ایکنا - په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیستي رژيم په وسیله د؛کمل عدوان؛ د روغتون له بمباریو وروسته،د فلسین د روغتیا وزارت او دفلسطین مسئولانو پرون د غزې تړانګې د روغتونونو د ملاتړ غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3490200 خپرونې تاریخ : 2024/11/23
ایکنا – د ؛سید حسن نصر الله ،تل پاتو مکتب ؛ په نامې سره په وبینار کې ګډون کونکو ټينګار وکړ چې دمقاومت میرمنې هماغه راز د مقاومت د شهیدانو له سردار سید حسن نصر الله سره خپل عهد ته پابنده دي اوپه دې لاره کې به له دښمنه هیڅ ویره ونه لري.
د خبر لمبر: 3490006 خپرونې تاریخ : 2024/10/15
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر په دې خبرې په ټينګار سره چې د وعده صادق 1 او وعده صادق 2 عملیاتو په ښه توګه د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ قدرتمنه اوستایونکي اراده او هوډ نندارې ته وړاندې کړ، ووئيل، صهیونیسټي رژيم ته سپارښتنه کوم چې د اسلامی ایران اراده دې نه آزمويی. هر هغه حمله چې د مونږ پر هیواد وشي، زمونږ ځواب به دتیر په څیر لا سخت او غاښ ماتونکی وي.
د خبر لمبر: 3489974 خپرونې تاریخ : 2024/10/09
ایکناد فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر ووئيل، صهیونیسټي دښمن دغزې په جنګ کې پخپلو ټولو جنایتونو او وحشیتوب سره سره د خپلې یوې سپیرې موخې په پوره کولو کې هم بریالی شوی نه دی .
د خبر لمبر: 3488550 خپرونې تاریخ : 2024/01/10
ایکنا-د پاکستان د حکومت له خوا د فلسطین دغزې له مظلومو خلکو سره دمرستو په دوام کې دریمه مرستندویه جوپه هم مصر ته ورسیده او ډيره زر به غزې تړانګې ته واستول شي.
د خبر لمبر: 3488513 خپرونې تاریخ : 2024/01/02
ایکنا- له مظلومو فلسطینیانو څخه د نړیوالو ملاتړونو په دوام کې له افریقا رانیولې تر اروبا پورې د نړۍ د مختلفو هیوادونو ښاریزو ، دنوي میلادي کال په پیلیدا کې او دغه راز دنوی کال په واټیزو دستورو کې دفلسطین دبیرغ په اوچتولو سره دغزې له بې څوکه خلکو سره خپل پیوستون اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3488509 خپرونې تاریخ : 2024/01/01
ایکنا- په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم په وسیله د بې څوکه فلسطینیانو دعامو وژلې په دوام سره د ډيرو لویدیځي هیوادونو په لسګونو زره خلکو د مظاهرو په جوړولو سره په غرې کې د دایمي اوربند دټينګیدا غوښته وکړه.
د خبر لمبر: 3488430 خپرونې تاریخ : 2023/12/16
ایکنا- د امریکا ؛هیل؛ خپرونې په یوه تحلیل کې د صهیونیسټي رژيم په نیواکګر ماهیّت د لویدیځي ځوانانو په پوهیدا کې د ټولنیزو رسندویو پر رول ټينګار کړی دی .
د خبر لمبر: 3488424 خپرونې تاریخ : 2023/12/14
ایکنا-(غزه)د تیرې جمعې په ورځې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم او دفلسطین د اسلامی مقاومتی غورځنګ ترمینځ په موقته اوربند سره په زرګونو فلسطینیان دغزې په شمال کې د خپلو کورونو په لور روان شوي او دخپلو کوڅواو د کورنو د کنډوالو شاهدان وو.په داسې حال کې وحشي جنایتکار صهیونیسټي رژيم ته په بمباریو کې استعمال شوي دغه ټول بمونه او توغندي د لویدیځ ورکړل شوي ډالۍ دي ، چې په غزې کې د لویدیځ انسانیّت ضده تمدن او کلتور نندارې ته وړاندې کړې دی،چې کلیسا،جومات، روغتون،ښونځی ،ماشوم ،ښځې او سړی ژوند ورته هیڅ اهمیّت نه لري ،یوازې خپلې ناروا ګټې ویني،چې البته په دغو کارونو سره ئې خپله ابرو او د لویدیځي تمدن او کلتور اصلي هویّت او څيره نندارې ته وړاندې کړې ده.
د خبر لمبر: 3488348 خپرونې تاریخ : 2023/11/29
ایکنا-(غزه) د وحشي صهیونیسټي رژيم او حماس غورځنګ ترمینځ د اسیرانو د مبادلې دوهمه مرحله له څوساعته ځنډ سره دیکشنبې سهار وختي ترسره شوه او په دغې مرحلې کې ۳۹ فلسطینی بندیان دخپلو کورنیو غیږو ته ستانه شول.
