قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) د «Khabar South Asia» خبری ویب پاڼه نه په نقل، د هندوستان شیعه او سنی مسلمانانو دې هفته کښې سره یوځای شول او سره د اتحاد ، او د داعش ډله (دولت اسلامی عراق و شام ) سره د مخالفت اعلان یی وکړو.
هغې په دې غونډه کښې ټینګار وکړو: د داعش ډلې له اړخه د اسلامی مقدس مقاماتو ویجاړتیا او په مسلمانانو کښې اختلاف اچول د یو اسلامی ډله کار نه دی او مونږ به د دارنګه کارونو مخ نوې که وو.
د هندوستان د شیعه او سنی ملی ډله مشر ذوالفقار احمد چمان اعلان وکړو: د داعش د خلافت جوړولو لپاره کوښښ په اصل کښې د نړۍ مسلمانانو کښې د اختلاف او ډله ډلبندۍ جوړو کوښښ دی.
هغه زیاته کړه: په مسلمانانو کښې ډله ډلبندۍ او اختلاف تر اوسه مسلمانان لوی لوی کړکېچو سره مخامخ کړی، او د دې ډله لټون په مسلمانانو کښې د اختلاف ډله ډلبندی ته هوا ورکول دی.
چمان ټینګار وکړو: شیعه او سنی خپل اتحاد سره د دی شیطان مقابله وکړی.
د شیعه او سنی عالمانو د داعش له اړخه خپل ناوړه مقصد تر لاسه کولو لپاره د اسلام ښودلی شوی انځور محکوم کړو،
د هندوستان شیعه او سنیانو له اړخه دوه هفته مخ کښې په دهلی نو کښې هم د داعش جنایات او ځانمرګی بریدونو محکومو اعلان کړی وو.
له دی نه مخکښې د اندونیزیا کښې هم اسلامی ډلو د داعش جنایات محکوم کړی او له هیواد نه یی دې ډله سره مقابله کولو غوښتنه کړی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1441305