ایکنانیوز راپور راکوي، د نړۍ په کونج کونج کې د ولایت او امامت او د احقیقي اسلام پيروکار نن د غدیر د نیکمرغه لوي اختر جشن لمانځي ، داسې اختر چې پیغمبر اکرم له حجةالوداع مدینې ته د ستنیدا په وخت په لاره کې په غدیر میدان کې تم شو او فرمان ئې صادر کړ چې څوک مخکې تللی دي بیرته دې راستانه شي او څوک چې وروسته پاتې دي ، هغوي دې زر راورسیږي،نو یو شمیر اصحابو ورته د اوښانو له کَتو ممبر جوړ کړ،کله ټول اصحاب او حاجیان غونډ شول او پوهه شول چې رسول الله بزرګوار کوم مهم اعلان کونکی دی، نو ډير په مینې او حساسیت سره ورته غوږ شول ،نو رسول الله بزرګوار د یوې لنډې خطبې لوستلو وروسته وفرمائيل؛ زه نن یو داسې اعلان کوم چې دین ورسره بشپړیږي.نو ټولو حاجیانو او اصحابو په لیوالتیا سره رسول الله بزرګوار ته کتل، چې هغه بزرګوار علی ته آواز وکړ او له ځان سره ئې ممبر ته وخیژاوه، او د علی لاس ئې پورته کړ او په لوړ غږ سره ئې ووئيل؛ من کنت مولا فهذا علی مولا؛ نو په هغه ځای کې موجودو اصحابو علی علیه السلام ته د مبارکئ چغې پورته کړې او ځيني منافق کسان وو چې پر ټنډې ئې د شرم او منافقت خولې راغلې .
د ایکنانیوز درست کارکونکي د غدیر د نیکمرغه اختر په مناسبت د نړۍ درستو پتمنو او په تیره بیا تاسو خوږو دوستانو ته د زړه له کومې مبارکي وائي.