مبارک شه - پاڼه 6

IQNA

بچوې
ایکنا-(تهران)د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)همشکل او دحضرت امام حسین علیه السلام زوي حضرت علی اکبر د نیکمرغه میلاد د شپې دستورې په قم سپيڅلي ښارکې د حضرت بی بی معصومه سلام الله علیها په سپيڅلي حرم کې د زرګونو زیارتوالو او شاوخوا اوسیدونکو په شتون سره ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486986    خپرونې تاریخ : 2023/03/04

ایکنا-(تهران)د نیمه شعبان او دحضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشرف دینکمرغه زوکړې  دکلیزې په درشل کې د قم جمکران سپيڅلی جومات  په ډير ښکلي انداز او  پرتم سره ښکلی کړئ شوی  چې له ورایه نظر ځان ته جلبوي.
د خبر لمبر: 3486981    خپرونې تاریخ : 2023/03/03

ایکنا-(تهران)د  شعبان المعظم دمیاشتې  اخترونو به مناسبت او دحضرت امام مهدي عجل الله تعالی فرجه الشریف د نیکمرغه میلاد  په درشل کې  دقم په سپيڅلي ښار کې  دجمکران مقدس جومات د  وینځلو او صفائۍ دستورې ددغه جومات د خادمانو په ګډون سره ترسره شوې .
د خبر لمبر: 3486965    خپرونې تاریخ : 2023/02/27

ایکنا-(تهران) دشعبان  المعظم د مبارکې میاشتې په رارسیدا او دغه راز د شعبانیه اخترونو په شپو ورځو کې په کربلا معلی کې د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام پر سپيڅلي حرم ګلباران شوی او  دغه راز دغه مقدس حرم په ډير پرتم او  او مینې سره ښکلی کړئ شوی دی
د خبر لمبر: 3486956    خپرونې تاریخ : 2023/02/26

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر او د اسلامی شورا مشر د د شعبانیه نیکمرغه اخترونو اود اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د ملی ورځې په مناسبت پخپلو جلاجلا پیغامونو کې وئيلي دي،سپاه پاسداران د ایران د ملت سترګې او مشال، د دغه ټاټوبی د امنیت او ارامښت تضمینونکی او د نړۍ د مستضعفانو زړه ډاډ دي.
د خبر لمبر: 3486948    خپرونې تاریخ : 2023/02/25

ایکنا-(تهران)د حضرت امام حسین علیه السلام،دحضرت ابوالفضل العباس علیه السلام او دحضرت اماام سجاد علیه السلام د نیکمرغه میلاد په شپو ورځو کې په کربلا،نجف،کاظمین ،سامره،مشهد او قم المقدس سپيڅلي حرمیّنو  کې د خوشالۍ او ولولې جشنونه او دستورې جوړېیږي،د ااهل بیت علیهم السلام ټولو مینه والو ته دې دغه نیکمرغه اخترونه او ولوله او پرتم مبارک وي.
د خبر لمبر: 3486947    خپرونې تاریخ : 2023/02/25

 ایکنا-(تهران)روژه،استغفارکول، او صدقه ورکول د شعبان د مبارکې میاشتې چې د پیغمبر میاشت ده،ترټولو غوره سپارښتنې دي. همداراز سپارښتنه شوې چې هره ورځ د  «اسْتَغْفِرُ اللَّهَ وَ أَسْأَلُهُ التَّوْبَهَ» ذکر وکړل شي.
د خبر لمبر: 3486935    خپرونې تاریخ : 2023/02/22

ایکنا-(تهران) د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه ايد اسلامی نظام  له یو شمیر مسئولانو،داسلامی هیوادونو له سفیرانو او استازو او دقرآن کریم په نړیوالو سیالیو کې له ګډون کونکو میلمنو سره په کتنې کئې د فلسطین له مظلومانو په ملاتړ کې د ایران د اسلامی جمهوریت څرګند او جوتو دریځونو ته په اشارې سره ووئيل، اسلامی انظام هیچا ته تمه نه کوي او د فلسطین له ملته په ښکاره ملاتړ او دفاع سره ،په هرې طریقې سره چې وي،هماغه راز به دوي سره مرسته وکړي.
د خبر لمبر: 3486916    خپرونې تاریخ : 2023/02/18

ایکنا-(تهران) د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجةالاسلام  حاج علی اکیری په لومړۍ خطبې کې ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی انقلاب د ظهور د مقدماتو برابرونکی حسابیږي ووئيل،په حقیقت کې د ایران اسلامی جمهوریت  له ماډرن جاهلیهت سره د مبارزې رپيدونکی بیرغ دی.
د خبر لمبر: 3486912    خپرونې تاریخ : 2023/02/17

