مبارک شه - پاڼه 4

IQNA

بچوې
ایکنا - د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه وفرمائيل؛ د اوسنۍ نړۍ یوه ترټولو غوره مسئله،د لویدیځي تمدن اخلاقي،سیاسی او اجتماعي ناکامي ده.
د خبر لمبر: 3489492    خپرونې تاریخ : 2024/07/07

ایکنا – د غدیر د نیکمرغه اختر  په ورځ په نجف اشرف کې د حضرت امام علی علیه السلام  د حرم په فضا کې د  ولایت بیرغ ورپيد او خلکو  ئې په شعارونو سره هرکلی وکړ.
د خبر لمبر: 3489439    خپرونې تاریخ : 2024/06/26

ایکنا -  د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د دفتر د معلوماتو له مخې، حضرت آیت الله خامنه يي، د سه شنبې په ورځ د غدیر خُم نېکمرغه اختر په مناسبت، له زرګونه کسانو سره په لیدنه کې وفرمائيل؛  د غدیر خم  نیکمرغه اختر، داسې ورځ ده چې  کافران له دې نهیلي شول چې  د اسلام پاک دین  له مینځه یوسي.
د خبر لمبر: 3489436    خپرونې تاریخ : 2024/06/26

ایکنا – د ذی الحجې  په اتلسمه نیټه  په داسې حال کې چې رسول الله بزرګوار(ص) له حجةالوداع ستون شو او په غدیر میدان کې تم شو او د یولک پنځه ویشت زره حاجیانو او اصحابو په ټول کې ئې چغه پورته کړه چې؛ من کنت مولاه  فهذا علی مولا ،نو ټولو ته دې د ولایت  او امامت  نیکمرغه اختر مبارک وي.
د خبر لمبر: 3489431    خپرونې تاریخ : 2024/06/25

ایکنا – د مشهد المقدس کې د حضرت امام رضا علیه السلام په سپيڅلي حرم کې  په لسګونو بهرنیو زیارتوالو د  حضرت  امام هادی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت ولولناک جشن جوړ کړې .
د خبر لمبر: 3489429    خپرونې تاریخ : 2024/06/24

د غدیر د اختر د جشن له اونۍ سره په یووخت
ایکنا – د علوی مقدس آستان مسئولانو  د غدیر د اونۍ د درنښت لپاره  خپل بشپړ چتووالي په اعلانولو سره وئيلي دي چې  ددغه مناسبت بیرغونه به دعراق په ولایتونو او دغه راز په دولسو اروپائي هیوادونو کې ورپيږي.
د خبر لمبر: 3489415    خپرونې تاریخ : 2024/06/22

ایکنا -  د امریکایی اسلامی اړیکو شورا د یوه اسلام ضده او افراطي  کس د خولې بدرد وئيل چې د قربانۍ د لوي اختر په ورځ ئې لمونځ ګوزار ټارګټ کړي ، په سخته محکوم  کړل.
د خبر لمبر: 3489407    خپرونې تاریخ : 2024/06/20

ایکنا – د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې مسلمانانو دقربانۍ د  نیکمرغه لوي اختر د جشنونو په ترسره کولو  او د حیواناتو په قرباني کولو سره د قربانۍ د لوي  اختر په دستورو کې  خوشالۍ او جشنونه ولمانځل او یوه بل ته ئې مبارکۍ ورکړې او د اسلامی امت د یووالی او اتحاد او دغه راز د غزې تړانګې او فلسطین ددرستو مسلمانانو  لپاره ئې دعاګانې وکړې .
د خبر لمبر: 3489401    خپرونې تاریخ : 2024/06/18

ایکنا – د قرآڼ نړیوال خبری آژانس د قربانۍ د نیکمرغه او لوي اختر په مناسبت  د نړۍ درستو پتمنو مسلمانانو، مستضعفینو او په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو  ته د زړه له کومې مبارکي وائي.
د خبر لمبر: 3489391    خپرونې تاریخ : 2024/06/17

ایکنا - د افغانستان  رئيس الوزرا د دفترسیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير د کوچني اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال وويل: د خوښۍ ځاى دى چې د افغانستان مسلمان ملت په پوره خوښۍ او سولې سره اختر لمانځلی.
د خبر لمبر: 3489035    خپرونې تاریخ : 2024/04/11

