړې او د ښځو د ورځې د نمانځنې په مناسبت ترسره شو.
د خبر لمبر: 3492164    خپرونې تاریخ : 2025/12/15

په نويو برخو کې
 ایکنا-  د مصر د قرآني وړتیاؤ د موندنې  د تلويژني پروګرام «د تلاوت  حکومت»  اووم او اتم قسطونه تېره جمعه او شنبې  ورځې خپاره شول، چې ګډونوالو پکې د قرآن د تلاوت او تجويد خپل مهارتونه وښودل.
د خبر لمبر: 3492141    خپرونې تاریخ : 2025/12/10