ایکنا – د ایران په سویلختیځ کې په سیستان او بلوچستان کې د ولي فقیه استازي وویل، د اهل سنت اواهل تشیع ترمینځ پراخه ملګرتیا د دوامدار تعامل پایله ده او د اسلامي تمدن بیاژوندي کول،د ټولو مسلمانانوترمینځ له تعامل پرته ممکن نه دي.
د خبر لمبر: 3491657 خپرونې تاریخ : 2025/09/06
پارس ټوډې - د بریکس ډلې د لسو مسلمانو غړو هیوادونو ددیني مشرانو دویمه غونډه او د معنوي ورېښمو لارې شپږم نړیوال کنفرانس د ستمیر په ۴ او ۵) په ریو دو ژانیرو ښار کې روانه ده.
د خبر لمبر: 3491655 خپرونې تاریخ : 2025/09/06
ایکنا - د سورئې ملي قرآن، چې د «مصحف شام» په نوم یادیږي، د دمشق په شپږ شپېتم نړیوال نندارتون کې د دعه هېواد د اوقافو وزارت په سټال کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
د خبر لمبر: 3491654 خپرونې تاریخ : 2025/09/06
ایکنا - د امریکا د هیوسټن د ښکلو هنرونو میوزیم، د قرآن د کتابت د تاریخ په اړه یو نوی نندارتون پرانیستی، چې د پیړیو په اوږدو کې د دغه هنر تاریخچه نندارې ته وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3491653 خپرونې تاریخ : 2025/09/06
د مصر د قاریانو د اتحادیې مشر وائي؛
ایکنا - د مصر د قاریانو د اتحادیې مشر شیخ محمد حشاد، ټینګار وکړ چې اوس مهال په مصر کې د « حکومت تلاوت» په نوم روانه سیالي د قرآن په حفظ کې نوي استعدادونه کشف کوي.
د خبر لمبر: 3491643 خپرونې تاریخ : 2025/09/03
ایکنا - د ايران د ځوانانو د واليبال ملي ټيم د نړيوالې اتلولۍ د ترلاسه کولو په خاطر د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنهاي د ايران د ملت بچیانو مننه وکړه.
د خبر لمبر: 3491635 خپرونې تاریخ : 2025/09/01
ایکنا - د عراق د عصائب اهل الحق غورځنګ عمومی منشي شیخ قیس الخزعلي په خپلو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د الحشد الشعبي (عوامي بسیجي ځواک ) شتون د ټول عراقي ولس غوښتنه ده.
د خبر لمبر: 3491632 خپرونې تاریخ : 2025/09/01
ایکنا- د نړۍ تر ټولو لوی سمندري کاروان، چې د «نړیوال صمود کشتیو کاروان؛ په نوم یادیږي او د بشري مرستو وړونکو لسګونو کشتیو او د ۴۴ هیوادونو له سلګونو فعالانو څخه جوړ دی، د غزې د کلابندئ د ماتولو په موخه د اسپانیا او تیونس له بندرونو څخه د غزې په لور روان شوی دی.
د خبر لمبر: 3491631 خپرونې تاریخ : 2025/09/01
ایکنا - سعودي عربستان په تيرو ۵۰ کلونو کې د قرآن د اصلي نسخو خطي په غونډولو، ترمیم او د هغو لپاره د چاپي فهرستونو په خپرولو کې ډېرې هڅې کړې دي.
د خبر لمبر: 3491630 خپرونې تاریخ : 2025/09/01
حجتالاسلام حسینينیشابوري
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې د قرآني ډیپلماسۍ د مرکز مشر وویل: د یوه منظم جوړښت اړتیا شته څو د هیواد ټول قرآني ظرفیتونه او مرکزونه د اسلامي نړئ لپاره ښې او خوښې پایلې وړاندې کړي. همدارنګه، د اسلامي نړۍ یوه ستونزه دا ده چې دښمنان د تفرقې اچوونکو عواملو په مرسته د اسلامي نړۍ انرژي ناسم لوري ته بیائي. نو، د قرآن کریم د مفاهیمو پر اساس مونږ دا دسیسې شنډولی او دا لوړ ظرفیت د یوه نړیوال قرآني پارلمان په بڼه تنظیمولی شو.
