
ایکنانیوز د علوي آستان د خبري وېبپاڼې له قوله راپور راکړ، د غدیر د نړیوالې اوونۍ د فعالیتونو په چوکاټ کې د امام علي (ع) د مقدس آستان د عامه اړیکو یو پلاوي د غدیر اختر بیرغ د حضرت فاطمه معصومې (س) مقدس آستان او د قم ښار جمکران جومات ته وسپاره.
کرار الموسوي، چې د علوي مقدس آستان له مسئولینو دی، په دې اړه وویل: د غدیر بیرغ د حضرت معصوم بی بی (س) د سپېڅلي حرم د یو شمېر مسئولینو په شتون کې د حرم د تولیت سلاکار حسيني نژاد ته وسپارل شو. په دغې لیدنې کې د دې معطر او مبارک مناسبت د لمانځنې لپاره پر چمتووالي خبرې او بحثونه وشول.»
هغه زیاته کړه:«د علوي آستان پلاوي همدارنګه د جمکران مقدس جومات هم لیدنه وکړه، چیرې چې د جومات د تولیت مشر حجتالاسلام سید اجاق نژاد ئې هرکلی وکړ. د غدیر بیرغ د دعخ ستر مذهبي مناسبت د جشن په مراسمو کې د ګډون لپاره وسپارل شو. په دې لیدنې کې د ګډو پروګرامونو او فعالیتونو په اړه هم خبرې اترې وشوې.»
هغه ټینګار وکړ:«د علوي مقدسې آستانې پلاوی به د خپل سفر په دوام کې، د مخکې ټاکل شوي پروګرام له مخې، له تهران او سپېڅلي مشهد ښار څخه هم لیدنه وکړي.»
د غدیر د نړیوالې اوونۍ فعالیتونه چې د علوي آستان لخوا د ذوالحجې د میاشتې په اتلسمه نېټه د «عیدالله الاکبر» په مناسبت ترسره کېږي، د دې آستانې د هغو دوامدارو هڅو څرګندونه کوي چې غواړي دغه مبارک مناسبت د دیني، فرهنګي او خدماتي پروګرامونو له لارې ژوندی وساتي. دا فعالیتونه په عراق داخل او بهر کې د ولایت د بنسټونو او د امیرالمؤمنین حضرت امام علي (علیه السلام) د سیرت د پیاوړتیا او دودیدا سبب ګرځي.
https://iqna.ir/fa/news/4354970