د خبر لمبر: 3488332 خپرونې تاریخ : 2023/11/27
ایکنا-(کربلا) د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيحلی حرم آستان د فلسطین د غزې د غمیزې د ټپيانو ددرملنې لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ.
د خبر لمبر: 3488323 خپرونې تاریخ : 2023/11/25
ایکنا-(غزه) وروستی راپورونه ښئ د ځينو هیوادونو په مینځګړیتوب سره د اور بند او د غه راز د بندیانو د مبادلې لپاره موافقه هم تر ډيره حده بشپړیدونکي ده او اسرائیل اور بند ته راضي شوي او د حماس غورځنګ شرطونه ئې تر ډ یره حده منلي هم دي
د خبر لمبر: 3488310 خپرونې تاریخ : 2023/11/22
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د غزې د بدلونونو په باب د بریکس ډلې مشرانو په وبینار سرمشریزې کې ټينګار وکړ، غزه د لویدیځ د اخلاقي ځوړتیا یوه څرګنده بیلګه ده.
د خبر لمبر: 3488309 خپرونې تاریخ : 2023/11/22
ایکنا-(غزه) د فلسطین په غزه کښې د فلسطین د حکومت رسندوي دفتر په خپلو وروستیو احصائیو کښې وویل چې د شهید شویو خبریالانو شمیر شپیتو تنو ته رسیدلی دی.
د خبر لمبر: 3488300 خپرونې تاریخ : 2023/11/20
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت ولس نن یو ځل بیا په درست هیواد کې په غزې تړانګې کې د انساني غمیزې،جنګي جنایتونو ،ترور ،قتل عام، نسل وژنې ، جنایتونو، ماشوم وژنې د محکومولو لپاره ئې په ولولناک او پرتمین میلیوني لاریون ترسره کولو سره د فلسطین دمظلومو ماشومانو ملاتړ وکړ.
د خبر لمبر: 3488287 خپرونې تاریخ : 2023/11/18
ایکنا-(غزه) د فلسطین د احصایو ادارې اعلان کړی دی چې تردې دمه ئې د غزې په شمال کې د اسرائيلو وبې آمانه او وحشي ډوله حملو سره سره څه دپاسه اته لکه اته زره کسان ژوند کوي،دايه داسې حال کې دي چې د الشفا،انډ،نیشیائي او المعمداني روغتونونو په ډير بوږنونکي وضعیّت سره ټپيان د مرګ تر ګړنګه رسیدلي دي.
د خبر لمبر: 3488284 خپرونې تاریخ : 2023/11/18
ایکنا-(غزه) د یوه فلسطیني ماشوم په زړه پورې غږ سره د قرآن کریم د هود سورې د ۴۱ او ۴۲آیتونو تلاؤت په داسې حال کې چې په غزې تړانګې کې دخپل ک ور پر کنډوالې ناست دی ، په پراخ ډول ورته په ټولنیزو چینلونو کې د کارؤنکو له خوا پراخ پام شوی دی.
د خبر لمبر: 3488278 خپرونې تاریخ : 2023/11/16
ایکنا-(غزه ) د اکتوبر له اومې نیټې راهسې چې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس او صهیونیسټي رژيم ترمینځ نښتې پيل شوي دي ، اسرائيلو دغزې ښار پر هستوګنو سیمو روغتونونو،ښونځیو،جوماتونو باندې ترټولو سختې او درندې بمبارۍ او حملې کړي دي او د غزې تړانګې د اوسیدونکو لپاره دامن هیڅ ځای نه دی پاتې . د وروستیو راپورونو په اساس،تر نن پورې په دغو شپو ورځو کې کابو درې نیم زره ماشومان شهیدان شوي دي.
د خبر لمبر: 3488205 خپرونې تاریخ : 2023/11/01
ایکنا-(تهران) د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته په تهران کې د وحشي صهیونیسټ ضده سترې ولسی غونډې ته په خطاب کې ټينګار وکړ ،اسلامی هیوادونه باید ددغه وحشي رژيم سفیران وباسي او له دغه جنایتکار رژيم سره اړیکې غوڅې کړي.د اسلامی ملګرتیا له موسیسې او مصر څخه د مونږ انتظار دغزې کلابندۍ په خمتولو او مرسته رسونه ده چې د رفح لاره پرانیستل او مرسته رسونې پیل شي.
د خبر لمبر: 3488133 خپرونې تاریخ : 2023/10/19
ایکنا-(تهران) د پاکستان رسنیو خبر ورکړی چې دا چاودنې پرون په ماښام د خیبر پختونخواه صوبې د سوات د کبل په سیمه کې د ترهګرۍ ضد ځانګړو پولیسو په مرکز کې شوي دي.
د خبر لمبر: 3487238 خپرونې تاریخ : 2023/04/25