د خبر لمبر: 3491629 خپرونې تاریخ : 2025/09/01
ایکنانیوز د امامت د آسمان د یولسم ځلانده ستوری حضرت امام حسن عسکری علیه السلام د شهادت دکلیزې مناسبت د اهل بیت علیهم السلام ټولو مینه والو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3491628 خپرونې تاریخ : 2025/09/01
ایکنا -د متحده ایالاتو د شپږم حلال نړیوال نندارتون او کنفرانس به د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۵ او ۶ (د لړم د میاشتې په ۱۴ او ۱۵) د شیکاګو په تینلي پارک کنوانشن مرکز کې ترسره شي.
د خبر لمبر: 3491626 خپرونې تاریخ : 2025/08/31
ایکنا- د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند امیر د فلسطین وضعیت د نړۍ د مسلمانانو د یووالي لپاره یو فرصت وباله.
د خبر لمبر: 3491622 خپرونې تاریخ : 2025/08/30
ایکنا – په کربلا کې د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د سپيڅلي حرم د دروازو پرَدې د محرم او صفرې د میاشتو له ختمیدا سره په یووخت ، د عباسی مقدس آستان له خوا بدلې شوې.
د خبر لمبر: 3491620 خپرونې تاریخ : 2025/08/30
له خداي بخښلي علامه بحرالعلوم سره شوی مرکه
ایکنا - د نجف اشرف د حوزې خدای بخښلی استاد علامه سیدمحمدعلی بحرالعلوم، چې وړمه ورځ په نجف اشرف کې خاورو ته وسپارل شو، په ۱۴۰۱ کال کې له ایکنانیوز سره په یوې مرکې کې ویلي وو: هغه څه چې نن سبا ورته اړتیا لرو، د اسلامي مذهبونو ترمینځ د سولهییزې ګډ ژوند رامنځته کول دي. هر مذهب خپل ځانګړي فقهي، کلامي او شرعي احکام لري اونزدیکت، لکه څنګه چې ځینې فکر کوي، ممکن نه دی، بلکې باید د مذهبونو ترمینځ سولهییزه ګډ ژوند رامینځته شي.
د خبر لمبر: 3491615 خپرونې تاریخ : 2025/08/28
ایکنا - ملګرو ملتو یو ځل بیا د غزې په ناصر روغتون کې د عامو وګړو د وژنې په اړه اسرائیلو ته خبرداری ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3491610 خپرونې تاریخ : 2025/08/27
ایکنا - د امریکا د کانګرس د راتلونکو ټاکنو یوې نوماندې د دغه هېواد د سخت دریځه زوړ پالو ډلو ټپلو د پام ځان ته د جلبولو لپاره د الهی آسماني سپېڅلي کتاب قرآن کریم سپکاوی وکړ او هغه ئې وسوځوه.
د خبر لمبر: 3491609 خپرونې تاریخ : 2025/08/27
ایکنا- د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷ نیټې وروسته، یوې ادارې چې «زاکا» نومېږي، د اسرائیلو لخوا د غزې پر وړاندې د جګړې په اړه شرموونکي تبلیغات خپاره کړل چې په پراخه کچه په لويدیځي رسنیو کې بیا خپاره شول.
د خبر لمبر: 3491606 خپرونې تاریخ : 2025/08/27
ایکنا - د انفال سورې د ۶۱ او ۶۲ آیتونو د مضامینو پر اساس، د سولې منل یو مفروضي امر دی او ناسم ګمانونه د سولې د منلو مخه نه نیسي.
د خبر لمبر: 3491600 خپرونې تاریخ : 2025/08/26
ایکنا – د بحرین د علمی حوزې د ښځو د څانګې استازې آغلی رجا امهادي وویل: د ښځو اړوند مسئلې او د هغوی په کورنۍ او ټولنې کې پر ځائيګی د بېلابېلو اړخونو له پلوه بحث کیږي. اسلامي فکر او لارښوونې، چې د نبی اکرم (ص) په سنت او سیرت کې څرګندیږي، د اسلام په دین کې د ښځو د جوړونکي او مهم رول ښکارندوی دی.
د خبر لمبر: 3491591 خپرونې تاریخ : 2025/08/24