IQNA

د شاهچراغ د ترهګریز برید نور جزئیات / نورزاف په ترکیه کې له داعش ډلې سره یوځای شوی وو

11:14 - August 17, 2023
د خبر لمبر: 3487804
ایکنا – (شېراز) د ایران د اسلامي جمهوریت رسنیو په دې وروستیو کې د شاه چراغ پر زیارت باندې د حملې او د هغه ترهګرو په اړه نور جزئیات خپاره کړي دي. ویل شوي چې د ترهګریز برید عامل (رحمت الله نوروزاف) د سلمان اسلم یار په نوم تنظیمي کس لومړی د داعش له یوه غړي سره د ټولنیزو شبکو له لارې تماس نیولی او بیا ترکیې ته تللی او له داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.

ایکنا د افغان غږ خبري آژانس په حواله خبر ورکوي چې  د ایران د اسلامي جمهوریت رسنیو پرون چهارشنبه د زمري په ۲۵ مه د شاه چراغ پر زیارت باندې د ترهګریز برید په اړه نور جزئیات خپاره کړل.

 تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی چې «رحمت الله نوروزاف» د سلمان اسلم یار په نوم له تنظیمي ادارې سره لومړی د ټولنیزو شبکو له لارې له داعش سره اړیکه ټینګه کړي.

 ویل شوي چې نوموړی بیا له داعش سره د عملیاتي همکارۍ لپاره ترکیې ته ځي او هلته په د داعش غړی شوی دی.

 د راپور له مخې، نوروزاف چې په اصل کې تاجک دی، بیا افغانستان ته ځي، هلته د داعش له خوا شاوخوا درې میاشتې روزل کېږي او د ترهګریزو عملیاتو لپاره ټاکل کېږي، او په پای کې د ترهګریزو کړنو لپاره ایران ته ننوځي او د زمري په ۲۲مه د شاهچراغ په زیارت ترهګریز برید کوي.

 د يادونې وړ ده چې د روانې اونۍ د يكشنبې په ورځ د ايران په شېراز ښار كې د شاه چراغ پر زيارت د ترهګر بريد له امله، دوه تنه شهيدان او اووه تنه ټپيان شول. د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو په وینا د دغه برید په تړاو تر لسو زیات کسان نیول شوي دي.

https://www.avapress.com/ps/news/274994

captcha