
ایکنانیوز رپور راکوي،، په ټولنیزچینل «ایکس» کې د «افغان ټایمز» اکاؤنټ ادعا کړې چې راپورونه ښئي د افغانستان د طالبانو مشرملا هبتالله آخوندزاده له یو شمېر لوړپوړو طالب قومندانانو سره یوځای په کابل کې د دغې ډلې پر مرکز د پاکستان په هوائي بریدونو کې وژل شوی دی.
دغه راپورونه تر اوسه په رسمي توګه نه دي تایید شوي. البته افغان ټایمز په بل پوسټ کې زیاته کړې چې که څه هم د ملا هبتالله د وژل کېدو خبر لا تایید شوی نه دی، خو تر اوسه ورسره هېڅ اړیکه نه ده نیول شوې.
مولوي هبتالله د طالبانو د واکمنۍ پر مهال او تر دې مخکې، چې د دې ډلې مرستیال او بیا مشر شو، د قاضي القضات په توګه دنده ترسره کړې ده او د طالبانو ډېری فتواوې د هغه له خوا صادرېدې. نوموړی د طالبانو په ډلې کې د مشرتابه له ترلاسه کولو مخکې د پاکستان کویټې ښار ته نږدې په یوه جومات کې په تدریس او وعظ بوخت و.
پاکستان او افغانستان له تېرې پنجشنبې شپې راهیسې، د روان کال له مهر میاشتې وروسته د دویم ځل لپاره، په خپلو ګډو پولو کې له خونړیو او بېسارې نښتو سره مخ دي.
دغه شخړې وروسته له هغې رامنځته شول چې پاکستان د افغانستان په ځینو سرحدي سیمو هوايي عملیات ترسره کړل. په دغو بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان څو کمپونه په نښه شول او د اسلاماباد د ادعا له مخې، ۸۰ وسلهوال پکې وژل شوي دي.البته راپورونه حالات هماغه راز ترینګلي ښئ
https://iqna.ir/fa/news/4337140