ایکنا –(تهران)د ایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په مناسبت د سلواغې د ۲۲نیټې میلیوني او پرتمین لاریونونه،د ایران د اسلامی جمهوریت په زرګونو ښارونو ،ښارګیو او کلو  کې د ولایتمدار او شهید روزونکي  ولس په پراخ او ولولناک شتون سره ترسره شول چې نړۍ ته ئې یو ځل بیا وښودله خپلو آرمانونو او اسلامی انقلابه هیڅکله هم په شا نه کیږي او په هر ډګرکې په شتون سره به د دښمنانو او استکباري نړۍ هر ډول دسیسې او نقشې  دتل په شان شنډې کړي.
د خبر لمبر: 3486890    خپرونې تاریخ : 2023/02/12

ایکنا-(تهران) دایران داسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په مناسبت دجمعې په شپه په آزادۍ چوک کې د نور افشاني یا اور لوبې (آتش بازئ)دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486889    خپرونې تاریخ : 2023/02/12

ایکنا-(تهران)د افغانستان د خارجه وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس استانکزي په کابل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې د لمانځلو په دستورو کښې د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظیم سیدعلي خامنه اي، ولسمشر ابراهیم رئیسي او د ایران ملت ته په مبارکۍ ویلو سره وویل،مونږ په بیلابیلو ډګرونو کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکي یوو.
د خبر لمبر: 3486888    خپرونې تاریخ : 2023/02/12

داسلامی انقلاب د بریالیتوب۴۴کلیزه
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په مناسبت د درست ایران پشمول په درستې نړۍ کې یو ځل بیا ؛سلام فرمانده ؛حماسي سرود انګازې وکړې او درستو آزادي غواړو ولسونو  او د ولایت اوامامت ټولو پیروکارو له خپل امام سره میثاق نوی کړ.
د خبر لمبر: 3486882    خپرونې تاریخ : 2023/02/11

ایکنا-(تهران)په تیرو څه د پاسه څلویښتو کلونو کښې په بیلابیلو سیاسي ، اقتصادي ، ټولنیزو، کلتوري او پوځي اړخونو او برخو کښې د ایران ستر بریالیتوبونه د اسلامي انقلاب د بریالیتوب او د اسلامي جمهوري نظام د ټینګیدا په سیوري کښې رامینځته شوي دي.
د خبر لمبر: 3486880    خپرونې تاریخ : 2023/02/11

ایکنا-(تهران)د اسلام د ګران پیغمبر(ص)د رجب دمیاشتې دیارلسمه نیټه،د جانشین او د امامت او ولایت د لومړي ځلانده ستوري امیر المومنین حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې کلیزه ده چې په دې مناسبت په درستې نړۍ کې د امامت او ولایت مینه وال جشنونه اودستورې جوړوي او  داهل بیت علیهم السلام له سیرت او ځانګړنو څخه ځانونه خړوبوي.
د خبر لمبر: 3486846    خپرونې تاریخ : 2023/02/04

ایکنا-(تهران)د امامت او ولایت د آسمان د لومړي ستوري حضرت امام علی علیه السلام د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په درشل کې په نجف اشرف کې د ؛محمد و علی قدوتنا؛په نامې سره د بیرغ د رپولو دستورې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486841    خپرونې تاریخ : 2023/02/02

ایکنا-(تهران)د حضرت امام محمد تقي علیه السلام دنیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت د حضرت امام رضا علیه السلام  او د حضرت بی بی معصومه سلام ا...علیها په سپيڅلو حرمیّنو کې له پرون راهسې ځانګړې دستورې جوړې شوي دي .
د خبر لمبر: 3486836    خپرونې تاریخ : 2023/02/01

ایکنا-(تهران)د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي هم دپاکستان د بنسټګر خدای بخښلي قاید اعظم محمدعلی جناح د نیکمرغه زوکړې په مناسبت درستو پاکستانیانو ته دزړه له کومې مبارکي وائي.
د خبر لمبر: 3486653    خپرونې تاریخ : 2022/12/25

ایکنا-(تهران)د  ایکنا خبری آژانس درست کارکونکي هم د حضرت عیسی مسیح(ع) د نیکمرغه میلاد مناسبت درستو موحدانو ته ددغې نیکمرغه ورځې په مناسبت له پاک خدايه نیک او بریالی ژوند او سلامتیا غواړي.
د خبر لمبر: 3486652    خپرونې تاریخ : 2022/12/25

ایکنا-(تهران) د ایران په کال هیندارې کې دحضرت زینب(س)د نیکمرغه زوکړې کلیزه د پرستار یا  د نرسانو ورځ نومول شوې  او نرسان یا پرستاران دنجات فرښتې بلل کیږي او ستاینه  او قدرونه ئې کیږي.
د خبر لمبر: 3486549    خپرونې تاریخ : 2022/12/04