
ایکنانیوز د صدای وسیما د خبري آژانس له قوله راپور راکړی،دغې موسیسې د وري د میاشتې په ۳۱ پر اېکس پاڼه لیکلي چې نړیوال د آذربایجان جمهوریت په باکو ښار کې د مسکن په اړه د خبرو په حال کې دي، خو د افغان کورنیو لپاره دغه اړتیا بېړنۍ ده.
د ملګرو ملتونو د بشري هستوګنې پروګرام زیاته کړې چې دا اوس باید د ټولو لپاره د مناسب کور د تضمین لپاره اقدام وشي.
تر دې وړاندې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي وو، روان میلادي کال کې شاوخوا څلور میلیونه او ۲۰۰زره افغانان د سرپناه د برابرولو په برخه کې مرستو ته اړتیا لري.
د اوچا په وینا، دغه اړتیا د طبیعي پېښو د زیاتېدو، له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو د بېرته راستنېدو او د اقتصادي ستونزو له امله رامنځته شوې ده.
د یاد دفتر په وینا، په دې وروستیو کلونو کې سېلابونو، زلزلو او وچکالۍ د زرګونو کورنیو کورونه ویجاړ کړي دي.
https://www.iribnews.ir/fa/news/5769130