ایکنا - د اسلامي مذهبونو د نزدیکت  دنړیوالې ټولنې  عمومی منشي  په عین حال کې  روښانه کړې ده ،  چې سږکال اختر د غزې تړانګې او لویدیځي غاړې  دمسلمانانو  په نسل وژنې کې د  وحشي صهیونیسټي رژيم د  څاروي ډوله  جنایتونو او  اقداماتو په تریخوالي سره  یوځاي  شوی دی ، چې په نهایت کې  به د فلسطین دمظلوم  ملت په صبر او مجاهدت سره د قدس شریف د آزادۍ په خوږلښت سره  انجام ته ورسیږي.
د خبر لمبر: 3489029    خپرونې تاریخ : 2024/04/10

ایکنا -   په روسیې کې  څه ډپاسه پنځلس میلیون مسلمانان ژوند کوي ، چې زیاتره ئې په ولګا او اورال  سیمو کې  او ځیني نور  د روسیې په اروپائي برخې سیبریا او شمالي قفقاز کې ژوند کوي.
د خبر لمبر: 3489028    خپرونې تاریخ : 2024/04/10

ایکنا - د  ایکنانیوز  درست کارکونکي په دې نیکمرغه مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو په تیره بیا تاسو خوږو آوریدونکو ته دزړه له کومې  د اختر مبارکي وړاندې کوي.
د خبر لمبر: 3489026    خپرونې تاریخ : 2024/04/10

ایکنا – د نجومو  نړیوال مرکز د اعلان په اساس په ۸ اسلامی او عربي هیوادونو کې  د وري د میاشتې په ۲۲ یعني په چارشنبې ورځې به  اختر وي.
د خبر لمبر: 3489021    خپرونې تاریخ : 2024/04/09

ایکنا- د حضرت ابولفضل العباس علیه السلام د حرم مقدس آستان د روژې دمبارکې میاشتې د پنځلمسې یعني د حضرت امام حسن مجتی علیه السلام د نیکمرغه ولادت د کلیزې په مناسبت  خپل کلنۍ جشن دستورې ترسره کړې.
د خبر لمبر: 3488958    خپرونې تاریخ : 2024/03/28

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب سترلارښود حضریت الله العظمی سیدعلي خامنه اي د څوارلس سوه دریم (۱۴۰۳) هجري لمریز کال د پیلیدا په مناسبت یوه پیغام کښې د ایران ملت په تیره بیا د ایثارګرانو کورنیو او هغو ټولو ملتونو ته چې نوروز اختر لمانځي د نوروز اختر د مبارکۍ په ترڅ کښې نوی کال « جهش تولید با مشارکت مردم» یعني د خلکو په ګډون سره د تولید د ودې کال ونوموه.
د خبر لمبر: 3488915    خپرونې تاریخ : 2024/03/20

ایکنا- دعربستان سترې محکمې  له ټولو ښاریزو وغوښتل چې نن مازدیګر یعنی د مارچ په لسمه نیټه مازدیګر دې د روژې دمبارکې میاشتې د لیدو لپاره  پخپلو سترګو سره   یا په دوربینونو سره د میاشتې د لیدو هڅه وکړئ او نتجیه ئې د خپلې سیمې ترټولو نزدې څارنوالۍ ته اعلان کړئ.
د خبر لمبر: 3488853    خپرونې تاریخ : 2024/03/10

ایکنا-  په تایلینډ کې دایران د اسلامی جمهوریت  کلتوري خونه به  د  امام الزمان حضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف د نیکمرغه میلاد د کلیزې په مناسبت د جشن دستورې ترسره کړي.
د خبر لمبر: 3488775    خپرونې تاریخ : 2024/02/24

ایکنا- د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي ددې خبرې په کولو سره چې سپاه پاسداران له هماغه پیله د درستو مقاومتي ډلو واقعي پشتیبان او ملاتړی دي ووئيل، د مقاومتی چورلیز اوسنی قدرت،د اسلامی انقلاب په برکت سره دی او دا لازیات په پیاوړتیا دی . دبیرکل حزب‌الله لبنان با بیان اینکه سپاه پاسداران از همان ابتدا، پشتیبان واقعی و حامی همه گروه‌های مقاومت بوده است گفت: قدرت امروز محور مقاومت، به برکت انقلاب اسلامی است.
د خبر لمبر: 3488714    خپرونې تاریخ : 2024/02/14

ایکنا- د شعبان د میاشتې له لومړۍ تر پنځم پورې په شپو ورځو کې درست مسلمانان او داهل بیت علیهم السلام مینه وال خوشالیانې کوي او دخپلومعصومو امامیّنو د نیکمرغه زوکړې کلیزې لمانځي .
د خبر لمبر: 3488713    خپرونې تاریخ : 2024/02/14