IQNA

قرآنی فعالیت کوونکې عراقی سره د ایکنا مرکه:

موضوعی تفسیر محصلان د قرآنی مقابلو لپاره په علم مړه وی

7:20 - September 04, 2014
د خبر لمبر: 1446591
نړیواله ډله: شیخ میثم العبودی ټینګار وکړو: د مسلمان محصلانو لپاره پیل شوی نړیوال قرآنی مقابلو ماهیت ته توجه سره په دی مقابلو کښې د موضوعی تفسیر زیاتول د محصلانو علمی مړښت کښې اضافه وی.


قم ښار کښې د قرآن او عترت أنوار الولایة مدرسه سر منشی او د قم د حوزه استاد شیخ میثم العبودی قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) سره مرکه کښې ؤ ویل: که د قرآن قرائت او حفظ سره په دی مقابلو کښې موضوعی تفسیر اضافه شی نو مقابلې به په زړه پوری او علمی شی، ځکه چې قرآنی فعالیت لرونکې ځوانان او محصلان موضوعی تفسیر سره مینه لری او نن سبا د موضوعی تفسیر او قرآن سره ځوانانو مینه کوی.

هغه د نن سبا اسلامی نړۍ حالاتو ته اشاره وکړه او د تکفیری ډله او د نړیوال  امپریالسټ په اسلامی هیوادونو باندې د تسلط په هکله ؤ ویل: قرآنی مفاهمو او د موضوعی تفسیر په مرسته د جهاد آیتونو پوهنې سره مونږ ځونان د دښمن سره جهاد کولو او په اسلام کښې د جهاد او د دښمن سره مقابله کولو اهمیت نه ځوانان خبره ولی شو او دی سره هغوی د تکفیری ډله فکری او تبلیغی انحرافاتو نه لری ساتلی شو.

قرآنی فعالیت کوونکې عراقی د قرآن صحیح تفسیر کولو باندې تینګار وکړو او وې ویل: که د قرآن هغه آیتونه چې جهاد سره او  مسلمانان د دښمن مقابلې ته تیارولو سره تړلی دی صحیح تفسیر شی نو د اسلامی نړی ټول ځوانان به د الله له شریعت او دین نه دفاع ته تیار شی او اجازت به ور نکړې چې استکبار دې په اسلامی هیوادونو تسلط پیدا کړی.

قرآنی مقابلې محصلانو کښې د قرآن پوهنو مینه پیدا کوی

د بغداد السبل الواضحة دینی او کلتوری موسسه مشر ټینګار وکړو چې نن د مسلمانانو ځوانان قرآن کښې تدبر او د قرانی مفاهمو زدکړې ته اړتیا لری، کله چې یو ځوان د قرآن حفظ، صحیح قرائت او تجوید ته ملا تړی، نو په قرآنی نړیوالو مقابلو کښې چې دا مقابلې په ایران کښې هر دوه کاله پس تر سره کېږی خپل قرآنی پوهه وینې نو ځکه ویلی شو چې دا مقابلې په ځوانانو کښې د قرآن حفظ کولو قرائت او د هغه د زدکړه او حفظ کولو شوق پیدا کوی،

په ښځو کښې د مقابلې کولو وړاندیز

قم ښار کښې د قرآن او عترت أنوار الولایة مدرسه سر منشی د قرآن پوهنې کښې د ښځو برخه  ته  اشاره سره ؤ ویل: زه دا وړاندیز وړاندی کوم چې دا مقابلې د سړو سره سره له ښځو د پاره هم پیل کړې شی، ځکه چې په قرآنی مقابلو کښې د ښځو شتون به اسلامی او عمومی کارونو کښې د هغوی ګډون زیاته وی، او له دی سببه به هغوی د روان نسل روزنه د قرآن په رڼا کښې پیله وې،

شیخ میثم العبودی ټینګار وکړو چې قرآنی کارونو کښې د ښځه او سړی تر منځه فرق کول نه دی په کار او زما په خیال په ښځو کښې د قرآنی مقابلو ایښودل هیڅ باک نه لری.

د مقابلو له شروع کښې دو نه مخکښې دینی تواشیح

العبودی زیاته کړه له هر مقابلې نه مخکښې د دینی او کلتوری کارونو پیل کولو نه مخکښې د تواشیح ټولنه له اړخه تواشیح وړاندی کولو سره به د مقابلو خوند نور هم زیات شی.

د انترنتی کارکوونکو قرآن خپرول

قم ښار کښې د قرآن او عترت أنوار الولایة مدرسه سر منشی ؤ ویل نن سبا چې د انترنت او د ټی وی چینلو وخت دی نو په دی کښې د قرآن تعلیمات خپرول په دی کښې کار کوونکې مسلمانانو ځوانانو لپاره هم ضروری او هم واجب کار ده، نن مسلمان محصلان او قرآنی کار کوونکې خپلو کښې سره په کار دی په انترنت او ټی وی چینلو باندې له یو بل سره اړیکې ولرې.

http://www.iqna.ir/fa/News/1445325

captcha