iqna

IQNA

بچوې
شیراز
ایکنا-د سلواغې میاشتې په پنځمه نیټه د حضرت امام علی علی هالسلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په مناسبت د لسو ځوانو جوړو د  نکاح  دستورې  په دوو جلاجلا دستورو کې یعني سهار او مازدیګر دایران په شیراز کې د حضرت  احمد بن موسی الکاظم شاهچراغ(ع) په سپيڅلي حرم کې د آسماني پيوند په هال کې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3488643    خپرونې تاریخ : 2024/01/29

ایکنا – (شېراز) د ایران د اسلامي جمهوریت رسنیو په دې وروستیو کې د شاه چراغ پر زیارت باندې د حملې او د هغه ترهګرو په اړه نور جزئیات خپاره کړي دي. ویل شوي چې د ترهګریز برید عامل (رحمت الله نوروزاف) د سلمان اسلم یار په نوم تنظیمي کس لومړی د داعش له یوه غړي سره د ټولنیزو شبکو له لارې تماس نیولی او بیا ترکیې ته تللی او له داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.
د خبر لمبر: 3487804    خپرونې تاریخ : 2023/08/17

ایکنا – (شېراز) د شاهچراغ پر زیارت د یکشنبې د ماښام ترهګریز برید په سیمه او نړۍ کې له پراخو غندنو سره مخ شو.
د خبر لمبر: 3487796    خپرونې تاریخ : 2023/08/16

ایکنا-(تهران) د ولایت او امامت دآسمان د شپږم ځلانده ستوري حضرت امام جعفر الصادق علیه السلام د شهادت  دکلیزې په مناسبت د شیرزا په شاهچراغ(ع) په سپيڅلی حرم کې ولولناکې دستورې ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3487350    خپرونې تاریخ : 2023/05/17

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت شیراز ښار د نوروز د نیکمرغه اختر په درشل کې ډيره رونټیا غوره کړې  او ځاي اوسیدونکي او مسافران  ترې  خوند اخلي .
د خبر لمبر: 3487053    خپرونې تاریخ : 2023/03/18

ایکنا-(تهران) د ایران د شیراز پشمول د فارس ولایت په لکونو خلکو د احمد بن موسی شاهچراغ د غمیزې د شهیدانو د جنازو دستورې  د شیراز   له امام حسین چوکه پيل کړي او د حضرت شاهچراغ حرم ته په رسیدو سره پاي ته ورسیدې  او د شهیدانو په یاد کې ئې ویر او ماتم وکړ.
د خبر لمبر: 3486380    خپرونې تاریخ : 2022/10/29

ایکنا-(تهران)د تهران پشمول د ایران درست ولس په میلیوني لاریونونو کې د شیراز د حضرت احمد بن موسی  شاهچراغ زیارت دبوږنونکي پيښې د شهیدانو  له کورنیو سره دخواخوږۍ په څرګندولو سره  دایران  د اسلامی  نظام له د ښمنانو خپله جدي کرکه اونفرت یو ځل بیا نندارې ته وړانډې کړ.؛
د خبر لمبر: 3486377    خپرونې تاریخ : 2022/10/28

ایکنا-(تهران)د شیراز  نصیر الملک تاریخی جومات د ایران او اسلامی نړۍ یو ترټولو ښکلی جومات دی چې  په ۱۳۰۵هجری قمری کال کې د ودانۍ دجوړولو له دولس کلنو عملیاتو وروسته ئې افتتاح شوې .
د خبر لمبر: 3486161    خپرونې تاریخ : 2022/08/30

تهران(ایکنا)ـ د ایران د نفیسو قرانونو میوزیم په شیراز کښې د فارس ولایت د علومو او د ټیکنالوژیو د اطلاعاتو په سیمه ییز مرکز کښې پروت دی .
د خبر لمبر: 3485815    خپرونې تاریخ : 2022/05/21

تهران(ایکنا)- د روژې د مبارکې میاشتې په رارسیدا سره یو ځاي د  ایران د شیراز ښار د باغ دلګشا په میوزیم  او دغه راز د باغ جهان نما میوزیم کې له پنځمې قمری پيړۍ تر څوارلسمې قمري پيړۍ پورې د قرآن کریم  او دعاګانوپه لسګونو خطی نسخې نندارې ته وړاندې شوي دي  او دغه نندارتون به د روژې دمبارکې میاشتې تر وروستیو پورې دوام ومومي .
د خبر لمبر: 3485677    خپرونې تاریخ : 2022/04/13

تهران (ایکنا) – د ایران شیراز تل  له خپل پسرلی سره ډیر شهرت لري ،داسې پسرلی چې د بادامو ،ماڼو ،ګلاس،ونو او د نسترن ګلانو په څير د بوټو په غوړیدا  سره پیلیږي  او په په غوای  یا اردبهیشت میاشت کې د نارنج ونو په ګلیدا سره دوام لري ،خو سږکال د روانې کب میاشتې په پیل کې  د ښار هره کوڅه د سپينو ،زرغونو او سرو رنګونو ډکه شوي او په زړه پورې پسرلني بویونه او وږمې خورې ورې شوي دي .
د خبر لمبر: 3485459    خپرونې تاریخ : 2022/02/23

تهران(ایکنا) –سمدری یا دریایی مرغان هرکله په دغه موسم کې هر کال د ایران په جنوب لویدیځ کې شیراز ښار ته ځي او ځاي خلک ئې په مختلفو اطعامو یا نورړیو سره هرکلی کوي .
د خبر لمبر: 3485266    خپرونې تاریخ : 2022/01/15