ایکنا د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دولس ورځني جنګ کې د ایران دملت بریالیتوب ،د غبرګولې د میاشتې د مهمې او خطرناکې فتنې د ناکامولو او د سلواغې د ۲۲ او د غبرګولې د ۲۲ نیټو ولسی میلیوني لاریونونو کې د ولس ولولوناک او پرتمین شتون د ایران د قدرمن ملت د اقتدار او ژوندي او هوښیارتیا نښه وبلله او د ملی اتحاد او یووالي او هوښیارۍ او تیارسي په پیاوړتیا او ساتلو باندې په ټينګار سره ئې ووئيل؛د غبرګولې یا جدې د میاشتې په فتنې کې زموږ د شهیدانو کړۍ پراخه ده.د فتنه ګرو او ددښمنانو سره د دوي له فسادګرو سرغنو پرته، نور ټول زمونږ اولادونه دي. مونږ د توي شویو وینو له امله غمجن او ویرجن یو.
د خبر لمبر: 3492466 خپرونې تاریخ : 2026/02/18
ایکنا -په ملایشیا کې لومړنی سمندري سفر چې په ځانګړي ډول د مسلمانو سیّلانیانو لپاره ډيزاين شوی، چې پکې حلال خواړه، له الکولو پرته مشروبات او شربتونه او د لمانځه ځاي یا نماز خانه شامل دي،راتلونکی میاشت پيل شي.
د خبر لمبر: 3491923 خپرونې تاریخ : 2025/10/27
ایکنا - یو هغه ټکی چې په تیرو میاشتو کې او د سیمه ایزو تاؤتریخوالو دزیاتیدا په اوج کې له ټولوزیات ښکاره شوی، په نړۍ کې په یوه ستر قدرت د ایران بدلیدا ده . یوه داسې چاره چې د لویدیځ سلطه غواړو هیوادونو نه ده خوښه او ددوي په اپوټه د آسیا،افریقا او لاتینې امریکا خپلواکه هیوادونه به ورڅخه ګټه پورته کړي.
د خبر لمبر: 3489096 خپرونې تاریخ : 2024/04/23
د ۲۰۲۳ کال د سمندري امنیت کمربند تر عنوان لاندې د ایران، چین او روسیې ګډې سمندري مانورې پراخ نړیوال انعکاس موندلی او د نړۍ ټولو رسنیو ورته د وړومبي خبر په توګه کوریج ورکړی دی.
د خبر لمبر: 3487046 خپرونې تاریخ : 2023/03/16
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د ذوالفقار۱۴۰۱ ګډې مانوې د اصلی مرحلو په دوام کې په وَچې او اوبو کې تلونکي کشتۍ،ټي ۷۲ډوله ټانکونه، BMP-۲ ډوله زغرګاډي، او ډرونزد بیچینګ عملیاتو د اجرا یا د سمندر د سرپل نیولو لپاره د دښمن ساحل ته منتقل او خپل عملیات ئې هم په بریالیتوب سره ترسره کړل.
د خبر لمبر: 3486674 خپرونې تاریخ : 2022/12/30